پکتیا:د ولایتی شورا دفتر وتړل شو
د پکتیا ولایتی شورا د ناټو ځواکونو لخوا د یو دولتی مامور په کور د حملی په غبرګون کي خپل دفتر وتړلو.
د پکتیا د ولایتی شورا مشر ښایسته جان احدي خبریالانو ته ویلی، چی دوی پدی اړه له حکومت څخه د تحقیقاتو غوښتنه کړي او وایی ترهغه پوری، چی د ناټو ځواکونه بښنه ونه غواړي، نو دوی به خپل دفتر پرا نه نیزي.
د ناټو ځواکونو دوه شپی وړاندی د پکتیا ولایت د نشه یی توکو پر وړاندی دمبارزی د ريئس په کور پدی تور حمله وکړه، چی ګواکي هغه دالقاعده شبکی سره اړیکی لري، چی په پایله کی یی د کورنۍ یوه ښځه او ما شوم ووژل شول او خپله ډاکټر حفیظ الله یی له خپلو دوه زامنو سره بوتلو.