ټپيزي

د لراوبر اداره | دسمبر 17th, 2011


ټپيزي
زمــازړه دي وړي لــه کــوگـله
افـــسوزپـرځـان کـړمـه پـخـپله
دغــه راپيــښه څــنگــه ســولـه
کــاڼـي راواخــله مـاپري ولــه
دامــې گــناه  ده چــي پـــرتـــا ميـــنيـــدمـــه
ظـالمي تـه چي ايـشاري کړي
زمـاپـرزړه بـاندي حملي کړي
داخو وارونـه بي چـړي کړي
په تناره کي دي زمـاشپي کړي
داسـتادپـاره پـه ســره اورکـي ژوند کـــومــه
عـاشـقي نــه ده اسـان کــاره
زه يـې دژونـده کـړم بـيزاره
ډيـرمـيـنان ســولـه پــه داره
يـواري راســـه پـــردي لاره
زه بــي لــتاجــانــانــه بــل څــوک نــه لــرمــه
مــين هــــميــشه پــه ژړاوي
چي له معشوق څخه جلاوي
مــدام پـه غـم کي مـبـتلاوي
ورســره غــم چـي دلــيلاوي
هـــغه کــسان بـه خـوب خــندا څـــنگه کــويـــنه
زمــاددواړوســــترگــوتــوره
ډيـرپـه جـزبـات مه راته گوره
راوران دي کئ دزړګـي کوره
يـاري دي نـه کـيږي پـه زوره
زه عــــظيم جـــان(کــاکـــړ)زارئ درتـــه کــومــه

Copyright Larawbar 2007-2024