کور / شعر / جېلخانه – ظالم پوځونه

جېلخانه – ظالم پوځونه

(جېلخانه)


قسم دی یاره دیوانه دی کړمه
تش په کتوکی مستانه دی کړمه


ستافری مخ داڅه جادووکړلو
لکه چی نورپه میخانه دی کړمه


بلورو سترګودې زه وویشتمه
لکه دشمعی پروانه دی کړمه


په تش سلام مې هم غصه شولې نن
ښه شوه رسواپه زمانه دی کړمه


ستا لږغصی تمکین مجرم ثابت کړ
اوس ورروان په جیلخانه دی کړمه





ظالم فوځونه


په نوم دامن چی راغلی دی ظالم فوځونه
زمونږوطن یی چی نیولی دی حاکم فوځونه


څوک دایساف څوک دناټوپه نامه دلته راغله
ماضی یی هیره ده راغلی دی نادم فوځونه


څوک القاعده څوک دطالب په نامه دلته وژنی
ماشومان قتل شی راغلی دی خاصم فوځونه


کله هرات کله لغمان کله زابل بمبارکړی
هیڅ رحم نه لری په زړه کی دی ظالم فوځونه


تمکینه رب به یی کړی هلاک امام مهدی به راشی
مایوسه  کیږه  مه  که  هر څو وی  قایم  فوځو نه