کور / اسلامي / موسیقې په اسلام اوساینس کي(څوارلسم څپرکی)

موسیقې په اسلام اوساینس کي(څوارلسم څپرکی)

ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولئ


دلعنت مثلث (موسيقې، نشه اوجنسی رجحان)
دلویدیځ په تاریخ کی دادرې لعنتي څیزونه سره یوځای وی اویوځای دي،  اویودبل سره پیونداواړیکې لری، چې په دې دروکی لومړی مقام موسیقې ده، چې ددوونورو(نشې اوجنس بازې) ته دزینې حیثیت لری چی موسیقې  په سرکی راځی، دموسیقۍ څخه وروسته انسان دمختلفونشوپه چرخاب کی راګیر کیږی، اوباالاخره دنارواجنسی اړیکوپه درلودلوسره خپل ځان ، ټولنه اوخپل خاندان دهلاکت وکندې ته غورځوی، چې هم ئې دادنیااوهم ئې اخرت ولاړل۔
دشواهدواودلائلوڅخه داپه لاس راځی چې پاپ موزیک اورېدونکی په نشې، جنسی ناروااړیکو اودتشددښکاردی، اوهم داڅپې مخ په وړاندی ځی۔
(Postgraduate Medicine, April 1988, vol. 3)
یوپروفیسرډاکټرار، ایل بیکسټر(R.L. Baxter) پرموسیقۍ باندی دخپلوڅېړنوپه پایلوکی وایی:
په موسیقۍ کی 60 سلنه دجنسی اړیکوجذبات، احساسات اوتمایلات دی، چې په زیاته اندازه سره په موسیقۍ کی فحش غزلې، فحش جامې اوحرکتونه دیادونې وړدی۔
(Journal of Broadcasting and Electronic Media vol. 29,pp 333-340)
دلویدیځ وتلی ساینس پوه پارډون (Pardun) وایی چې دبربنډتوب اوفحاشۍ ټول مواداواسباب په موسیقۍ کی نغښتی دی۔
اواوس دې لعنت وورځپاڼو، مجلو، اونوروپرګراموته سرایت هم کړی اولاره ئې ورته موندلې ده۔
(Pardun (Jetal 2005, Mass Commun. Soc. Vol,8 p 75-91)
دموسیقۍ یوعمده نقصان دادی چې ځوانان ترواده مخکی وجنسی اړیکوته هڅوی اوددوی په مینځ کی دشرم اولعنت تار(دمینې په نامه اړیکې) غځوی، دامینه نه ده بلکې پراورباندی پطرول اچول اوشیندل دی چې په همدې لعنت کی ځان وژنې زښته ډېرې وې، بې اعتبارې واوج ته رسیږی، اوپه دغه وخت کی دټولنی یولوی بنسټ چې ښه اخلاق دی هغه له مینځه ځی اوکله چې داخلاقوجنازه وشی اوکډه وکړی نودانسان څخه حیوان جوړیږی، دامریکادشکاګو دپوهنتون یومفکراوساینس پوه اېلن بلوم (Allan Bloom) پخپل یوکتاب (The Closing of the American Mind) کی وایی:
نن سباموسیقې یواځی اویواځی انسان وجنسی خواهشاتواوجذباتوته کشوی، دامینه نه ده بلکې ترتیب شوی فحش، بربنډتوب دجنسی اړیکوخواهش اوېواځنی ارزوده۔
دامریکاپه پلازمینه واشنګټن ډی سی کی یوکانفرانس جوړشو په 1987 کال کی، چې موخه ئې داوه چې (موسیقۍ بدې اغیزې پرټولنه اوځوان نسل باندی لری)، بایدداڅنګه کنترول اوودرول شی، دکانفرانس نوم (Raised on Rock*n Rool the sound and the fury)
په دې کانفرنس کی دامریکالوی سرجن جنرل ډاکټرایویریټ Surgeon General Dr. C.Everett Koop) وایی:
موسیقې دفحاشۍ، بربنډتوب سره ډېرې نژدې اړیکې اوورسره مزی لری۔
(83(5): 295-304king, Paul M.D. Postgraduate Medicine April 1988)
دنړیوالوڅېړونکویوه ډله وایی چې په لویدیځ کی 20 سلنه خلک دموسیقۍ له کبله په شرابو بوخت شویدی، داځکه چې په غزلواوسندروکی دشرابوبیان ډېرشویدی، اوپه لویدیځ کی په عمومی ډول سره 91 سلنه کی دغزلوضروردشرابوپه یونه یوډول سره ستاینه اوبیان شویدی؛ ددې څېړنکو دډلې څخه یوهم پروفیسررابرټ (Professor Robert) دی، چې دده دڅېړنوڅخه داپه لاس راځی چې موسیقې اودتمباکواوشرابواستعمال سره جوخت دی، اوده په (American Journal of Public Health) په 1997 کال کی داسی ولیکل:
په غزلواوفلمونوکی دتمباکواوشرابوزښته په زیاته اندازه سره صفت اوستاینه شویده، اودتمباکو، وجنسی اړیکوته میل، دشرابوڅښاک داسی توری زښته زیات تکرارشویدی، چې دټولنې دځوان نسل داخلاقی انحطاط اوپوره زوال سبب ګرځی۔
پاته دی نه چې په اوسني افغاني غزلوکی هم ددې څېزونه ویل دودموندلی دی، اوپخوا به لاد چرسو، بنګو، سګریټو اونسواروبیان پکښې وو، چې ددی څخه علاوه چرسی لالیه، چلم، دشرابوجام، ژړهلک، توره انجلۍ اوداسی نورپه زرهاوودبې حیایۍ بې عفتۍ، فحاشۍ، بربنډتوب، دنشې اونوروناوړوکړنوته دبلنې رنګ زښته پکښې زیات دی، چې ددې نوې دیموکراسۍ سره داڅپې لانورې په زورکی شوې، چې دایومنلی اوکوټلی حقیقت دی چې داسی توکی ټوله ټولنه ترخپلواغیزولاندی راولی په ځوان نسل کی بدلون راولی، اودبې لارۍ اوهلاکت وکندوته ئې غورځوی۔
دموسیقۍ ناوړواغیزوله کبله کله یوانسان داسی هیجانی شی چې هرڅه له لاسه ورکوي اوداسی کارونه کوي چې دحیرانتیا اوافسوس وړدی،دبېلګې په ډول سره ځان وژنه، قتلونه، زنا، غلا، په ناحقه سره دیوچاوینه تویول اوداسی نور۔ چې په داسی پېښوسره پرنیټ باندی زښته ډېرې رېښتنې کیسې اودسترګولیدلې حالت موندل کیږی، زه اوس دبېلګې په ډول سره یوڅونمونې وړاندی کوم۔
نوربیا۔۔۔