دشهیدسیدمیرویس سیدزی دکورنۍ لخوادمننې پیغام

د لراوبر اداره | فبروري 21st, 2012


د1390 کال دکب یاحوت دوهمه د2012 کال د فبروری 21
یروسل ښار ـ بلجیم


ډیرو ګرانو افغانانو، دوستانو، وروڼو اوخویندو!
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته واما بعد


لکه څنګه چه خبریاست دروان 1390 لمریز کال دمرغومی یا جدی په دوهمه، چه دمیلادی 2012 کال دډسمبر له 22 مې سره سمون لری،داوکراین جمهوریت دادیسې په ښارکې مېشت افغان، دسیدزی دکورنۍ غړۍ، افغان ځوان فرهنګی شخصیت، فرهنګیال اوفرهنګپال ،دافغانانوپه غم اوښادیوکې شریک ځوان، ارواښاد سیدمیرویس سیدزۍ ، پداسې حال کې چه له کوره دخپل سوداګریزدفتر په لورروان وو، په یوه غمناکه ټرافیکی پېښه کې شهیدسو. قالوانالله واناالیه راجعون


دده دشهادت دهماغه لومړۍ ګړۍ څخه بیا ترپایه ټولودوستانوپه بیلابیلو هیوادونو اوګران افغانستان په دننه کې په پوره اندازه داسې غمشریکی وکړه چه احسان به یی په تلپاتی توګه زموږد کورنۍ لپاره احساس وی. الله تعالی دې یی اجرټولو ته ورکړی.
هرڅوک چه دده له شهادته خبرشویدۍ، له خپلو امکاناتو اولاسرسیو سره یی پدې غمشریکۍ کې برخه اخیستې ده. ځینې دوستان اوملګری داوکراین جمهوریت دادیسې ښارته مخامخ ځانونه ورسول، ځینو بیا ځانونه کابل ته ورسول ترڅو دجنازې اوترهغې وروسته مراسموکې برخه واخلی. ځینو دوستانو خو حتی دغمشریکۍ لپاره خپل سفر بیرته تر ادیسې وغزاوه.
په عین وخت کې افغانی ویبپاڼواو هغودوستانوچه انټرنټ ته لاسرسی درلود، په ښه، پرېمانه اوپروخت دغمشریکۍ پیغامونه ولیکل. دهمدې پیغامونو له برکته دشهید میرویس دشخصیت، استعداد،مړانې، دوستۍ، افغان انسان اوافغانستان ته دوفادارۍ اوخدمت احساس اونېکو اخلاقواو افغانی اویسلامی سلوک سپړنه وسوه. اودهمدې غمشریکیو له برکته نن شهید سیدمیرویس سیدزۍ په تېره بیا دجلاوطنه افغانانو په منځ کې دبوې مثبتې بېلګې او سمبول په څېر مطرح او ځلیږی.
که څه هم دارواښادمیرویس سیدزی شهادت زموږدکورنۍ لپاره یوه سترغم اونه هیریدونکۍ ماتم دۍ، خو ددوستانو، یارانو، آشنایانو اوګرانو افغانانونه هیریدونکې غمشریکۍ، چه ترهمدااوسه لادوام لری،زموږدا غم رانیم کړ. خدای موخوشاله لره!
دې غمشریکیوموږټولوته داڅرګنده کړه چه داشهید دټولوشهیداوداضایعه اوتشه
دټولولپاره نه جبرانیدونکې ده. ځکه همدومره چه زموږکورنۍ دده دنه شتون احساس وکۍ اولاتراوسه هم لا دویراوغمه نه یووتلی، له دې نه لازیات ګرانو افغانانودده تشه احساس کړې اوویرپرکوی.
همداسې چه دشهیدمیرویس ژوندیولوی درس اولوست دی، په همغې اندازه دده شهادت هم دزده کړې لپاره ډیرغنی دۍ .
زه له وخته په ګټه اخیستو، دشهیدسیدمیرویس دکورنۍ په استازیتوب، له ټولو ګرانوافغانانو، ملګرو، یارانو، آشنایانو، خوندو او وروڼو څخه چه په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه یی زموږله کورنۍ سره پدې سترماتم کې برخه اخیستې او غمشریکی یی کړېده، دزړه له کومې مننه کوم. لوی څښتن تعالی دې ددوی د دغو نه هیریدونکو زحمتونو او غمشریکیو اجراوثواب ورکړی. او الله تعالی دې موږ ټول دباقی غمو وساتی. آمین
له هغودوستانو ځانګړې مننه کوو چه دهیواددننه په کابل، ننګرهار، هرات اوبلخ ولایتونو کې یی پدې غمشریکۍ کې مخامخ برخه اخیستې وه.
ځانګړې مننه له هغودوستانو کوو چه له هیواده بهر په اوکراین جمهوریت او په ځانګړې توګه دادیسی په ښار،اوهمدارنګه په اتریش، بلجیم، سویډن، انګلستان، دامریکا په متحده ایالتونو، دچین په جمهوریت او روسیی فدرافیف جمهوریت کې یی په مخامخه توګه پدی غمشریکیو، فاتحو او دقرآن کریم په ختمونو کې یی برخه اخیستې ده.
ځانګړې مننه د بینوا او ټول افغان دښکلو ملی ویبپاڼو له چلوونکواو کاری ټیمونو څخه کوو چه پروخت یی دپیغامونو اوخبرتیاووله لاری ګران افغانان شیبه په شېبه په جربان کې اچول.
دلروبرد ملی اوښکلې ویبپانې دامتیازخاونداوچلوونکی ګران عبدالله احسان اود دوی له کاری ټیم څخه ځانګړې مننه کوو چه دشهیدمیرویس دشهادت له لومړۍ شبیې بیاتراوسه یی دغمشریکیو ترڅنګ شېبه په شېبه لیکلی، تصویری، ږغیږاوویډیویی خبرتیاوې، پیغامونه ،معلومات اوراپورونه بېله ځنډه ګرانو افغانانوته رسولی دی. آن تر دې چه دلاښه معلوماتو دوړاندې کولو په موخه یی داوکراین جمهوریت دایسې ښار او کابل ته خپل دکاری ټیم غړی اواستازی په بیړنۍ توګه واستول. اوتقریبا دجنازې اوټولو فاتحواوختمونو راپورونه یی په مخامخ ډول رسولی دی.
په تیره بیا له هالنډڅخه کابل ته دلروبرداستول سوی همکاراو استازی، ګران نذیراحمد، نه ستړې کیدونکی هلې ځلې دیادولووړبولو.


په پای کې یوځل بیا له ټولو مننه.
لوی څښتن تعالی مو په خپل امان کې وساته. آمین


په افغانی اوپښتنی مینه او درنښت
دشهیدسیدمیرویس سیدزی دکورنۍ لخوا
د ارواښاد سيدزي په اړه نور معلومات پر دې پته ولولئ http://larawbar.com/details.php?id=29813

Copyright Larawbar 2007-2024