کور / سپورټي / د هيواد د كركټ ملي لوبډلې هلمند ته سفروكړ

د هيواد د كركټ ملي لوبډلې هلمند ته سفروكړ

دغه لوبډله چې د شنبې په ورځ د هلمند ولايت مقام په رسمي بلنه دې ولايت ته راغله د هلمند د سلگونوځوانانوقومي مشرانو،لوبغاړواواوسيدونكولخوا د بست له هوايي ډگرڅخه تركرزي لوبغالي پوره په خوښيوبدرگه شول.


د هلمند والي محمد ګلاب منګل ددې لوبډلې له غړوسره د ليدنې پرمهال دوى ته ښه راغلاست وايه اودهغه برياومباركي يې هم وركړه چې په دې وروستيوكې نوموړې لوبډلې په بهرنيوهيوادونوكې د كركټ په ډگركې ترلاسه كړي دي.



د هلمند والي ددې ليدنې پرمهال وويل چې د كركټ د ملي لوبډلې د رابللوڅخه يې موخه داده ترڅودغه لوبډله د هلمند د كركټ له لوبډلې سره خپلې تجربې شريكې كړي ،په دې برخه كې مرستې ورسره وكړي اوددې ترڅنگ په هلمند كې امنيتي حالات اوترسره شوي پرمختگونه وگوري.


د ده په وينا چې د كركټ ملي لوبډله به په هلمند كې له قومي مشرانوسره هم وگوري اوله دې سره به جوخت له بيلابيلواداروڅخه هم ليدنه وكړي.


په نوموړې ډله كې چې شپاړس تنه گډون لري مشري يې د كركټ د ملي لوبډلې مشرنوروزمنگل كوي نوموړي وويل چې دوى به په هلمند كې د كركټ له لوبغاړوسره دوستانه لوبې ترسره كړي اوددې ترڅنگ هغوى به هم وهڅوي چې په دوامداره توگه د كركټ لوبه مخ ته بوزي ترڅودوى هم نړيوالوسيالوته لاره پيدا كړي.


په همدې حال كې د كركټ بورډ مرستيال شهزاده مسعود چې په همدې ډله كې شامل دى وايي چې هلمند ته يې د سولې پيغام راوړى اودې سولې په فضاكې به دوى خپلې ليدنې اوكتنې ترسره كړي.