کور / نثر / پښتو غزل ددوه زره لسم کال په تناظر کې

پښتو غزل ددوه زره لسم کال په تناظر کې

يوېشتمې پېړۍ په لومړي قدم کې له ځانه سره ډیرداسې ناورينونه راوړل چې تر دوه زره لسم پورې هغه پرهرونه چې له امله يې سينې ځړیکې څړېکې وې ټکور نه شول او نن هم ددرېمې نړۍ وګړي يې له امله زوريږي
تاسې به وایې چې عنوان دغزل په اړه دی او خبرې دې ديوېشتمې پېړۍ منظرنامه ده ، هو بلې همداسې ده خو که مونږ دخپل شعر تجزیه کوو اودانتقاد په تله یې تلو نو دابه ضروري وي چې مونږ دهغې دور په حال باندې وغږېږو په کوم کې چې تخليق کونکی تخلیق کوي.
ددوه زره لسم کال دغزل دلنډ تعارف له پاره ضروري ده چې يو لنډ نظر په روانو حالاتو هم وزغلوو، دنړۍ دانشوران او پوهان ديولسم سپتمبر واقعه يوه توتيه ګڼي، هرڅه چې وه خو مونږ به يې په اغیزه وغږېږو.
د يولسم سپتمبر له پېښې وروسته امريکا او دهغې ملګرو په ګډه په افغانستان حمله وکړله اودځان له پاره يې جواز داګڼه، چې په افغانستان کې دطالبانو دحکومت په موجوديت کې ددوی  امنيت لره ګواښ دی ، دا ځکه ، چې اسامه بن لادن او دهغوي نور ملګري په افغانستان کې ول او القاعد ه امريکا خپل دښمنه ګڼله، طالبان هم دې ته چمتو نه ول چې اسامه او دهغوي ملګري له افغانستانه وباسي بالاخره امريکا او دهغوي ملګرو په افغانستان او دطالبانو پرحکومت بريد وکړاود يوې میاشتې په موده کې په دې وتوانېدل چې طالبان له حکومته لري کړي.
دافغانستان په دولتي جوړښت کې بدلون راغی ټاکنې وشوې اودرايو پربنسټ ولسمشر وټاکل شو
هغې حالاتو ته په کتو سره امکان لري ډیر خلک دې بدلون ته خوشبين وخو دوخت په تېرېدو سره دافغانستان کشاله همداسې پسې غزېدله ان چې تر دوه زره لسمه راورسېدله دطالبانو له تګ وروسته
چې کومې هيلې د خلکو وې هغه ورځ په ورځ وژل کيږي ځکه چې له يوې ورځې نه بلې ورځې ته حالات خرابيږي له سولې نه د عنقا سايه جوړه ده، ګټې ټولې دشتمنو لاس ته ځي او دل کيږي په کې ددرېمې طبقې وګړي دواړو خوا ته خپل خلک مري ، قاتل او مقتول دواړه ديوې کلیمې ورورنه دي ددواړو عقيده يوه ده خو له يوبله ناخبر ساتل شوي دي
دجمهوريت دغوه کونکي اوس هم دبیان دازادۍ په مرۍ غلي دي او په غیرې مستقيمه توګه څوک دخپل فکر اظهارته ته   نه پريدي،او که څوک دا جرداچرات وکړي نوهغې ته دمرګ داسې دام ږدي   چې بیا يې وارثان حیرانه وي چې انتقام يې له چانه واخلي، عام ولس اوځانګړې توګه لیکوال هرڅو که په ښکاره څه ويل نه غواړي خو دخپل وجود دننه يو اضطراب نيولی دي، اوله يوې تورې ويرې سره مخ دي .
