کور / هراړخیز / مصري اسلام پالي: سکولارانو موږ دی ځای ته ورسولو

مصري اسلام پالي: سکولارانو موږ دی ځای ته ورسولو

ښاغلی زمر وایي: سکولران او لیبرلان اوس مهال له تاریخي خجالت سره مخامخ شویدي؛ او پخپله، شیان لکه ازادي او دیموکراسي رده وي.


مرکه کونکی: مهرداد فرهمند، بی بی سی
ژباړن: نعیم نسیم،کابل


طارق زمر، له دیرش کالو څخه هم ډیر مخکی د مصر د جماعت اسلامي له مشرانو څخه وو او د اسلامی حکومت د منځ ته راوړلو لپاره یی وسله واله مبارزه کوله. نوموړی د و لسمشر انور سادت د ترور د طراحانو له ډلی څخه وو چی دهغه له ترور وروسته ونیول شو او دغه دی د حسنی مبارک له چپه کیدو یوه میاشت وروسته له زندانه ازاد شو.
ښاغلي زمر د حسنی مبارک د حکومت ټوله دوره په زندان کی تیره کړه؛ خو بی له تحصیله پاتی نه شو. د زندان پرمهال یی هم خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه او په سیاسي علومو کی یی دوکتورا تر ډګری زده کړی وکړی او په عالی درجه تری فارغ شو. طارق اوس مهال سیاست ته مخ کړی او له سلفیانو سره چی دوی هم  بنسټ پاله دي او ورته نظریاتو څخه  چی په مصر کی اسلامی حکومت منځ ته راشي یو ځای شوی.
په دی مرکه کی د اسلام پالو و د سیاست ډګر ته  د ننوتو په څرنګوالي خبری شوي دي؛ دغه ننوتل د سلفیانو په ننوتو د جولای په ۲۹ چی د تحریر په میدان کی یی پل کیښود عملی جنبه خپله کړه او په ټول ټاکنو کی د رایو ګټل، ددوی کش لا ډیر کړ.
زه د مصر د اوښتون په ورځو کی په مصر کی حاضر وم؛ هیڅ اسلامی شعار می نه دی اوریدلی. د جولای په ۲۹ چی د تحریر په ډګر کی اسلامی شعارونه ورکړل شول، هلته وم او اوریدل می چی ځینو ویل چی دغه اسلام پالي د اوښتون په ورځو کی چیری وو؟
هغوی په ټول زور سره د تحریر په میدان کی حضور درلود، خو په عمومي ‌ډول سره توافق داسی شوی وو چی هیڅ اسلامی شعار به نه ورکول کیږي هغه هم ځکه چی باندني فشارونه ددی سبب نه شي چی اوښتون ناکام نشي. مونږ خپلی رویی ته ادامه ورکړه خو بیا هم ځینی کسان پیدا شول چی هغه څه وکړي چی هیله یی نه کیده او دا خلک هم هماغه سیکولران او لیبرالان دي چی د ملت د ارادی خلاف ودریدل او کار یی د یو ډول و ملت د حقارت ښکارندوی هم دی.
که دوی دیموکراتان وي، باید د ملت ارادی ته تسلیم شي. ملت چی په اسلامی تحریک کوم اعتماد او باور کړ، تر اوسه یی په هیڅ جریان داسی اعتماد نه دی کړی او هغه ځکه چی کومی غلاوی چی له نورو ګوندونو او ډلو ټپلو څخه انجام شوي له دی تحریکونو نه دی شوي. دغه ډتحریکونه له میدانه لری پاتی شوی دي. زه په ټولو لیبرال او غیراسلامی ډلو غږ کوم چی راځی هغه څه ترسره نه کړو چی ملت یو موټی وساتي او اوښتون له سقوط سره مخامخ نشي.
هغه څه چی اسلامی تحریک یی یو ځای ته ورساوه چی د تحریر په میدان کی د اسلامي حکومت او د شرعی د پلي کیدو شعارونه ورکړي، سبب یی د سیکولرانو فتنه وه که ځواب شوی نه وه نو په بدبختی اوخته او ددوی د فتنی په اړه د هغه مهال په ورځپاڼو کی لوستلی شی.
