کور / هراړخیز / د الجزيرې اصلي څېره په امريکا کې

د الجزيرې اصلي څېره په امريکا کې

د الجزيرې اصلي څېره په امريکا کي په عربي هيوادونو کې د انقلاب په نامه د ګډوډيو دپيلېدو سره سم د الجزيرې ټلوېزون هم په امريکا کې دخپلو پروګرامونو دليدونکو د زياتولو په نيت هلي ځلي پيل کړې.


 د امريکا دنورو رسنيو په ډول الجزيرې هم دعربي هيوادونو ګډوډيو ته د انقلاب ناره پورته کړه. څو اونۍ دمخه دالجزيرې د واشينګټن ډي سي په مرکزي دفتر کې چې په کې سټريټ کې واقع دی. يوازي امريکايي خبريالانوته په دې نيت بلنه ورکړل سوې وه چې په امريکا کې څنګه خپل فعاليتونه اوخپروني پراخي کړي. زه د يو افغان په توګه ورغلم. ما چې هلته څه وليدل او واورېدل غواړم له پښتنو سره يې شريک کړم.



غونډي ته ګڼ شمېر د ژورناليزم امريکايي زده کوونکي رابلل سوي ول. لومړۍ يوې سپين پوستي امريکايي ښځي خبري وکړې چې څنګه الجزيره د امريکايي ګټو لپاره مهمه ده. وروسته دجاش رشينګ په نامه د الجزيرې يوه امريکايي خبريال چي په قطر کې د امريکا دپوځي لښکرکوټ يوپوځي و خبري پيل کړې. دغه ښاغلي نورو ناستو امريکايي همکارانوته چې ټول په قطر کې د امريکا په لوی لښکر کوټ کې دندې سرته رسولي ناخبرو امريکايي ځوانانو ته د الجزيرې په باره کې داسي وويل. زه د امريکا يو وياړلی عسکر يم او په دې وياړم چې د الجزيرې سره کارکوم. ويله يې چي الجزيره دمسلمانانو ټلوېزون نه دی دا هغه چېنل دی چې د امريکا ولسمشربارک اوباما ستايلی دی. دبهرنيو چارو وزيري هيلري کلينټن ستايلی دی. دويټنام دجنګ پخواني عسکر او د ولسمشرۍ پخواني کانديد جان مکين يې صفت کړی دی. د ولسمشر مرستيال جوبايډن ستايلی دی. نو ځکه هر امريکايي بايد الجزيره وګوري. دا ځکه چې الجزيره په ټوله اسلامي نړۍ کې د ډموکراسۍ او دښځو دحقوقو د دفاع او د ديکتاتوري نظامونو پر ضد مبارزه کوي. نو تاسي د امريکايي ژورناليزم د زده کوونکو په توګه بايد په ټوله امريکا کې د الجزيرې د خپرونو په پراخولو او ډېرولو کې ډېره ونډه واخلئ.


له دې عجبي اوغريبي غونډي څخه يوه اونۍ وروسته د واشينګټن ډي سي په امريکن يونيورسيټي کې دنړيوالو اړيکو په څانګه کي د الجزيرې د ټلوېزون په باره کې ځانګړې غونډه جوړه سوې وه چې دلته هم کټ مټ يوازي دخبريالۍ امريکايي زده کوونکو ته ځانګړې سوې وه.


دې غونډي ته د الجزيرې دعربي څانګي مشر عبدالدر رحيم فکوره دلوېديځوال خبره ځانګړي مېلمه و. دا ښاغلی د مراکش دهيواد چې حکومت يې د امريکا په مهمو ملګرو کې راځي اوسېدونکی دی. عبدالدر رحيم فکوره ددې غونډي يوازينی وينا کوونکی و. تر خپلو خبرو اود الجزيرې تر ښوولو وروسته د ناستو په سلګونو زده کوونکو دپوښتنو ځوابونه وويل خو ځيني خبري يې بېخي عجبه دي چې دلوستونکو سره شريکول يې بې ځايه نه بولم. فکوره د وينا پر مهال


ده ويله چې تاسي دي مالومه وي چې پر ليبيا باند تر بريد له مخه دليبيا مخالفين په ليبيا کې هيچا هم نه پېژندل. داکسان ټول په اروپا او امريکا کې اوسېدل همدا الجزيره وه چي دمعمر قذافي دحکومت مخالفين يې په ليبيايانو ټوله لوېديځ او نړۍ وپېژندل.


دعبدالدر رحيم فکوره خبري تر ټولو دسوريې دګډوډيو په باره کې چټيات وې چې دژورناليزم له اصولو سره بېخي سر نه لګوي. د الجزيرې دعربي څانګي دغه مشر په وازه خوله دا منل چي الجزيره په سوريه کې خبريال نه لري خو دمظاهره چيانو ويډيوګاني چې تاسي د الجزيرې له چينله وينئ دا په خپله دغه جګړه مار جوړوي او بيا يې الجزيرې او نورو غربي رسنيو ته ور استوي او دوی يې بېله تايد او پخلي چي اسانه کار هم نه دی داسي خپروي ته چې وايي په سوريه کې په لسګونوبهرني خبريالان دي کار کوي . په داسي حال کې دسوريې په دغه ښارونو دلوېديځ خبريالان چې اصلأ بې پلوه نه دي يو هم  نسته.


