کور / کره کتنه / ناروې افغانان:ولسمشره پر موږ ورحمېږه!

ناروې افغانان:ولسمشره پر موږ ورحمېږه!

دافغانستان د اسلامي جمهریت جمهور رئیس محترم حامد کرزئ صیب


 السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته


ولسمشره دلته په ناروی کښې تقریبا۲۰۰۰ افغان مهاجر اوسیږو هر افغان خپله ځمکه او پټې ګرو کړی، چا په سود او هم چا په نیټو په زرهاوو ډالر قرض راخیستی او په ډیر تکلیف او مشکلاتو تر ناروی ځان رارسولای په دی امید چه دلته خواری او غریبی وکړی دغه هر افغان چه دلته راغلې د دوی ټوله فایده افغانستان ته رسیږی د هر یو افغان سره یو فامیل د غربت څخه خلاصیږی او د فامیل کشرانو ته د تعلیم زمینه برابره وی نه تنها په افغانستان کښې کشرانو ته د تعلیم زمینه مساعده کوی بلکې پخپله هم د کار تر څنګ تعلیم کولای شې خو متاسفانه ستاسو د ځینو وزیرانو فیصلو دغه د کار او تعلیم موقع چه مونږ دلته په ناروی کښې درلوده هغه يې را څخه واخیسته او لګیا ده اخستل کیږی .


د مثال په ډول په۲۱/۱۱/۲۰۱۱ تاریخ د ډاکټر جواهر انوری په نوم د افغان مهاجرینو وزیر ناروی ته راغلی وو او د ناروی سره یې داسې خط لاسلیک کړی چه هر پناه غوښتونکی د ناروی څخه باید افغانستان ته بیرته واستول شې که دا افغانان بیرته در واستول شې نو دغه چه نن دلته د کار او تعلیم موقع مونږ ته مساعده ده نو دغه کار او تعلیم دواړه په افغانستان کښې ناممکنه ده دلته د افغانانو کیسونو ته درواغ او د شک په نظر ګوری او اکثرو ته بیا دا وایې باوجود چه ته افغانستان کښې مشکل لری خو ته کولای شې چه په کابل کښې ژوند وکړی د افغانانو اقتصادی حالت دی ته نه دی جوګه چه په کابل کښې په ۱۰۰۰ یا ۲۰۰۰ ډالرو کرایه په کور کښې اوسیږی .


په شورع کښې دلته فی افغان ته د یوې میاشتی تقریبآ۵۵۰ امریکایی ډالر ورکوی کار، تعلیم، ډاکټر او د انسانی ژوند اوسیدلو ټول حقوق لری لیکن هر هغه افغان ته چه دوه منفی ځوابه ورکړل شې د هغه دپاره بیا پورتنی حقوق نشته او دغه ټول ستاسو د دولت ځینو وزیرانو د فیصلو په وجه پورتنی حقوق زمونږ را کم کړی لکه د کار، تعلیم، ډاکټر او داسې نور حق نه لری او دا هم ورته وئیل کیږی چه هر وخت پولیس کولای شې تاسو بیرته افغانستان ته واستوي نو دغه افغان چه په زرهاوو ډالر یې قرضه کړې بیرته افغانستان ته در واستول شې دغسې اشخاص به څنګه دغه قرضه خلاصوې؟


دغه د افغان مهاجرینو رئیس چه ناروی ته راغلی وو او داسې خط لاسلیک کوی باید پاکستان ته تللی وای او د هغه افغان مهاجرینو د بیرته راستنولو کوشش یې کړای وای چه هره ورځ د پاکستانی پولیسو له لوری نیول کیږی، ځورول کیږی او روپی ترینه اخیستل کیږی او یا هم ایران ته تللی وای او زمونږ هغه افغانان وروڼه یې بیرته افغانستان ته راوستلی وای چه د ایرن د پولیسو د لاسه ربړول کیږی، د ایرن جیلونه پری ډک دی او هره ورځ په دار راځړول کیږی اول دی پاکستان او ایران کښې چه کوم افغان مهاجرین دی هغوی دی بیرته افغانستان ته ستانه کړی او په افغانستان کښې دی ورته د کار او تعلیم موقعی مساعده کړی .


د کله نه چه د افغان مهاجرینو رئیس راغلی او د افغانانو بیرته د لیږدولو خط یې لاسلیک کړی نو د افغانانو د بیرته د لیږدولو بهیر ډیر سرعت موندلی له بلې خوا بیا افغان سفارت وایې چه نه مونږ داسې کوم خط نه دی لاسلیک کړی چه په زوره دی افغانان بیرته واستوي که داسې وي نو بیا په تیره یوه میاشت کښې تقریبا ۱۹ افغانان په زوره دراستول شوي نو بیا تاسو ولي ورته ښه راغلاست وایې؟


هغه کسان چه غیری قانوني او په زوره دراستول کیږی تاسو ولي بیرته (ناروی)نه رالیږی؟


ولسمشره تاسو د دی ځای د حاله نه یې خبر دلته په لسګونه افغانانو بیرته افغانستان ته د لیږدولو له ډاره  خپل دین پریښودی او عیسویت یې اختیار کړی د الله (ج) نه بعد ستاسو نه بیغیر بله دروازه مو نشته، بل څوک مو نشته چه زمونږ اواز واوری ولسمشره د افغانانو په حال ورحمیږه دغه د کار او تعلیم موقع چه په ناروی کښې افغان مهاجرینو ته په لاس ورغلی ستاسو د ځینو وزیرانو په لوی لاس زمونږ نه اخستل کیږی .


د غربت نه د وتلو دغه لار په مونږ مه راتړی ډیره موده پس زمونږ ګتو ته د قلم اوچتولو موقع په لاس راغلی مونږ نه دغه د قلم اخستلو کوشش مه کوی ستاسو بچې ستاسو د نیک اقدام په هیله