ما په دی اخرو کی، د یوی تلویزونی رسنی په یوی برنامه کی برخه اخیستی وه چی یو چپي مشر هم هوری شتون درلود؛ ده تحریر په میدان کی اسلامی شعار ورکوونکو ته په اشاری وویل چی دوی وو چی له حسنی مبارک څخه یی ملاتړ کاوه. که داسی وي نو څنګه ما د خپل عمر دیرش کاله په زندان کی تیر کړل؛ په دی مانا چی د حُسنی مبارک د حکومت ټوله دوره می په زندان کی تیره کړه.
هغه تورونه چی دوی په اسلام پالو باندی لګوي؛ همدا ډول دی څنګه چی دغو چپو ډلو او نورو سیکولر تحریکونو د مبارک حکومت ته ثبات وبخښه او ددوی په ملاتړ هغه دیرش کاله حکومت وکړ. د دوی د نظام ثبات له اسلامی تحریکونو سره په جګړه ولاړ وو چی همدوی له هغه سره مرسته وکړه.
زما پوښتنه هم دلته ده.  له هغه تحریکه چی تاسو نماینده ګي کوله، اسلامی تحریک وو خو سلفی فکر یی له ځان سره لره،  خو تفکر او غوښتنی یی له هغه څه سره چی اوسني سلفي تحریک یی له ځان سره لري توپیر لري. د نن ورځی سلفیانو پرون خلک له سیاسته لري والی ته هڅول او د اخرت فکر یی ورکاوه، په اوښتون کی یی هم شتون نه درلود خو نن ورځ دوی سیاسي شویدي او ګوند یی منځ ته راوړی دی او غواړي چی اسلامي حکومت منځ ته راوړي.
د سلفی تحریک په تفکر کی یوه قضیه شتون لري: د سلفي تحریک یوی مهمی ډلی نه غوښتل چی سیاست ته راودانګي څه دیرش کاله وړاندی او څه له هغه مخکی. د هغوی په نظر، د دین او اخلاقو زده کړه، له غریبانو سره مرسته، خلکو ته چوپړتیاوی وړاندی کول وو. دا ددوی اساسي باور نه وو، حالاتو دوی دی ته مجبور کړي وو چی داسی وکړي. ځکه سیاسي فعالیت ته هیڅ موقع نه وه. هر چا چی سیاسي ډګر ته را دانګل نو له هری خوا تر فشارونو لاندی راته چی سړی یی له صفر سره برابراوه.
تازه هم همدا کړنی تر فشار لاندی وی. که چیری دری، څلور نفره په کوم ځای کی سره راغونډیدل ترڅو دقران عظیم د حفظ لپاره سره ناسته ولري نو حکومت نیول. هیچا اجازه نه درلوده چی بدون د حکومت له دفاع کومه بله خبره وکړي. د دغو چپو ډلو(سیکولر او لیبرل)  ډیرو دا کار کاوه او له حکومته څخه یی په تلویزونی او رادیویی برنامو کی ملاتړ کاوه.
ځينو اسلام پالو هم همدا کار کاوه ځکه چی مجبور وو. که دا کار یی نه کاوه نو سر به یی پریکیده. د اسلام پالو خلاف کینه او بی رحمي له ټولو نورو ګوندونو څخه زیاته وه.
زه په خپله او د تره زوی می، هغه مهال چی په زندان کی وو، یوه بیانیه مو د \”دریمی لاری\” په نامه خپره کړه او په هغی کی مو د سیاسي مشارکت غوښتنه وکړه. له ټولو سیاسي ډلو مو ِغوښتنه وکړه چی غوښتنی ته مو ځواب ورکړي هغه هم په داسی حال کی چی مونږ د هغه ګوند غړي وو چی له نورو ټولو ګوندونو مو ډیره وسلواله مبارزه کړی ده. دغه بیانیه په ۲۰۰۷ کال کی خپره شوه او په هغی کی په سولیزه مبارزه نظر و وسلوالی مبازی باندی تاکید کړی وو.
مګر حکومت له دی بیانیی سره ډیر جدي برخورد وښود. دوی ما او زما ورور ته وویل ترڅو چی تاسو دغه بیانیه رد نه کړی مونږ به مو له زندانه خلاص نه کړو. مونږ هم تر هغی چی حسن مبارک وو په زندان کی وو. ګوری دوی زمونږ دغه عقیده هم نه منله او یواځینی شی چی امکان یی وو هغه د وخت د نظام پوره منل وو.


