کور / شعر / . . . اوروسان چا واېستل ؟

. . . اوروسان چا واېستل ؟

بل سبا دجدي شپږمه دافغانستان دتاریخ تر ټو لو توره ورځ ده خپل دغه شعر په ټول هغه تقدس چې مې کلونه پخوالیکلی تاسوته وړاندې کوم .


روسان نیم تلې څپلۍ
روسان شلېدلي ګرېوان
روسان پر خړ خيرن واسکټ دپاسه
دسرې زړې خمتا درې کونجه پیوند
روسان دکلي دماشوم لیندې زموږه له کلا وايستل
او مالیدل چې روسان چا واېستل .


روسان نهرو ویالو
روسان ګونګي مازیګر
روسان نالوستي ګودر
روسان پر پورې غونډۍ ښخ شهید غاټول واېستل
روسان له دوړو ډک پکول واېستل
ټولې نړۍ ورته کاته چې روسان ډلې ډلې
 او وارخطا وارخطا
له څرخي پله نه را وچتې شور غوغا واېستل
او مالیدل چې روسان چا واېستل .


روسان دمیندو ښېرو
روسان دخویندو ساندو
روسان پښې یبلې یتیم
روسان له ژونده ناخبره سرګردانه کوچي
روسان ددې خاورې په وینو تاریخ
روسان ددې خلکو بې کچه سپېڅلتیا واېستل
او مالیدل چې روسان چا واېستل .


روسان واخان کې دوزلوبې داسونو دربا
روسان ګومل کې  زنګ  وهلي  پینځه  ډزي  ټوپک
روسان زموږ دتشو مېنو وهم
روسان زموږه د وچتو غرو بې ژبو تیارو
روسان ددې وطن زیږې غوندې هوا واېستل
او مالیدل چې روسان چا واېستل .


روسان يې  و چې اېستل، تابه وې بس  ده چې اېستل، تورې جامې
ټیک لکه بخت دوطن
پر اوږه کړی دزړې خمتا موښلی څادر
پایڅو يې  داسې تورې  وازې  وازې  خولې  نیولې
لکه روسان به تورېدل چې له زاړه ټوپک يې
سترګې به خدایږو هېڅ  پرې  نه مړېدې
ماوې چې څوارلس به لا نه  وي  پوره
چا وې قدم چې سپوږمۍ واخلي نو پينځلس به شي
نې ځان  روڼاندی  باله
او نه ملا اېسېده
و دوطن دمور ريښتینی بچی
دازادۍ مجاهد
چې يې داسره دېوان له پولې ددنیا واېستل
او مالیدل چې روسان چا واېستل .