زه کـــوچـــی یــــم
زه کـــوچـــی یــــم
په د ښتو کي مو خیمي دي زه کـــوچی یـــم
پربید یا مي ورځي شپې دي زه کوچی یـــم
لــــــوي څښتنه فضل غواړم
مېنه نستــــه زه تــــل ژاړم
دړي وړي مي چـــــارې دي زه کوچۍ يـــم
رحم وکــــړې چي رنځـور یــم
خپلي خـــاوري کي منصور یم
د بـــا بــــا ميني سپیرې دي زه کوچی یــم
پښتون زما سکنی ورور دی
لر تر بره زمــــــا کـــور دی
ښکلي ښکلي یې شیـــــلي دي زه کوچی یـم
ابا سین تـــــــه زه کــوچیږم
دامــــو ســـره اوسیـــــــــږم
پســــرلي کي مي میــــلې دي زه کوچی یـم
نه یـــوازي به خــــــواریږم
هـــم پرتا باندي کــــــړیږم
ترستم لانــــدي مي شپې دي زه کوچی یــم
نـن چي زه په اور سوځیږم
لابه څومره نــــــوروريتیږم
شاوخـــــوا مي غــــلبلې دي زه کوچی یـم
د کـــوشان په د بد بــــوکي
د پښتــــوپـــه سلســــلو کي
هره خـــوا زما ریــښې دي زه کوچی یــم
دهـــــندوکش دغره سرونه
د پـــــامیر غرونه د ښتونه
پـلني پـلني مي خیمې دي زه کــــوچی یــم
کوچ په شا وهــــم مزلونه
ګـــزومه ټـــول واټــــــونه
زما د تــــوروازانګې دي زه کوچی یـــم
ګـوره واوره پښتون وروره
زه اوته د پښتـــــــون کوره
راپسې ډیــــــري ګیلې دي زه کوچی یــم
راسه لاس په لاس کي ورکړو
د یــــو والي لار مو سپر کړو
هره خواتـــوري تیـارې دي زه کوچی یم
کـــله ګرځم په کا بــــل کي
شپې کـــــــومه په زابل کي
د پـــــــلرو مي هد یرې دي زه کوچی يم
ږغ راپورته د سورې کړئ
جوړ هــــمت د ابدالي کړئ
د میرویس موښې جرګې دي زه کوچی یم
پیشا ور می د کـــور غیږه
کنــــدهار مي د مور غیږه
پيغـلي نجوڼي زرغــونې دي زه کوچی یم
تـــــور ما تم د مغــــلیا نو
جوړ قانون د ځنګـــــلیا نو
مخ ته نـــــوي دسیسې دي زو کوچی یم
څوک رمې راڅخه غـلاکړي
نورکښتونه موتــــالا کــــړي
دهـرچا پرما حملې دي زه کـــــوچی یـم
دعـــــا وکـــړی مومنـــا نو
د قــــومونـــو عا لما نـــــو
د وحـــــد ت ښې نتیجې دي زه کوچی یم
په هرځای کي جوړي شخړي
ټــــولې لاري دی ټـــــــــړلي
د د ښمن راتــه پـــــلمې دي زه کوچی یـم
راځی مـــلا وتـــــړو خپله
سرموجارکړویـــوتـــربله
په یـو والي کي فا يـدې دي زه کوچی یــم
خپل منځي د یوال به وران کړو
ټــــول به یو کـــورګئ ودان کړو
زړې د کرښـــومفکورې د ي زه کوچی یم
اما نزیه زړه به ښا د کـــــړو
د پښتون کـور به ابـــاد کړو
د ولــــس دا فـــــــیصلې دي زه کوچی یــم
محمد اسحق امانزی
ناروي ۱۹ دسمبر ۲۰۱۱