کور / شعر / د همیشه د پاره زما یی؟

د همیشه د پاره زما یی؟

هغې چي به کله زما سره لیدل
هر ځل به یی
په ډیره معصومانه لهجه او انداز
زما څخه یوه پوښتنه کوله
چی ایا ته خوبه د همیشه د پاره زما یی؟
ما به هم هر ځل د هغی چهره لمسول او
قسم به می اخستی
مګر کاشکی !!!
ما هم د هغی څخه صرف یو ځل پوښتلی وای
چی ایا ته هم د همیشه د پاره زما یی؟