د پښتنو غوندې ورور یې وه واژه ځان یې وژغوره
د پښتنو غوندې ورور یې وه واژه ځان یې وژغوره د ژوو په هکله ډک شوی مستند فلم د کاناډا شمالي سیمه ښووه.طبیعت دځمکې مخ پر یوزنګون واورې پوښلې وه.له وجې یې د څارویو رزق ستر او د ځناورو روزې په ډاګه شوې وه. د شنه اسمان لاندې د لمر د زرینو وړانګو په ځلا کې د ځمکې پر سپین مخ یوه ډله توربخون ببر په غوښو پټ صحرائي غواوې (غژګاو) چې په استوارو ګامو او دمه وړي خوځښت یې د واوورینې بدیا سکوت د لوږي په وجه مات کړی وه د ګیاوو لټون پسې سرونه ښکته اچولي او د وچو ډنډرو په لیدو به یې ژبه ويسته،لېکن خوله به یی له واورو ډکه شوه. فطرت به دوي د يووازې څروبدنې پرځای پرډله ایزې هغې پدې وجه قانع کړي وې چې د خطر وخت کې به یوه د بل مرسته شي.
که په ګډ څر کې خواړه لږ مومي، سرونه خو به نه بایلي. دهمجنسو مخلوقاتو ترمنځ د وحدت او یو موټي والې ژمنې او تړونونه هاغه وخت بریالي خېږي چې ېووالې یې د تکتکیک نه بلکې دهدف په موخه وي. څارویو د ساعتو نو واټن په مزل سره هوارې،ځوړې،غرونه رغونه تر شاه پرېښوول، لېکن مخه یې همغه شان دسترګو دڅار پورې تکه سپینه وه.ځینې وخت به ستړیا دمرا ستۍ ته اړاېستل، په ولاړي به پنډ شوه او یو څوبه یې غاړې سره وسولولې.د لنډې دمې وروسته به بیا په زنګېدلې حالت وخوځېدل.په وروستي ځل چې دمه شول د سړو لامله یی د بدن وېښتان داغزيوغوندي نیغ شوي وه، د بې شومېتوب په سبب یې غوږونه ځوړ او د سترګو پشتونه ژر سره ورغلل تابه وې چې په ولاړي خوب وړي.
ښایې دهغوی ذهن به د دوو بېرحمه څرۍ غلیمانو (لوږه ،ساړه) په چار کې ډوب وه. لا قدمونه یې اوچت کړي نه وه چې یو ناڅاپه یې د لېوانو په غپاوو زړونو په درزا، غوږونه څک سترګې خلاصې او وربوزونه یی همغې لوریته کاږه شول. د ګردلې وږې اوعذاب وژنکي لېوان لکه شمال غوندې په یوه شېبه کې په غپېدو ورورسېدل.اود روزل شوو پوځیانو په شان یې د منځ او مسافې په پام کې نيولو سره د بې آزارو،معصومو او دڅو ورځو د نهارو څارویو،نه چارپير شول. په پیل کې غویان د جګړه ایز حالت له حکم سره سم داسي دائره وي بڼه ونیوله چې شاه ګانې یې د دائرې په مرکز او سرونه یې په قطر کې لېوانو ته مخامخ شول.ځناورو په اوږدو داړو او دخولې په بوینو تپونو اوغپاوو د محاصرې کړۍ تنګه وله،په مقابل کې غویانو د مخکنیو پښو په آړم کولو او د ښکرو په اچولو به یې هغوي په څټ کول. د ژغورنې ګډ دریز،د پېښې په آړه سهې غبرګون اوعملي اقدام څخه یې ما وانګېرله چې غواوې به له صوبې روغې رمټې ووځي.
