د امریکا او پاکستان ترینګلې اړیکې افغانستان زیانمنوي
عطاالله محمدي
په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره خپل مطالب د ایران او پاکستان وروستیو اقداماتو ته کتنه کړې، چې ویل کیږي په افغانستان د فشار راوستلو لپاره دي، ددې مطالبو غورچاڼ حمید مومند برابر کړی دی.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې ایران او پاکستان یو هدف تعقیبوي او هغه د افغانستان حکومت تر فشار لاندې راوستل دي.
ورځپاڼه لیکي، چې ایران د امریکا د یوې نسکورې شوې بې پیلوټه الوتکې له ترلاسه کولو وروسته په دې هڅه کې دې، چې افغان حکومت تر خپلې هودې لاندې راولي.
د ورځپاڼې په وینا ایران له افغان دولت نه غوښتي، چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د دا ډول تیریو مخه دې ونیسي.
ورځپاڼه لیکي، چې دا هغه غوښتنه ده، چې تر دې مخکې پاکستان هم د ناټو له هوایي حملې وروسته افغان دولت ته راجع کړې.
ورځپاڼې په دې اړه د ولسمشر کرزي څرګندونې راخیستي، چې ویلي نه غواړي له خاورې یي د ګاونډیانو پر ضد کار واخیستلای شي.
ورځپاڼه لیکي، چې د افغان دولت دغه کمزوری دریځ ایراني چارواکي زړه ور کړل، چې افغان دولت ته په دې اړه یو احتجاج لیک هم واستوي.
خو ورځپاڼه وړاندې په دې اړه د امریکا د دفاع وزیر څرګندونې راخیستي او لیکلي، چې د بې پیلوټه الوتکو دا عملیات د امریکا او افغانستان د امنیت لپاره کیږي، چې دوام به وکړي.
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا د بې پیلوټه الوتکۍ په اړه د دریځ تور بللې، چې د ورځپاڼې په وینا افغان دولت یي په وړاندې خاموشه دې.
ورځپاڼې د افغان دولت په دریځ کلک انتقاد کړې او لیکلي، که څه هم ایران په تیرو څو کلونو کې په لسګونو افغانان اعدام کړل، راکټي حملې یی وکړې او ان په افغانستان کې یی قومي، مذهبي شخړو ته لمن ووهله، خو افغان دولت یی پوښتنه نه کوي.
ورځپاڼې لیکلي، لکه څرنګه، چې ایران خپلې اندیښنې شریکوي افغان دولت ته هم پکار ده، چې له ایران څخه په څرګند ډول وغواړي، چې له خاوری یی باید د افغانستان پر ضد کار وانخستلای شي او د وسله والو د روزلو مرکزونه وتړلې شي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې په دې مسئلې بحث کړې، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ ترینګلې اړیکې افغانستان زیانمنوي.
ورځپاڼې د ناټو د هوایی حملې په غبرګون د پاکستان اقداماتو ته په اشارې لیکلي، چې دې کار د افغانستان په اړه د امریکا په تګلارې اغیز کړې دې.
ورځپاڼې افغان دولت ته سپارښتنه کړې، چې د پاکستان د سیاستونو په رڼا کې دې چلند وکړي او پرې نږدي، چې افغانستان ددوی ترمنځ د روانو کړکیچونو قرباني شي.
خدمتګار بیا د شمسي هوایی اډې د تړلو لپاره د پاکستان د پریکړې په اړه لیکلي، چې دا کار به وسله وال نور هم پیاوړې کړي.
د ورځپاڼې په وینا بې پیلوټه الوتکې په پاکستان کې د حقاني او لقاعده شبکو د ځپلو لپاره یوه مهمه وسله بللې او لیکلي، چې دې حملو وسله وال له خورا زیاتو ستونزو سره مخامخ کړي