 له هر چانه زیات پښتانه زلمي له دې نه ډیر اغېزمن شوي دي اوترډيره دجنګ قربانيان همدا دي نو له دې کبله هم په روانو حالاتو به دوي ډیر اندېښمن وي
ديو مغربي لیکوال په لیک کې مې لوستي ول چې، کله په يو قام بحراني حالات راشي نو دهغوي (ارټ) ادب وده کوي، مونږچې خپل ادبي تاریخ ته ګورو نو زمونږ غوره ادب او په ځانګړې توګه شعر ریښتیا هم په همداسې بحراني حالاتو کې وده کړې ده اوس چې بیا يوځل په پښتنو بحراني حلات راغلي دي نو زمونږ زلمو شاعرانو دخپل مسوليت اداکولو هڅې هم ګړندۍ کړي دي او دشعر له لارې دولسي شعور په بېدارۍ کې خپله ونډه اخيستې ده ،
ګلاب ګلاب لېمې رانه په سرو وینو کې وړې
میرات شي ، ځوانیمرګ شي ، مړ شې، جنګه ځوانيمرګه
(شررساپی)
شرنګولې په کوڅو کې د دې ښار دي زولنې ما
د پرهر له شوره کړي ، د فکرونو ترانې ما
(جلال امرخيل)
بیا دې په غاړه د بلا مرګونو پړه واخیسته
شاباس، په خپله بربادۍ کې دې حصه واخیسته
(مجيد قرار)
پر يو بدن دى ،که د هر غړي دى
که د زابل، که د خيبر درد دى
(حکمت سروش)
که لر غورځیږي که بر غورځیږي
بم مو د زړونو په سر غورځیږي
(نصرت الهام )
پاس مو پر اسمان د جنګ چورلکې ګرځېدلې
کلي کې خوره وه د مرګ وېره برايي شپه
(روما محمدي)
خپلې خولې مې د تڼــــاکو پښـو دوا نه شـــولې
ژوند تېرول راته د نـــوي دور ایجـاد ګرانــوي
(بختيار ځدران)
 نه دې آ مري نه دې ته مرې خېر مو غواړم
غم په خدای ددواړو لورو راسره دی
نورګل شفق
چې ښکاریدلی په کې نه دچا ظاهر او باطن
کاش چې دا زړونه مو ډبرې وی هندارې نه وی
(اتل افغان شنواری)


نن مې په شعر كې د حالاتو تقاضې راوړي
نن چې د ګل او د سپوږمۍ خبره نه كومه
(هجرت الله اختيار)


دوزه لسم کال دخپلې لنډې ماضي ټول کړاوونه په خپلې څولۍ کې له ځانه سره راوړي دي، دروانو حالاتو له امله دخپل راتلونکي په اړه هر دويم کس دشک ديو دخپلې سايې لاندې کړی دی چې ددوي راتلونکی به څه ډول وي، يوې لورې ته ددهشتګردۍ په نوم جنګ نړيوالو په عريزو سيمو کې دعامو خلکو پروړاندې له بې رحمۍ نه کار اخيستی دی نو بل لورې ته داوسني نظام په خلاف ولاړ خلک هم خپل ټول زور په درېمې طبقې ازمايې ، دا هغه حالات دي چې يقينا زمونږ دنن دور شاعر يې په اړه اندېښمن دی
پورته راوړل شوي شعرونه زما ددې خبرې پخلی کوي چې زمونږ دنن دور زلمي شاعران له حالاتو نه بې خبره نه دي ، په پښتني سيمه روانه لوبه کله هم ددې خلکو په ګټه نه ده او نه هم دوي په دې کې شريک دي بلکې له نورو خلکو له خوا پرې تپل شوې ده ، زمونږ هغه اولس چې دڅو کلونو خپل منځي جګړو ځپلي ودطالب حکومت ته هرکلی وکړ، خو چې هغوي دتمدن پښې وهل شروع کړې نو له هغې نه هم زړه توري شول، په دې دورو کې يې په ژبه او فکر بندېز لږېدلی و يواځې هغه څه ویل کېدلی شول چې بادار غوښتل،خو په دې شپو ورځو کې هم شاعرانو له خپلو هنرونو نه کار واخیسته
