کور / کره کتنه / ټپه که د ولس مال دى نو ټپيزه د چا ده ؟

ټپه که د ولس مال دى نو ټپيزه د چا ده ؟

دوه نوي فورمونه
د ټپيزې څخه چې ټپه لرې کړې يوازې يزه پاتې کيږي،يزه بې مانا روستاړى دى يانې په ټپيزه کې د ټپې يا لنډۍ نه غير د يزه برخه بې مانا ده ځکه چې په ټپيزه کې ټپه د ملا د تير حيثيت لري،يا په بل عبارت ټپه اصل دى او يزه يې فرعه ،اصل چې نه وي فرعه له کومه شوه يا قدم چې نه وي پل يې له کومه؟
ټپه د پښتو ځانګړى فورم دى پښتنو ځانګړي اهنګونه ورکړي او د موسيقۍ د تارونو سره يې په ځانګړي طرز او انداز ملې کړي،خو مونږ د هغه پښتون په اړه هيڅ ونه ويل چې لومړى يې د لنډيو ځانګړى طرز او انداز پنجابي ژبې ته ورنقل کړ او اوس اورم چې په اردو ژبه کې هم دا انداز نقل شوى او دا دى د پښتو يو بل خادم ټپيزه هم ترې جوړه کړه،څه فکر کوئ چې اوس هم ټپه يا لنډۍ د پښتو ژبې ځانګړى فورم دى؟
هغه چا چې دغه فورم منځ ته راوړى هغه په پښتو کې نورې پښتۍ هم ماتې کړي او په (سيندګي) يې لاهو کړي،خو دومره ډير او لوى پښتانه سيندګى نه شي وړلى چې له منځه ولاړ شي.
ډاکټر حنيف حيران دغه فورم ته تر ټولو ښه رشد ورکړ خو زه په دې فکر يم چې داسې ونه شي چې لنډۍ د فلاني وخت څخه راپيل او په شلمه پيړۍ کې له منځه ولاړه شي.
دې ته ورته يو بل فورم ټکوريزه هم څو ځوانانو رارواج کړه چې لومړۍ چاپ شوې ټولګه په کې د محبوب شاه محبوب(ګورګورې)  ده، توپير يې د ټپيزې سره دا دى چې پورته بيتونه يې د لنډۍ د لومړي نيم بيتي څخه په وزن کې کم دي يانې پينځه سيلابه دي او په ټپيزه کې نهه دي،بله دا چې که د ټپيزې څخه لنډۍ لرې کړاى شي پورته بيتونه بې مفهومه پاتې کيږي او که له ټکوريزې يې لرې کړو پورته بيتونه يې مفهوم لرونکي پاتې کيږي ځکه چې پوره دوه بيتونه (قطعه) دي،خو د ټکوريزې دا پينځه سيلابه بيتونه ډير هنر ته اړتيا لري ځکه په پينځه سيلابه کې يو مفهوم يا نيم مفهوم په ريښتيا هم:


په اسمان د گڼو ستورو شمار کول دي
شعر هم هسې نه جوړيږي دماغ غواړي