کور / خبرتیا او پيغامونه / په کويټه کي د خاټول ګل مشاعره جوړيږي

په کويټه کي د خاټول ګل مشاعره جوړيږي

د “پښتو ادبي غورځنګ کوټې” له خوا د پسرلي په مناسبت د “خاټول ګل” تر نامه لاندې يوه درنه او پرتمينه مشاعره کېدونکې ده، له ټولو پښتنو شاعرانو- په تېره د سوهېلي پښتونخوا د هرې سيمې له شاعرانو څخه په ډېر درنښت هيله کوو، چي له موږ سره دې مشاعره کې ګډون وکړي او د “د خاټول ګل مشاعره” د سمسور پسرلي غوندې سمسوره، ښکلې او درنه کړي.


د يادونې وړ ده چي په کوټه کې د “پښتو ادبي غورځنګ” له خوا په لومړي ځل “د خاټول ګل” تر نامه لاندې پسرلنۍ مشاعره کېږي او دا د ګل مشاعره د هغو مشاعرو د لړۍ يوه کړۍ ده، چي د پسرلي په راتګ سره يې پيل د ننګرهار ولايت له مرکز جلال اباده کېږي، هلته هر کال “نارنج ګل مشاعره” کېږي، ورپسې په لوګر کې “سنځل ګل”، د زابل په مرکز کلات کې “بادام ګل” او په کندهار کې “انار ګل مشاعره” کېږي، نو موږ هم وپتېيله، چي د لرو او برو پښتنو ادبي هڅو ته په پام سره مو د يوۀ فکري وحدت له مخې په کوټه کې دا ځل “د خاټول ګل مشاعرې” د جوړولو تابيا وکړه.


دا مشاعره راتلونکې يکشنبه د مارچ پر دېرشمه نېټه، سهار پر نهه بجې د کوټې د عدالت روډ د پريس کلب په لوى تالار کې کېدونکې ده، نو ګډون راسره پکې وکړئ .


د معلوماتو لپاره پر دې نمره زنګ ووهئ


00923009388150