دزلميو شاعرانو شعر په دې ښه شو چې هنري بڼه يې خپله کړله هغه څه چې دوي يې په اړه اظهار نه شو کولی نو په هنري انداز د شعر په جامه کې خلکو ته وړاندې کړل چې په غېر مستيقمه توګه يې خپله وجیبه او فریضه ترسره کړله، که څه هم اوس داظهار له پاره لارې چارې شته دی خو اوس ستونزه داده چې يو لورې ته پړانګ دی او بل لورې ته ډانګ
دغې غیر يقيني صورت حال هم دنن دور شاعر په ذهني توګه اغېزمن کړی دی، ددوزه لسم کال شاعر په دې هڅه کې دی چې دخپل قام په راويښولو کې څه ډول رغنده رول ولوبوي، لکه څنګه چې پورته راوړل شوو شعرونو نه څرګنديږي ، دنن دور شاعر دهرڅه له مخه غواړي چې قامي شعور په خلکو کې وروزي نو ځکه مونږ دا ویلی شو چې له ډیرې دمې وروسته يوځل  بیا دنن دور په غزل کې دقام پالنې جذبه را پېدا شوې ده ،دنن دور شاعر غواړي چې ددې ټولو ستونزو او مشکلاتو په موجوديت کې بیا هم خپل قام يو بل ته رانزدې کړي زما په خیال په اوسنيو شرايطو کې دا يو غټ مسولیت دی چې زمونږ زلمي شاعران يې دترسره کولو هڅه کوي :
چــــې داستــــا دتصور سیوری پــرې راغی
خپــل تـــصویـــــر پـه ائینه کې رانه ورک شو
(عبدالرحمان عضري)
 له مينې به دي څنګه په ژوندوني اخلم لاس
وطنه! ستا بچى يمه پېغور راته ګوري
(بارکوال میاخیل)
څو به خپل وطن کې دپښتون په نوم زوريږمه؟
څو به په کابل کې په پښتو پوښتنه نه کوم ؟
(جلال امرخيل)
داسې يو دخوف طوفان رالوتی په وطن کې
نه غواړي څوک دلته اوس له ډاره زندګي
(انعام الله ګوهر)    
قلمونه پۀ رښتياليکلو ګونګ دي
 ترجیحات نور دي دښار داخبارونو
ګوهر وزیر
دلته دې خلكو نور څه زده
ماتول يې تش د زړه زده
(رفيق مهران)
په کلي کې ټوپکې ګرځوو یو پښتانه
په کور کې تلاوت د جنګنامې کوو اوس هم
(احسان الله درمل)
زه به دا په وینو سور تندی رب ته ښکاره کړمه
وګوره ویم ستا لار  کې وم تللی بیرته راغلمه
(سعدالله فطرت)
په دې شعرونو کې به تاسې دخپل زلمو شاعرانو فکري بلوغت او دروانو حلاتو په اړه دهغوي نظر او دفکر لېد لوری کتلی وي خو که له دې خبرو راتېر شو او دغزل فني خوا ته ځیر شو نو لکه څنګه چې دنن دور زلمي غزلګو شاعرانودخپل وخت انځورګري کړې ده او دخپل فکري بلوغت جواز يې وړاندې کړی نو که دنن دور دزلمو شاعرانوغزل ګورو نو په فني لحاظ يې هم دد نن دور نماينده ګرځولی دی زما په خیال لومړی دثور انقلاب او ورپسې ددوزرم کال نه راپه دېخوا پښتو غزل مسلسل دژبني بدلونونو سره مخ شوی دی که يو لورې ته نوي ژبني جوړښتونه په کې ترسترګو کېږي نوبل لورې ته دشعر کلاسيکي ژبه يې نوې او تازه کړې هم ده .
که يو شاعر دخپل دور او دخپل وخت په حالاتوغږیږي او دشعر موضوع يې ګرځوي نو مهمه نکته داده چې باید ژبه يې هم دنن دور وي استعارې او تشبیهات يې هم باید ددې دور وي او علامتونه يې هم بايد دنني دور وي، که يو شاعر داسې نوښت وکړي نو هغه به مونږ په هره معنی دخپل وخت نماينده شاعر ګڼلی شو،
له دې نه پرته هيڅ کله هم شاعر دخپل وخت انځورګري او نماينده ګي په بشپړه او مناسبه معنی نه شي کولی.
