کور / تازه خبرونه / عراق: امریکايي وروستي پوځيان ستنیږي

عراق: امریکايي وروستي پوځيان ستنیږي

د امریکې ولسمشر بارک اوباما له عراق څخه وروستیو راوتلیو پوځیانو ته ښه راغلاست ووایه، ددوی له خدمتونو یې مننه وکړه او ژمنه یې ورکړه چې دوی ته به په امریکا کې د بیا خدمت زمینه مساعدوي.


ده د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل هغه بیرغ چې تاسو ترې لاندې په عراق کې جنګیدئ په راروانو ورځو کې به په رسمي ډول راټول شي.


اوباما تیره سه شنبه د عراق له لمړي وزیر نوري المالکي سره په لیدنه کې وویل چې امریکا به عراق بیا هم یوازې نه پریږدي.


په عراق باندې برید د امریکې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پر وخت شوي و چې اوباما د خپل ټاکنیز کمپاين پر وخت کې ژمنه کړې وه چې له عراق به پوځیان بیرته راباسي.


په عراق باندې د امریکا له برید تر اوسه پورې ددې هېواد دیرش زره پوځیان زخمان شوي او تر څلورنیم زره ډير يې وژل شوي دي


.