په غونډه کې يوه عراقي خبريال په خندا راته  وويل چې الجزيرې څو ځلي داسي راپورونه هم خپاره کړي چې د دوی خبرياله رولا امين چې اصلأ اوس په بيروت کې ده دسوريې له دمشق څخه د درواغو راپورونه ورکړي دي. دبشرالاسد دحکومت پر ضد شر اچوونکي چې تر اوسه يې پينځه سوه زيات عسکر وژلي او ټول وسله وال جګړه مار دي چي پيسې او وسلې يې له لوېديځه ورته راماتي دي. ګڼ شمېريې ژوندي له وسلو او مهماتو سره يوځای نيول سوي او دسوريې په ټلوېزون کې يې اعترافونه کړي دي. دلوېديځ رسنۍ يې انقلابيان يا مظاهره چيان بولي.


ګرانو لوستونکو ته دي مالومه وي چې ما د دوه زره لسم ميلادي کال په دوبي دنيويارک او واشينګټن په هوټلونو او  بارونو کې دخبريالانو په مېلمستياو کې په لسکونو د امريکايي سرکار داسي خلک وليدل چې په عربي ژباړونکوپسي ګرځېدل او په ځانګړې توګه دسوريې لهجه ويونکي په کار ول.


ګران لوستونکو ته دي مالومه وي چي په امريکا کې ازادۍ کټ مټ په هغه اندازه ازادي وجود نه لري لکه چي امريکايي واکمن يې ادعا کوي. ما خو په پاکستان کې هم افغانان دپاکستاني پوليسو څخه دونه په بېره کي نه دي ليدلي لکه په امريکا کې چي مسلمانان اوپه تېره افغانان د امريکا له حکومته بيريږي. دا چي په امريکا کې ځيني مسلمانان په ټوليزه توګه اوځيني افغانان په ځانګړې توګه په ډېره رياکارۍ پر واقعيتونو سترګي پټوي او داسي ښيي چې ګواکي ازادي په امريکا کې ده.


د امريکا او امريکايي ارزښتنو ستاينه هم يو داسي امتياز دی چې د امريکا حکومت خپله ناوړه څېره په پټوي او داسي کسان اکثره پټ يا ښکاره سرکاري دندې لري. په امريکا کې خپلواکي رسنۍ چې دحکومت له تګلاري سره جوړي نه وي عملأ خپلواکي نه لري او نه هم کار کولای سي. په دغه سبب په امريکا کې خپلواکي رسنۍ نسته. نو هرڅه چې د امريکا دحکومت تبليغاتي رسنۍ تبليغوي هغه د امريکايانو لپاره دکاڼي کرښه وي. ځکه د امريکايانو کوچنيانو ته په لومړيو ښوونځيو کې دا تدريسيږي چې د امريکا ملت د خدای له خوا ځانګړی سوی ملت دی. ځانګړتيا يې دوی دا بولي چې ياني دوی په ډموکراسۍ او برابرۍ عقيده لري او په نوره نړۍ کې دا ارزښتونه د دوی له قوله نسته چې په حقيقت کې دا دواړه په امريکا کې عملأ وجود نه لري. نو په دې ډول هر امريکايي زده کوونکي ته چې په ښوونځي او پوهنتوکې څه ويل کيږي هغه دوی ته د باور تر ټولو لويه سرچينه ګڼل کيږي. ازادي يې يوازي د اساسي قانون په پاڼو کې ګونجلکه پرته ده. د الجزيرې ټلويزوني چېنل چې د قطر له هيواده پام وړ خپروني په عربي او انګرېزي ژبو کوي ډېری داسي انګېري چي ياني د مسلمانانو ټلوېزون دی. ډېر پام هغه وخت ور واوښت چې دلوېديځ يرغلګرو پر افغانستان او عراق يرغلونه وکړل او ځيني داسي مرکې او انځورونه يې خپاره کړل چې په ظاهره يې دلوېديځوالو خوا وربدوله. تردې چې د انګلستان او امريکا دهغه وخت واکمنو جارج بوش او ټونيبلېر په ظاهره د الجزېرې د دفتر د ويشتلو خبرداری ورکړ.


پر ليبيا باندي دصليبي يرغلګرو تالۍ څټو يا په اصطلاح انقلابيان الجزيرې ددغه اجيرو او لنډغرو د لمانځه صحنې او د الله اکبر نارې هم ښوولې. په داسي حال کې چې دغه کسانوته بېله پيسو څخه بل هيڅ شی دوی ته ارزښت نه درلود او دوی په جنګ کې په اثبات ورسول. پوښتنه دا ده چې دلوېديځ رسنۍ په دې کي څه ګټه ويني چې دعربي هيوادونو دغه ګډوډيو ته انقلابونه ووايي وايي ميره مي نه ليدل تر مو مهربانه. دا خبره دپټولو نه ده چې په خړو اوبو کي خامخا کبان نيسي. خو اصل خبردا ده چې پښتانه بايد ددغه سهيونيسټي چانل الجزيرې اصلي څېره وپېژني.