روزګان:د لمړی ځل لپاره د کانګور ازموینه واخیستل شوه

د لراوبر اداره | دسمبر 19th, 2011


په رزګان ولایت کی د لمړی ځل لپاره د دولسم ټولګی د ۲۴۵ تنو زده کوونکو څخه د لوړو زده کړو موسسو ته د لار موندی په موخه ددغه ولایت مرکز ترینګوت ښار دملالۍ لیسې په انګړ کي د کانکور ازموینه واخیستل شوه.


د کانګور په ازموینه کی د رزګان ولایت د مرکز او ولسوالیو ۳۰۰ تنو فارغینو نوم لیکنه کړی وو .


 دا لمړی ځل دی چی د ارزګان ولایت د ښوونی او روزنی ریاست په دی توانیدلی دی چی د خپل ولایت له فارغینو څخه بیله دی چی کندهار او یا کابل ته زده کونکی د ازموینی لپاره واستوی د کانګور ازموینه واخیستل شوه.


د ازرګان ولایت والی محمد عمر شیرزاد د کانګور د ازموینی بهیر ښه ارزوی وایی که څه هم دا لمړی ځل دی چی په دی ولایت کی د کانګور ازموینه اخیستل کیږی خو زیاتوی چی دددی ولایت د پرمختګ په لوری یو ښه ګام دی چی اخستل شوی دی.


والی محمد عمر شیرزاد وایی پخوا به زده کونګی د ازموینی لپاره کندهار ته تلل چی له یوخوا به ددوی دری یا څلور ورځی وخت ضایع کیده اوله بلی خوا به له ګڼو امنیتی او اقتصادی ستونزو سره مخامخ کیدل .


هغه زیاته کړه چی اوس په روزګان ولایت کی امینت تامین شوی او ددی ولایت له اوسیدونکو څخه یی وغوښتل چی له وخت څخه په استفادی خپل اولادونه ښونځیو او لوړو زده کړو ته وهڅوی.


د دولسم ټولګی فارغین هم په دی خوشاله دی چی له دوی څخه د کانګور ازموینه ددوی په خپل ولایت کی واخیستل شوه.


د کانګور په دی ازموینه کی د لوړو زده کړو د وزارت د ټاکل شوی پلاوی ترڅنک د همدی ولایت د پارلمان ، مشرانو جرګې او ولايتی شورا غړو ګډون کړی وو.

Copyright Larawbar 2007-2024