خوست: په سرګردان چوک کي چاودني مرګ ژوبله واړوله

اسدالله زړه سواند | دسمبر 18th, 2011


رپوټونه وایی نن سهار د خوست ښار په مرکزی برخه سرګردان چوک کي د ماین چاودني تر شلو ډیر ملکی وګړي ټپیان کړی دی. د خوست ددولتی روغتون مشر مجید منګل ازادی راډیو ته ویلی، چی یواځی دولتی روغتون ته اتلس ټپیان ور وړل شوي،چی روغتیایی حالت یی ښه دي. د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي، چې نا پیژاندو کسانو له یوی لوړي ودانۍ څخه د پولیسو پر موټرلاسی بم غورځولی، چې یواځي شل تنه ملکی وګړي ټپیان دی. تر اوسه کومي ډلی ددی چاودنی مسولیت ندی اخیستی.


 

Copyright Larawbar 2007-2024