افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې (۱۱مه برخه)
دويم څپركى //۱۱مه برخه د تېرو برخو لپاره دلته کليک وکړئ
ليكواله/ (Drs, Senzil Nawid)
ژباړه: جاويد واك
د حبيب الله خان دوره، د علماوو د سياسي ځواك را برسېره كېدل: (۱۹۰۱_۱۹۱۹ز)
د سراج الملت والدين امير حبيب الله خان په دوره كې علماوو په تدريجي ډول خپل شتون د يوه سياسي ځواك په توګه را څرګند كړ.
دسياست ډګر ته د علماوو دوباره راتګ درې لاملونه لري:
- د دربار ملاتړ
- د مركزي حكومت د كنټرول كمزوري كېدل
- د مليت جوړونې او پان اسلاميزم خوځښتونو را منځ ته كېدل
حبيب الله خان د خپل پلار د نظرياتو خلاف، علما او روحاني مشرانو ته ډېر احترام در لود. هغه ځينو ديني مشرانو ته ځمكې وركړې، هغوى ته يې دوامداره معاشونه وټاكل او خپله به ډيرى وخت په زيارتونو ګرځېده. ۳۵
تر ټولو مهمه خبره دا، چې هغه پر ديني موسسو او د هغوى په فعاليتونو د دولت كنټرول تر ډېره را ټيټ كړ او علما پر دې وتوانېدل، چې خپل پخوانى حيثيت او نفوذ دوباره لاسته راوړي.
كه څه هم علما د دولت لخوا ټاكل كېدل؛ خو د قاضيانو، امامانو، مدرسينو او د زيارتونو د متوليانو په حيث يې حق درلود، چې د خپلو فعاليتونو په سيمه كې بشپړ اختيارات ولري. په دې ډول روحانيونو بېرته خپل مقام او منزلت تر لاسه كړ.
د پاچا په ګډون د سلطنتي كورنۍ ټولو غړو د اخلاصمندۍ او عقيدې د ښوولو لپاره يو يا څو پيرانو ته اعتقاد درلود.
حبيب الله خان ټولو هغو كورنيو ته، چې د عبدالرحمن خان لخوا تبعيد شوې وې، عموموي عفوه اعلان كړه. دې ته ورته د حبيب الله خان د سلطنت په دوره كې، شيخ حسن افندي ګېلاني(د نقيب بغداد ورور او د قادريه طريقې شيخ) افغانستان ته راغى. پاچا يې شاهانه قدر وكړ، ځمكه او د اوسېدو ځاى يې د جلال اباد په چهار باغ كې ورته جوړ كړل او په ډېر احترام يې ورسره چلند كاوه. ۳۶
همدا راز د كابل مجدديانو، چې د شور بازار په حضراتو مشهور وو، د روحاني مشرانو په توګه يې خپل پخوانى مقام بېرته لاسته راووړ او په وروسته كلونو كې يې د افغانستان په سياست كې مهم رول ولوباوه.
په افغانستان كې د شلمې پېړۍ په لومړيو دو لسيزو كې علماوو ته د قدرت او نفوذ دوباره لاسته ورتلل، په دغه هيواد كې د جهادي مفكورو له راټوكېدلو سره ژور تړاو لري.
د هيواد دننه او بهر ځينې پرمختګونه، د انګرېزانو پر ضد د خلكو شديد مخالفتونه د دې سبب شول، چې جهادي مفكورې غځونې وكړي. د متحدينو پر ضد دغه مخالفتونه هغه مهال لا پسې زيات شول، چې كله تركيه دويم نړيوال جنګ ته ور ننوته.
كله چې تركيه د متحدينو له جبهې (لويې بريتانيا) سره په جګړه شوه؛ په دې وخت كې نو په افغانستان كې د برېتانويانو پر ضد مخالفتونه خپل او ج ته رسېدلي وو. د انګليسانو پر ضد جهادي مفكوره را وټوكيدله، د دغو مفكورو په سر كې روحاني مشران او ديني علما ولاړ وو، چې په دې ترتيب علماوو خپل حيثيت او مقام ورو ورو بېرته لاسته را ووړ.
د دې تر څنګ له جهاد سره د خلكو لېوالتيا او جهادي ليكو ته د خلكو ورتګ دې ته زمينه برابره كړه، چې علما په سياسي لحاظ هم پرمختګ وكړي.