ستاسو د اسلامی حکومت نمونه څه ده؟
ډیر غوره شی چی اسلامی تحریک هغه درک کړی او په لاریونونو کی یی هم د هغه اعلان وکړ: د خلکو ارادی ته احترام وو چی په دی سره مونږ په نوي مصر کی بریالیتوب ته رسیدلی شو او دا دسیاسی ګوندونو د بریالیتوب راز هم دی. اسلامی تحریک که د خلکو ارادی ته درناوی و نه لري نو سخت زیان به وکړي، ټول دی ته دعوتوم که خلک د اسلامی شریعت پلي کول غواړي چی مخالفت یی و نه کړي او دی غوښتنی ته یی درناوی ولري.


اسلامی شریعت څنګه پلي کوی؟
په دی مرحله کی مونږ باید یو باثباته سیاسي نظام ولرو چی ټولی سیاسي ډلی په کی راټولی وي او پس له هغی به د جزیاتو خوا ته ګام پورته کوو.
زه  دیرش کاله په زندان کی وم او له سیاسي ډګره لری پاتی وم. په دی څو میاشتو کی چی ازاد شوی یم او ګورم نو اسلامی تحریک حیرانونکی بدلون موندلی او سیاسی همغږي وجود لري چی مخکی دا ډول هیڅ هم نه وو. دا ډول بدلون حتی په سلفیانو کی هم لیدل کیږي هغه خلک چی عام ګومان دا وو چی دوی  د سیاست په میدان کی تازه او کم تجربه دي. 


ما د سلفي مشرانو په یوی ناسته کی ګډون کړی وو او حیران شوم چی دوی په دی اسرار کاوه چی ټول شعارون باید مردمي وي او ټولی ټولنی په کی په نظر کی ونیول شي. زما لپاره ډیره د حیرانتیا خبره دا وه چی سلفیان او دا ډول فکر، ډیره هیلمندي پکی وه!!!
اسلامی تحریک له ټولو غیر اسلامی ګوندونو او تحریکونو ته همکاری ته تیار دی. اوښتون او ثبات ته لومړیتوب ورکوي او له هر اختلافه ځان ساتي ځکه چی په کُلي توګه دغه اختلاف د مصر په زیان دی.


خو تاسو له سیکولرانو سره د نظر بنسټیز اختلاف لری، څنګه کولای شی چی له هغوی سره سیاسی مشارکت او  همکاري ولری؟
مونږ لیبرالان او سیکولران په دی ګرموو چی غواړي هیواد داسی یو لور ته بوځي چی د ملت د ارادی خلاف دی هغه هم په داسی حال کی چی ۲۵ د جولای اوښتون وښودله چی اصلي خبره د ملت د ارادی دي.
سکولران او لیبرالان له تاریخي خجالت او ریشخند(نیشخند) سره مخامخ شويدي. هغه شیان چی دوی یی د ازادی او دیموکراسی په نوم یاده وي دوی ددی پرځای چی ورته تبلیغ وکړي رده وي.
۶۰ کاله مخکی، اسلامي تحریکونه په کُلي توګه له میدانه وو یستل شول او په زور له سیاسي ډګره بیرون وساتل شول او میدان دغو لیبرالانو ته پاتی شو چی یا د نظام برخه ول او یا یی هم ورڅخه ملاتړ کاوه.
اوس هم دغه تحریکونه لوبیږي ځکه چی د ملت د ارادی خلاف ولاړ دي. دوی دریږي ترڅو په مصر راج وچلوي او هغه هم د پردیو په زور. دوی شپیته کاله هڅی وکړی چی اسلامی تحریکونه وځپي خو ونه توانیدل او ددی نتیجه تاسو ګوری چی ټوله عربي نړی یی نیولی ده. ایا بیا هم غواړي چی خپله ۶۰ کلنه تجربه تکرار کړي؟ دغه ډول کړنی له وطن پرستی او هم له لیبرالیزم سره مغایرت لري.
دغه غیر قانوني او په اساسي قانون کی ځای نه لري.


