د يوه طالب قوماندان د وژ ل كېدو خبر وركړل سو

عطاالله محمدي | دسمبر 15th, 2011


د كندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت په ژړۍ اولسوالۍ كي ئې يو مشهور طالب قوماندان او د هغه درې نور ملګري وژلي .
د چارواكو په وينا چي نوموړى قوماندان په عرب مشهور ؤ او په زړۍ اولسوالۍ كي ئې خپل فعاليتونه كول.
چارواكي وايي چي ياد كسان ئې د يوشمېر استخباراتي كړيو پر بنسټ وژلي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024