د مرګ کومې ته لوېدلو څارویو نه د ژوند غوښنته همدا شان کېده. که لېوان د ستومانۍ، بې وسۍ،ټپي کېدو او یا د کوم بل لامل له وجي وتښتي،نو زیان به یې داوي چې نس یې ډک نشوای کړای،لاړ به شي د کوم بل معصوم حیوان په غوښو به ځان موړ کړي. لیکن دوی ته تېښته عیناً مرګ ده. د دواړو ترمنځ دحملې او دفاع ځورونکي حالت اوږد شو.د ډېر ښکراچولو نه غواوې بې خوند ښکارېدې،دېته ورته په یونفس دغپېدو او داړو پيخېدو له لامله د لېوانو له خولو ځږ ونه سر وه، ان ځيني خو یې له ډلي وتي او لکۍ یې پرخمکې ورپسې څښېدي.وضعې ګواهې کوله که لږ شېبه نور څاوري لکۍ نیغې اوککرې وښوروي نو غلیمان به یې شرمېدلې په شا سي.خو دا ګواهې لوړ اوغټ غوایی په بې موجبه تېښتې دروغ کړ ه .
د سر غوايې پسې نورو هم هه کړل.د هغوی په ډارنو منډو لېوان زړه ور شول میدان پرې اېښو هغو هم مخ وروا ړه وه، څه یې پاتو جنګېدونکو غویو باندې ودانګل او څه یی په تېښتدلو پسې شول.له یوې شېبې منډې روسته یوڅخوندر له ځغاستې ولوېده پنځه شپږ لېوانو پرې انډوخرجوړ کړ.څټ ستوني اوخيټه یې په ولاړي شړانګې شړانګې شوه. ترڅنګ یې بل په ځان باندي غویی دبلې ډلګۍ دحملې لاندي راغی خوهغه په خېزکو او هرلورته د ښکرو په غورځولو د ځان کلکه دفاع کوله.د شاته پاتې ایثار شووغویانو نه یو بل هم دجګړې،نه تېښته مېړانه وګڼله.د یووازني جنګېدونکې ملګري څنګ ته چې ورسېد له وېرې یی لېوان په شا شول،خو دې نسب دښمنه د یوقدم لنډي لارې په سبب یې په ټول قوت خپل ملګری په ښکرو کې اوچت دمنډ په خواه کې وويشته او ځان یې وېسته. ترهغه چې دې بل د اوچتېدو په هېله پېښې راغونډه ولې لېوان پرې توی شوه په ډډه او خېټه یې وربوزونه ورننوېستل.
له ځان سره مې وویل ډارنه کوم لېوه دې که په همدې ګذار په ښکروکې اوچت کړي وه له درده به دلېوه قولکو بېدیا لړزه ولې وه او موجود لېوانو به له وېرې په هواکې ځغستل. ممکن چې دایی نسلي ډار او دغویانو ابدي زړه ورتیا ګرځېدلې وه،نن خو مو د خپلو ملګرو د ژوند په بیه ځانونه وژغورل ضرور به سبا د تاسو ورته انجام وي. په فلم کې دغویانو کوچېدنه، ګډ یون ،د حملې په وخت کې د ټولو سم لاسي غبرګون،د پېښې په وخت کې د ورور په مړي ختنه،دپښتنو له اوسنۍ غمیزې سره ېوازنې توپیر یې پدې کې لره چې غویان د واورې ورښت پسې اخستي وي خو پښتانه د بمونواورېهاوو .
د ۱۳۵۸کال د بی بی سي په تلویزونې راپورتاژ کې چې دهغه وخت د ماشومې شربت ګلې کورنې له نور پښتنو سره یو ځاې کور او کلې په سوړ ژمې کې د بم اورۍ له وجې پرېږدي او په ګډ کاروان کې په واورو پوښل شووغرو رغو پېښور ته تښتې. کاروان یی د لارې په اوږدو کې دوه،درې پلاه د رژیم او ېرغلګر شوروي پوځ د الوتکو د ښکار نښه ګرځي چې لامله یې څه کسان ټپیان او څه وژل کېږي.پاتې ژوندي په ډېر کړاوونه سره چې لوږې او سړو يې زور او قوت زبېښلې،خو د الوتکو وېرې ستوماني او لوږه پرې هېرې کړې وې.