 زه چې کله هم دځوانو شاعرانو شعرونه لولم نو زیاتره وخت په کې له نويو ژبني جوړښتونو سره مخ کېږم، الوتکې، دزړه بم، دنظر زلزله، ځانمرګی. جاسوس، بريد. ټوپک.کابل. او دې ته ورته ځنې نور هغه لفظونه چې دي چې داوسنيو حالاتو انځورګري کوي


کابله اوس د ې هم په ځمکه باندې اور بليږي
کابله بيا دې غېږه هاغسې واورينه نه شوه


بختيار ساحل
په کلي کې ټوپکې ګرځوو یو پښتانه
په کور کې تلاوت د جنګنامې کوو اوس هم
احسان الله درمل


دانسان جامه کې پټ يوو  انسان نه يوو
ټوپک تورې يادوو ماشوم وېده کړو
نورګل شفق
   ددې شعرونو له راوړلو نه زما موخه یواځې دومره وه چې زه اشاره وکړم دې خبرې ته چې ددوه زره لسم کال دغزل شعر حقیقي ژوند ته نزدې شوی غواړي په هغه حقیقتونو له خلکو سره وغږيږي چې دی ورسره شپه او ورځ مخ يې ، دکوم څه یادونه چې دولس په ژبه وي نو شاعر هم په لاشعوري توګه يې تر اغېزې لاندې راځي ، ځکه چې دا هم دهمدې ټولنې وګړی دی ، دهمدې ټولنې سره نسلي او لساني اړيکې لري او دا چې ددوزره لسم کال شاعر له تنکی دی او دژبني نظام په جوړونې کې لا په خاپوړو دی نو ښکاره خبره ده چې یو شمېر توري او ترکیبونه به د اوریدونکي او لوستونکي په غوږونو درانه لږي او دا امکان هم شته چې لوستونکي يې دشعري لذت په مخکې خنډ وګڼي . خو ولې له دې حقیقته هم باید انکار ونه کړو چې همدا خاپوړې به سبا ددې وخت يوه نښه يي او لکه دشخصي ډآيرۍ په څیر به يې دشعري بهیر دتاریخ په کتابچه کې له ځانه سره ګرځوو.
زه داهم نه وایم چې ددوه زره لسم کال دغه شاعرانه رجحان دې خپل اوج ته رسېدلی وي بلکې زه دا بهیر دغزل په مزاج کې يوه نوې کیفیاتي شېبه وینم. او دا خبره دخپل شاعر په کیفیت پورې تړم چې تر کومه حده هغه ددې کیفیت او مزاج سره مل پاتې کيږي .
ما پورته چې کوم شعرونه راوړل زیاتره هغه ډول شعرونه وو چې دجنګ، ناامنۍ، ویرې، شک، ناورینونو، او بې وسۍ تصویرونو په کې خپل ځان ښکاره کوه دوه زره لسم کال داسې شاعران هم لري چې هغوي اوس هم په دې لوګي لوګي ماحول کې درومان سندرې وايي . سره له دې چې په تلویزونونو او راډيو ګانو کې همیشه د چاودنو او بمباریو ، دمرګونواو زنځيرونو خبرونه اوري خو دخپل ځوان او سرشاره تخیل پرمټ دبنګړو شرنګ يې غزل اوس هم لري، اوس هم دخپل لاشعور په ورکو جزیرو کې دکلي په خوا کې دزوړ چینار دګودر درنګین مازیګر نندارې کوي،
جلان، جاوید اوربل، بختیار ساحل،مصطفی باور،نادردانش، شېرمحمد حیدر، سردارولي څرک او داسې څو نور نومونه هغه زلمي شاعران دي چې په شاعرۍ کې يې خپل کلاسیکي روایت ژوندي ساتلي دي ، که ددارو رسن خبرې کوي نو دزلفو په ټالونو هم زانګي ، ددوي په شعرونو کې دانساني نفسیاتو راڼه انځورونه ترسترګو کيږي ددوي شاعري که څه هم په لاشعوري توګه دخپل وخت دخالاتو ترجماني کوي خو په شعوري توګه دوي په هغه فطري او طبعي غوښتنه کې اوس هم راګیر دي چې لکه د اوبو او ډوډۍ ورته انسان اړتیا لري ، چې دا ټول ددې خبرې ګواهي ورکوي چې ددوزره لسم کال غزل دیکسانیت له دایرو نه دوتلو په هڅه کې هم دی
