کور / کره کتنه / د افغانستان پاسپورټ

د افغانستان پاسپورټ

له ډېرې مودې د فغانستان پاسپورټونه  د پاسپورټ په اداره کې خلاص شوي


غوښتل می چی خپلو ماشومانو ته  په خپل هېواد افغانستان  کې پاسپورټ واخلم  یوه میاشت مخکی می د پاسپورټ اداری ته مراجعه وکړه ویل ډېره بښنه غواړو متاء سفانه چی د پاسپورټ کتابچی د حاجیانو لپاره ډېرې مصرف شویدی نو اوس مهال نورې ندی پاته، په تمه اوسی د چاپ چاری یی په مخ روانې دی  ډېر ژربه دغه ستونزه هواره شی یوه میاشت وروسته می په ډېره خواری او کمیشن کاری خپلې میرمنې ته یو پاسپورټ د ۱۶۰۰۰ افغانیو په لګښت ترلاسه کړو خو زما د ماشومانو تصویرونه یی هملته ورسره اټچ سریښ کړی وو  بیا می هغه کله چی د اماراتو دولت ته د ویزې اخیستلو لپاره وړاندې کړل هغوی ویل چی باید د ماشامانو لپاره جلا جلا پاسپورټونه واخلی موږ یی په یو پاسپورټ کې نه منو  له هغه وروسته په دوبی کې می د افغان قونسلګری چارواکو ته مراجعه وکړ اګر که وخت هم ډېر وو نوبیدون له دی چی پوښتنه پوره وکړی ویل سبا له خیره راشه  بیا به پاسپورټونه جلا جلا درته جوړ کړو نو ما وویل یو ځل زما کیسی ته غوږ شه کیسه می له اوله تر پایه ورته وکړه نو بیا یی ویل چی موږ خو په بوجیو بوجیو پاسپورټونه افغاسنتان ته لیږلی دا ولی  بیا درته وایی چی خلاص  شویدی ویل یی چی ستا ماشومان په افغانستان کی دی نو باید هلته ورته پاسپورتونه واخلی او یا یی په یو سیاحتی ویزه دلته راولې چی موږ ورته پاسپورتونه  درکړو  نو بیا می صبر وکړلو ا و په کابل کی مو بیا پوښتنه وکړه  هغوی ویل چی ډېر خلک معطل دی خدای مهربانه دی چی په دغه دریو اوونیو کی یعنی یو کال وروسته چی  ۲۰۱۲ کال کیږی له چاپه را ووځی له خیره سره نو بیا به تاسی مراجعه وکړی  .  نو  الله دی ورباندی رحم  وکړی زموږ په هېواد چی دوی  دندې نشی اجرا کولای  یو پاسپورټ چاپوونه دومره وخت اخلی خدای خبر چی نور کارونه به څرنګه کوی که داکار موږ د هېواد  د اقتصاد په ګټه هم دی چی هر سړی ته یو خالی کتابچه په زرګونه افغانیو ورکوی  د هغوی زړه  که یی کاروی او که نه  او که پدې کې دی دا راز پټ دی چی پدې وروستیو کې بیا د ډیرو خلکو د افغانستان  له حالت نه زړه صبر  شویدی او ډېری یی د بهرنیو هېوادو ته د مسافرت زړه ښه کړیدی او حکومت به دغه د پاسپورټ بانه نیولی وي تر څو دوی تم کړی او که پدې د هغه اداری د ځانی ګټو راز دی چی څومره د ورکې اوازه وی بیا هغه یو څو پاسپورټونه چی پاته دی په لوړه بیه خلکو ته ورکوی .


هیله زما دغه  لیکنه دوی ته د ویښېدو  یو خوخښت ورکړی او هغه ډېر هېوادوال، چی ناروغ دی یا هم د سوادګریزو او یا نوروموخو لپاره د هېواد نه بهر سفر کوی د هغوی دغه ډېره موده صبر پای ته ورسوی


 
په درنښت


عبد الله عتید


دوبی : متحده عربی امارات