دسر بچتولو په تمه د پېښور په لور پېښې سپکوی. شلېدلي کاروان د اونېو له مزله روسته لالهنده یو په بل پسې دکچه ګړۍ پنډ غالي ته رسیږي. دمرګ له کومي راتښتېدلي هلته بیا یو د بل په لېدو خوشالیږي او د همزله کسانو په اړه پوښتې.له مرګه یو چانس راوړي وایئ موږ خو د کاروان په سر کې ؤ په لومړۍ بم اورۍ کې مو د ۳تنو د جنازو غوښې په لاسو راټولې کړې او ۶تنه ټپان چې د تګ نه وه په هغه لوی کلې کې یو داکتر پیداشو پر زخمو یې پټۍ ورولږولې اوهلته پاتې شول رېښتیا پرون مې زرین اکا ولید ویلئ چې درې کلن ماشوم زوی او بډا پلار مې د یخنۍ لامله په لاره کې خاوروته وسپارل. تاسې خو په خېر راورسېدۍ؟ نه چېرې! دلته نژدې کې پرموږ ستره ټکه راولوېده،اخري کوتل ته بيخي رسېدلي ؤ چې په هوا کې د طیارو غر شو ترهغه کمره ته پنا کېدو بمونه یې واچول يو مې ځوان زوی ،دوه ورېرونه، او بډۍ ګاوندۍ مو په کې شهیدان شول.
له همغه کال راهيسې د سرکارلخوا د پښتنو پر سمېو بم اورۍ لکه د پسرلي موسمي ورښت ګرځېدلې.نو ځکه د تېښتې د کاروانو لړۍ د نیل د سیند په شان اوږده شوه. د مزل په پړاو کې دغویانو ترمینځ بېلېدنه او خپل وژنه هاغه ګړي وشوه چې مرګ یې بڼو ته ورسېد. خو پښتانه په پېښور کې له احتمالي مرګ نه بچ وه،د اعلی او اشرافي ژوند د موندو په سر تيت او یو دبل د وینو سوداګر شول. پښتونولي،ورورولي،د لارې ملګري دمنډي متاع شوه.مرګ لیدلي به پر ځان خبر نه وه چې څو پلا او څو ځایه پلورل شوی.هرچالاکه اومکار کس به د وږو.تږو او بې سرپناه قومیانو لست لیکه په زړه سپین پښتانه به یې پدې تېراېستل چې موږ تاستو ته له خېره موسسو خوراکي توکي راباسو.ځانو نه به یی څارګرو شبکو ته قوماندانان او هغوی به یې خپل مهاجرین او مجاهدین وښوول مرستې به یې وېستي له ګاوه یو غدود به یې پري ووېشه نور به یې په بازاکې وپلورلې ځانو ته به یې د زینتي او هوسي څیزونو نغده پرې برابره کړه. اوس د ثروت او قدرت هوسیان دومره لېوني شوي چې انسانې حرمت اسلا مې کرامت او د پښتونولي وحدت د ژوند اسباب ګڼي. که څوک د دوی دګټو او خوند سبب شې نو اعلی انسانو مومن مسلمان او مېړني پښتون دی، که نو د غویانو په څېریې غلیم ته په ډګر کې ېوازې پرېږدي او په مړي یی ټوپ وهي، کورني او بهرهني قاتلانو ورشکاري هغوی یې هم پخپله وژنې او هم یې پرسپيو داړي او دې ښې شېبو د تېرېدولپاره یې جنازې د هندوانو په شان سوځوي چې د لمدو غوښوجغهار ته يې په کړس کړس وخاندي .
محمد نقیب تره خیل ۲۰۱۱-۱۲-۱۶