خو که دا ټولې خبرې راټولې کړو او داسې ووایو چې دوه زره لسم کال په خپله جولۍ کې داسې تازه ګلونه راوړي دي چې هغه سبا دپاره تخم ثابتېدلی شي او دغزل پر زمکه ترې دښې کروندې توقعو کېدلی شي زه په دې لیکنه کې يواځې ديو څو هغه شاعرانو نومونه راوړم چې زه پرې دا دعوه پر سر اخلم چې دغزل دپالنې وړتیاوې په کې ترسترګو کيږي
تر ټولو لومړی ددغه صف نوم زه اتل افغان یادوم ، ښاغلی اتل افغان که څه هم شاعري له څو کالو راهيسي کوي خو نن چې زه دهغه غزل ته ځیر يم نو ماته ديو نوي شعري قوت نمونه يې په غزل کې له ورایه ښکاريږي ،
هجرت الله اختیاربیا له هغه زلمو نه دی چې شاعري کمه کوي خو په تول يې پوره کوي دښاغلي اختیار شاعر چې تر ټولو اهمه موضوع يې دخپل وجود دمعرفت دورکو لارو پېدا کول دي داضطرابیت او ناکرارۍ داسې ګرداب دی چې ددې زلمي ناکرار طبیعیت په کې واضح دی او که ووایم چې دکمې شاعرۍ باوجود يې هم دځانګړتیا هڅه کړې ده نو ګرم به نه يم
سعدالله فطرت که څه هم په ادبي ډلو کې به يې ډير شهرت نه وي تر لاسه کړی خو دغزل سندریزه ژبه يې دومره له اثره ډکه ده چې لرې نه ده په روان شعري بهیر کې دخپل وجود داثبات جواز راوړي
ښاغلی جلال امرخیل بیا دا خوبي لري چې کله خو دهغه غزل دخپل کلاسيک سره داسې مظبوطه رشته ټينګه کړي چې مونږ يې دده دتخلیقي سفر دپیل دپاره ديو بنیاد په معنا ګڼلی شو، خو ولې ځنې وخت دنوښت په شوق کې هغه داسې بې لارې او سرشاره شي چې په دې نابلده غږ کې هم مونږ خواږه او رنګيني محسوسوو، ښه ښایسته شعري او غزلیزه ژبه لري غزل يې که څه هم دا مهال ديو رنګ په ځای دشعري رنګونو ګلدسته ښکاري خو دریاضت چېله به يې دې ته پام راواړوي چې څنګه فکري مستقل مزاجي خپله کړي او دابه هغه څه وي چې له وسه به هغه دراتلونکي دپاره يوه حواله وګرځي.
ښاغلی سعید زابلی که څه هم له عمره پوخ دی او امکان زما ددې لیکنې دعنوان له ټاکل شوې کال حواله به نه وي خو ولې زه يې په دې هم دلته ذکر کول ضروري ګڼم چې هغه داوسمهال شعري بهیر یو ژوندی ، تازه ، سنجیده او باشعوره غږ دی او ددې روان بهیر زلمي ترې دا رنګ هم اخیستلی شي چې څنګه خپل تخلیق دوخت له غوښتنو سره هم آهنګ کړي
مجید قرار هم ددې قافلې یو غړی دی چې دغزل په ژبه دوخت دزړه خبرې کوي دښاغلي قرار غزل دخپلو حالاتو ترجماني هم کوي او دمینو زړونو دزړه درزا ته يې هم غوږ ايښی دی ، غزل لیکي او ښه ډير يې لیکي که څه هم دغه بیړنی تګ چې هغه یې دغزل په سخته لاره کوي کله کله يې دغزل خواږه کمزوري کړي خو ولې همدا زیاته شاعري کول يې دریاضت له پاره یوه غوره لاره ده چې دغزل رنګ يې پرې پوخ کېدلی شي، زه يې یواځې له یو شي څخه ویره لرم چې کله کله يې دغزل ژبه هم دومره سپوره شي چې دغزل پر ځای دیوې سیاسې غونډې داعلاميې ګومان پرې کيږي که ښاغلی قرار همدا کار دهنر په جامه کې وکړي نو هم به يې خپل هغه مسولیت چې دیو لیکوال په حیث يې د ټولنې پر وړاندې لري پوره کړی وي او هم به يې دغزل دنازک وجود او مزاج سره هم انصاف کړی وي
