یوه امریکایی ښځینه پوځي او یو برتانوﺉ پوځی ووژل سول
د امریکا د دفاع وزارت رسمأ خبر ورکوی چی طالبانو درې ورځی مخی په خوست ولایت کی یوه امریکایی ښځینه پوځی وویشتله او ځای پر ځای یې ووژله .
په دې سره په افغانستان کی د امریکایی ښځینه تلفاتو شمیر ۴۵ ته ورسېد ( چی ۳۴ یې پوځیانی او ۱۱ یې هم قراردادیانی وې ) .
بلخوا ، د انګلستان د دفاع وزارت هم اعلان وکړ چی طالبانو وړمه ورځ په هلمند ولایت کی یو برتانوﺉ مرین پوځی وواژه ( دا ۳۹۲یم انګریز دی چی خپل سر بایلی ) .