د لومړۍ نړيوالې جګړې په پاى كې، د افغانستان ډيرى وګړي له انګريزي تسلط سره مبارزې ته تيار وو او غوښتل يې، چې انګليسان د افغانانو وطن پرېدي. هما غه وو، چې علما د جهادي ګروپونو په سر كې واقع شوو او د افغاني سياست لومړۍ پوړۍ د دوى په لاس كې وې.
له ټولو جالبه خبر دا ده، چې كله حبيب الله خان په كال ۱۹۰۴ ز كال كې له انګرېزانو سره د مذاكرې په حال كې وو؛ نو له انګليسانو سره يې د روسانو پر وړاندې د جهاد د امكاناتو د برابرولو خبر شريكه كړه.
حبيب الله خان د دې لپاره دا مسله را منځته كړه، چې انګرېزانو هڅې كولې،چې امير د افغان _ انګرېز تر منځ د نظامي تړون منلو ته غاړه كېږدي. په ښكاره د دغه پيمان موخه دا وه، چې افغانستان به د روسانو له احتمالي حملو څخه ساتي؛ خو حبيب الله خان ادعا كوله، چې افغانستان كولاى شي، چې د چاپان په څېر د روسانو د پر مختګ پر وړاندې مقاومت وكړي.
امير ګمان كاوه، چې ښايي د روسانو د احتمالي حملې په صورت كې به افغانستان يوازې د انګرېزانو مالي مرستو ته اړتيا ولري. ځكه د جګړې د پيلېدو په صورت كې افغانستان دا توان لري، چې د روسانو پر ضد يو پان اسلاميستي جهاد ته د ايران او منځنۍ اسيا مسلمانان را جلب كړي. ۳۷
درې كاله وروسته په (۱۹۰۷ز) كال په سنت پېترز بورګ كې يو سياسي كنفرانس د دې لپاره دايره شو، چې په افغانستان، ايران او منځنۍ اسيا كې د روسانو او انګرېزانو د نفوذ ساحه وټاكي.
له څو مياشتنيو مذاكراتو وروسته د همدې كال د اګست په ۳۱ مه دا سې موافقه وشوه، دواړه زبرځواكونه دې يو بل ته په سوادګريزو حقوقو كې قايل وي او د خپل سياسي نفوذ ساحه دې تعين او خط اندازي كړي.
په دغه كنفرانس كې افغانستان د روسانو د منافعو له داېرې څخه ووېستل شو او انګرېزانو هم دا ژمنه وكړه، چې د يوې بلې موافقتنامې له لاسليك وروسته به د افغانستان د اشغال نيت نه كوي او له داسې نظامي عملياتو به هم لاس اخلي، چې په سيمه كې د روسانو ګټو ته زيان رسوي. روسانو هم ژمنه وكړه، چې له سوادګريز او غير سياسي مسايلو پرته به له افغانستان سره نورې معاملې نه كوي. ۳۸
د انګليس او روس تړون ليك، چې د افغانستان له مشورې پرته لاسليك شوى وو، د افغانستان د حكومت او دربار شديد عكس العملونه راوپارول. امير حبيب الله خان او د دولتي شورا غړو په ښكاره توګه د دغې موافقتنامې مخالفت وكړ او د هغې له پايلو يې نا رضايتي وښوده. ۳۹
حبيب الله خان ملي جرګه را وغوښتله، چې ستر ديني علما هم پكې شامل وو او له قبايلي مشرانو او روحانيونو سره په مشوره دې پايلې ته ورسېدل، چې د انګرېزانو پر وړاندې جهاد يو اړين ګام دى.
كه څه هم حبيب الله خان د انګرېز پر ضد د جګړې دومره لېواله نه وو؛ خو غوښتل يې د جهاد له پېلېدو سره سم په قبايلي سيمو كې د برتانوي هند حكومت تهديد كړي او دې ته يې مجبوره كړي، چې له روسانو سره د موافقتنامې له منلو په شا شي.
امير له ملا پاينده(يا پاونده) سره اړيکه ونيوله، چې د صوات له اخندانو څخه وو او د مهسودو او وزيرو په قبيلو کې د پراخ نفوذ څښتن وو.
امير نوموړي ملا سره د وسلو او تجهيزاتو ژمنه وکړه او هغه يې له انګرېزانو سره جهاد ته و هڅوه.
له بلې خوا د افغانستان په مشرقي برخه کې ځينو ديني علماوو د هډې د معروف ملا پاچا صاحب اسلامپور په مشرۍ د جهاد اعلان و کړ. په دې ډول د جهاد اوازې خپرې شوې او قبايلي ځوانان دسته، دسته لکه د هوا مرغان د کابل پر لور وخوځېدل.