سید جیلاني جلان چې دخپلې لومړۍ شعري ټولګې سره يې دخپل شعري وجود جواز راوړی دی دغزل له رموز سره اشنا دی او دغزل دخوږلت له پاره يې دژبني جوړښتونو او شعري هنرونو څخه کار اخیستی دی دګلپاڼو اټن کې داسې بريښي چې غزل ته دخپلې ژبې دځانګړي کولو په هڅه کې دی هلته شعري ترکیبونه سمبولونه او ځنې کلیوال انځورنه دده په خپل تخلیقي ذهن او شاعرانه تخیل دلالت کوي خو وروسته يې په مزه مزه خپله زړه لاره پرېښې ده او سادګي او لغړ روماني اظهار پرې غلبه کړې ده چې زه هیله لرم خپله لومړۍ پېل کړې لاره به نه پريږدي او په هم هغې لاره به دپرمختګ نوي نوي خوبه ګوري
جاوید اوربل مخکې هم ما یاد کړ او ځکه په بیا بیا زما دذهن دروازه ډبوي چې دهغه دغزل ساده ګي دیو اوریدونکي او لوستونکي په حیث ماته خوند راکړی دی او زما زړه کې یې ځای کړی دی ، که څه هم داسې ډيرې پخې پخې خبرې به یې نه وي زده خو په ساده ګۍ کې يې دومره خوند دی چې سړی په دې اړ کوي چې یو ځل ورته غوږ کښېدي داوربل په غزل کې هم ماته داسې اثرات ښکاري چې په فطري توګه یې مزاج له غزل سره جوړ دی او که خپل سفر يې همداسې جاري وساته نو دیو غزل ګو تمه ترې کېدلی شي.
حیات الله وړ په زلمو شاعرانو کې بل هغه نوم دی چې ګمان کوم دهغه دراتلونکي په اړه به سړی په شک او ترديد کې ځکه نه وي چې هغه همدا اوس مهال هم دپوخ شعر څښتن دی اوس هم دهغه غزل په پوره مانا دغزل دغوښتنو پاندې پوره دی هم فکري پراختیالري او هم معنوي وسعت هم دغزل دهنر رنګ لري اوهم دادبي جمالیاتو نه برخمن دی
احسان الله درمل که څه هم شاعري لږه کوي خوښه يې کوي په توله يې پوره کوي دشعر لفظي ښکلاو ته پام کوي او په همدې ریاضت هم کوي داچې ښاغلي درمل همدې خوا ته ډيره پاملرنه کړې ده او په دې برخه کې دخپل معاصر شعر نه استفاده کوي او یا هم دخپل کلاسيکي شاعرانو نه جایزه ګټه اخلي کله کله پرې داسې ګمان کيږي لکه يو ترکاڼ چې په زوړ لرګي کې نوې نوې ګلان جوړوي او زړې کړکۍ یا المارۍ ته نوې بڼه ورکوي چې دایې دخپل کلاسیک سره دذهني تړون یوه غمازي ده او دخپل کلاسيکي رنګ دپالولو شوق لري چې همدا سوچ به يې دخپل شعري روایت امين کړي
داسې هم نه ده چې ګوندې مونږ دې په دې لسيزه کې بې شماره دغزل شاعران ولرو یا دې هغومره شمار کې زلمي ولرو چې له ټولو دې دغزل د راتلونکي په اړه توقعات ولرو ما چې کوم شاعران دلته یاد کړل زه ددوي په شعرونو کې داسې نښې نښانې وينم چې ددې زیات امکان دی چې دغزل دمیدان يو څو نومونه به شي خو بیا هم دا ددوي دهڅې دریاضت اوشعر ته په ارزښت دقایل کېدو په صورت کې ممکن دي .