کور / شعر / دجـــــرس غـــــــــږ

دجـــــرس غـــــــــږ

دجـــــرس غـــــــــږ


په سپیره وچه بیدياکې
پدې کنډکپرصحراکې
دحالاتوپه ګرداب کې
دليوانوپه غوغاکې
هغه خواره قافله نن
چې اوښبان يې لت پت پروت وو
دصحراوحشي ليوانو
څه ګيدړو،څه هم سپيانو
ووډاړلی ،څيرې کړی
لارنيونکو غلوغديو
وه لوټ کړې تالاکړې
ګوره !
غه لار ورکې بې څښتنه
قافله ناهيلې نشوه
پدې سختوسروغرموکې
خړودوړواوګردوکې
دمرګ، ژوند مقابله کې
دتوپان مجادله کې
بدې شپې یې وزغملي
ناکردې يې وګاللې
خولمن يې دژوندکلکه
وه نيولې پرې يې نښوه
تسلیم نه شوه لاخوځيږي
لاخوساپکې چا ليږي
ارمانونه يې ژوندي دي
هيلې زړه کې يې خوندي دي
په خپړوپرڅنګلو
په تڼاکوپښومنګلو
دمنزل په لورخوځيږي
دجرس غږمې ترغوږشو
داسې ښکاري ،مالوميږي
خپل منزل ته نژدې شوي
دوی ضروربه رارسيږي
(منتظر)  يې انتظارکړي
ورته ناست دی هوسيږي 
دوی ضروربه رارسيږي
دوی ضروربه رارسيږي
4/5/2008
پيښور-پښتونخوا