د جولای په ۲۹ چی تاسو د تحریر میدان ته راغلی او اسلامي شعارونه مو ورکړل، زه ګواه یم چی ډیر خلک وډار شول او تشویش ورسره پیدا شو.
د اسلامي شریعت بیراغ پورته کول او د اسلامي حکومت شعار ورکول د عقیدی غوښتنه ده. ولی خلک د هغو کسانو خلاف چی د ملت ارادی په نظر کی نه نیسي او د تحریر په میدان او ماسپیرو(د مصر د رادیو او تلویزون تعمیر) باندی برید کوي او سیکولر شعارونه ورکوي، خلک انتقاد نه کوي او مونږ چی اسلامي شعارونه ورکوو او له خپله دفاع کوو غوسه کیږي؟ زما په نظر دغه غوسه له مصره سرچینه نه اخلي بلکی منبع یی د لویدیځ خبري رسنی دي او هغه څه دي چی امریکایی ورځپاڼی یی لیکي. که څوک ووایي چی د مصر خلک په اسلامي شعارونو سره په قهر شول نو غلطه به وي دا یواځی سیکولران وو چی میاشتی کیږي هڅی کوي چی د مصر وضع ګډوډه وساتي.
اسلامي تحریک چی د جولای په ۲۵ په اوښتون پیل کړی تر جولای ۲۹ مه چی ملیوني مارچ ترسره شو، هڅه وکړه چی کُلي او سرتاسري شعارونه د یو قانونمند حکومت چی په برابری ولاړ وي ورکړي خو مونږ متوجی شوو چی یو ډله سیکولران غواړي چی مونږ له دی مسیره بیل کړي؛ د اسلامی تحریک خلاف کودتا وکړي او له هغوی سره د جګړی اعلان وکړي.


د ۲۹ جولای د لاریونونو اصلي لاس ته راوړنه دا وه چی ددی نه پس به څوک دا نه وایي چی اسلامي تحریکونه منظم تحریکونه نه دي. مونږ هغه ورځ دا په ثبوت ورسوله چی اسلامی تحریک باید شکست ونه خوري او باید په سیاسي فعالیت کی لا مخته لاړ شي. د مصر سیاسي صحنی هم پراختیا موندلی ده او کولای شي چی هر ډول ته په خپل ځان کی ځای ورکړي او د منازعاتو لپاره د رایو په صندوق کی ځواب ورکړو. او که غواړي چی سیاسي خوځښتنونه ګوښه کړي او هغه هم په مصر کی اصلی سیاسی خوځښت نو دا هم د اساسي قانون څخه سرغړونه ده. او هم په سیاسي او ټولنیز ډول سره غلطه خبره ده.


هیڅ سیاسی نظام نشي کولای چی د خلکو له ملاتړه پرته په واک پاتی شي. زما په فکر په مصر کی هیڅ نظام بی له اسلامي نظامه مردمي مشرعیت نه لري. او هیڅ نظام نشي کولای چی د اسلامي نظام په اندازه خلک متحرک کړي او په خوځښت یی راولي.


nnwriter@yahoo.com