کور / تازه خبرونه / دوچاودنوپوليسواو ولسۍ وګړوته مرګژوبله واړوله

دوچاودنوپوليسواو ولسۍ وګړوته مرګژوبله واړوله

هلمند ۷-۰۱-۱۳۸۷
دهلمندولايت ددوولسواليوڅخه د چاودونوراپورونه ترلاسه سوى چى ددغه ولايت دامنيه قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال په وينا چى په يوه چاودنه كى پوليسوته مرګژوبله اوښتى اوبله چاودنه پر ولسۍ وګړوباندى سوى چى تردامهاله يي دمرګژوبلى په اړه معلومات نه لرله .


لومړى چاودنه دګرشك ولسوالۍ دبريښنا  بندته څيرمه دنهوبجوپرشاوخوا دپوليسوپر موټر ترسره سوى چى دامنيه قومندان په وينا په دغه چاودنه كى يوپوليس وژل سوى اودوه نور ژوبل سوى نوموړى وويل چى چاودنه دريمونټ كنترول ماين په واسطه رامنځته سوى ده زياته كړه چى چاودنه هغه مهال رامنځته سوه كله چى پوليس دګزمى په حال كى وه انډيوال وويل چى سيمى ته موپوليس دڅيړنى لپاره استولى ولى په دى تړاو يي تردامهاله څوك نه دى نيولۍ .


خودوسلوالوطالبانوويندويانوهم تردادمه دګرشك ولسوالى چاودنه په غاړه نه ده اخيستى اونه هم كومى بلى ډلى پرغاړه اخيستى .


اوديوبل خبر له مخى نن سهار دمارجه په ولسوالۍ كى په يو ميله ځاى كى هم يوه چاودنه سوى چى په سيمه كى دپوليسويوتن چى دنوم نه ښودولوپه شرط يي وويل چى په دغه چاودنه كى د يوه پوليس ترڅنګ دوه تنه عام وګړى وژل سوى اوزيات شمير ژوبل سوى چى ددپه وينا شميره يي نه سوه معلومه نومړى داهم وويل چى درى موټران هم زيانمن سوى خوولى  امنيه قوماندان انډيوال بيا وويل چى چاودنه هغه مهال رامنځته سوه كله چى په ميله ځاى كى ولسۍ وګړى دشيانورانيولو اوپلورولو باندى بخوت وه خونوموړى زياته كړه چى په دغه چاودنه كى پوليسوته زيان نه دى رسيدلى ولى دولسۍ وګړودمرګ ژوبلى په اړه تردى دمه معلومات نلرو .


خوددغى چاودنى پړه هم دراپورتر بشپړيدوپورى كومى ډلى پر غاړه نه ده اخيستى .


 دوسلوالوطالبانووياندقاري يوسف احمدى ديوناڅرګندځاى څخه دټيلفون په ليكه كى وويل چى تيره شپه يي دمارجه ولسوالۍ دسيستانۍ په سيمه  كى دكوكنارودلمنځه وړلو پر كمپاين دعبرت په نوم عمليات ترسره كړى چى دده په وينا په دغه عملياتو كى اته پوليس مړه اوشپږ ژوبل سوى  .


خوددغه ولايت امنيه قومندان دوسلوالوطالبانودغه خبره په كلكه ردكړه چى دكمپاين پر پوليسودى بريد سوى وى ولى زياته يي كړه چى دكمپاين دپوليسو پرقرارګاه باندۍ  تيره شپه يوه توغندى دوطن ددښمنانو له خوا ورباندى توغول سوى ولى چاته پكى مرګ ژوبله نه ده اوښتى .