کور / شعر / دوستان

دوستان


شي راټول به یوځل بیا هغه ځوانان
چې صفت به یې کیده په هر میدان
داحساس اوعزم تورې ورسره دي
کړي به ختم دټولنې طاغوتان
په فکرونوکې یې بس ملي خدمت وي
جوړوي به خپل وطن افغانستان
شیطاني حلقې به بیا په لړزیدوشي
چې خبرشي راټولیږي اتلان
دتمکین ددعا سیوری ورسره دی
ځکه ګرځي یي سرلوړي ټول دوستان