پاچا اسلامپور يو ستر قبايلي لښکر چې تمه کېده د اعتماد الدوله عبدالقدوس خان لخوا سرحدي سيمو ته واستول شي، په کنړ ولايت کې جګړې ته تيار کړ. ځيني نور مشهور علما لکه: ملا پاينده، ملا حمزالله، لالاپير او داسې نورو په سرحدي سيمو کې د قبايلو هڅولوته زور ورکړ. په پايله کې انګرېز ضد جهاد دومره احساساتي شو، چې حبيب الله خان او ورور يې نصر الله خان په دې وېره کې شول، چې هسې نه هر څه د دوی له کنټرول څخه ووځي. امير او ورور يې له همدې وېرې دې ته اړ شول، چې بريتانوي هند سره په نېغه جګړه کې ښکېل نشي، له همدې امله يې اعتما دالدوله پرېنښود، چې د کنړ له قومي لښکر سره يو ځای شي.
د امير دغه کار اعتما دالدوله او پاچا اسلام پور سخت خواشينی کړل. په نتيجه کې اعتماد الدوله، انګرېز ضد صدر اعظم له خپلې دندې استعفا وکړه. امير او د هغه ورور ته يې وليکل، چې په راتلونکي کې به له هغوی او دولتي چارو سره هېڅ کار نلري. ۴۰
انګرېز ضد احساسات ورځ تر بلې په خورېدو وو. ځينې اوازې خپرې شوې، چې ګني اوروپايان غواړي ټوله اسلامي نړۍ تجزيه کړي، دې او دې ته ورته اوازو د انګرېزانو پر ضد مخالفتونو ته لاره اواروله.
ارنولد کپل په خپل اثر کې ليکي ((دا ډول اندېښنې، چې ګني اسلامي نړۍ به تجزيه کېږي، هغه وخت لا پسې زور واخيست، چې په ايران کې د اورګاډي د پټلۍ د جوړېدو او د روس او ايران تر منځ د دغه هيواد د وېشل کېدو خبرې په نړيوالو مطبوعاتو کې خپرې شوې. ))
په ۱۹۰۸ او ۱۹۰۹ ز کلونو کې په لومړي ځل د افغانستان د مشرقي سيمو علماوو د جهاد دعوت ته لبيک ووايه.
په دغه جهادي تحريک کې سترو علماوو او روحانيونو لکه: پاچا اسلام پور، صوفي بيکتوت،سيد لعل شاه (مشهور په ملا صاحب لعل پور)، حضرت چهار باغ او دتګاب اخندزاده، ګډون درلود، چې دا ټول د هډې د ملا نجم الدين د خلفاوو له ډلې څخه وو. ۴۲
په کال ۱۹۰۹ ز د هډې ملا نجم الدين يوه فتوا صادره کړه، چې له مخې يې خلک د انګرېزانو پر ضد مبارزې او يو والي ته را وبلل. يادې فتوا په خلکو کې شور جوړ کړ، په کابل، لوګر، کوهستان او جنوبي ولايتونو کې خلک را وپارېدل.
دې ورته فتوا چې د صوات د اخندزاده ګانو د ډلې اخوند زاده موسهي لخوا خپره شوې وه هم ورته اغېزې يې در لودې. اخوندزاده موسهي د امير حبيب الله خان او سردار نصر الله خان روحاني پير هم وو. ۴۴
لمنليکونه
۳۴ ـ Cuzon(Marques of kedleston)tales of Travel, 67
۳۵ ـ پوپلزايي، تيمورشاه درانی، لومړی ټوک، ۳۰۷.
۳۶ ـAdamec, Historical and Political Who’s Who of Afghanistan, 230; May Schinazi, Afghanistan at the Beginning of the Twentieth Century, 117.
۳۷ ـ A I, jan, 195, tel, 73k, Dec. 23, 1904.
۳۸ ـ Adamec, Afghanistan 1900-1923, 70.
۳۹ ـ A/FPD, Secret File, July, 1908, Nos. 276-278.
۴۰ ـ NA/FPD, Secret File, July, 1908, Nos. 276-278, 46.
۴۱ ـ Keppel, Gun- Running and The Indian North-W- Frontier, 78.
۴۲ ـ Ibid, 25-26.
۴۳ ـ غبار، ۷۴۰.
۴۴ ـ غبار، ۷۴۰.