کور / نثر / دپښتني تنقيد نوي غوښتني

دپښتني تنقيد نوي غوښتني

دتنقيد د ډګر د نوموتي لیکوال ټي اي ايلیټ داخبره دیو متل حیثیت لري چې (نقد د ادب روح دی) که موږ په لومړي نظر یواځې دوجود او روح په تړون فکر وکړو نو د ايلیټ داخبره دڅو اړخیزه فلسفي زاويو نه برخمنه ښکاره شي، په وجود کې دروح له ارزښته څوک انکار کولی شي،که روح وي نو وجود هم دحیات په خوږو موږ وي او که روح کډه وکړي نو وجود یوځل بیا هغه توره کوډله شي کوم ته چې په لومړي ځل روح سر ورښکاره کوه او وبوږنېد.
دايلیټ همدا خبره که موږ لږه وغزوو نو ويلی شو چې ترکومه چې انتقادي روح دادب په وجود کې موجود وي نوادب پرې ژوندی وي او که دا له منځه وویستل شي نو مانا داچې ادب بې جانه کالبوت دی، داسې باشعوره انسان به نه وي چې هغه دې له دې خبرې انکار وکړي چې له انتقاد پرته دې دژوند په هره برخه کې کوم نوښت ، پرمختګ اوابديت پېدا شي دژوند له نورو برخو نه که راتېر شو او یواځې په ادبي ډګر کې دخپلې پورتنۍ خبرې دپخلي مواد ولټوو نو دادبیاتو دا اوږد تاریخ به هره ګړۍ زمونږ دقناعت سترګې مړي کړي څومره ادبي پرمختګونه چې رامنځ ته شوي دادبي مباحثو، انتقادي نظريو،او دتحلیلي زاويو په پایله کې په وجود کې راغلي دي .
که په ژوند کې او دژوند پورې په تړلو ارزښتونو او اقدارو کې چې په هغې کې يو ادب هم دی اختلاف نظر نه وی انتقادي مفکورې نه وی او دموجوداتو په اړه نوي تصورات نه وی نو تاسې فکر هم نه شۍ کولی چې د ادب نړۍ به دومره رنګينۍ لرلی ، امکان شته زما یو شمېر لوستونکي به ماته دمبالغې ګوته نیسي خوتر لګ سوچ وروسته به هغوي ددې خبرې دمنلو دپاره خپله غاړه کېږدي،ځکه چې په دې وخت کې به هغه په خپله له یو انتقادي پړاوه تېريږي،او همدا دنظر اختلاف به هغه ته یوه نوې لاره په لاس کې ورکوي، چې په خپله همدا عمل دانتقادي رويې يوه نمونه ده .
هرکه چې مونږ تنقيد ته په دومره ارزښت قایل شواو دادبیاتو د ډګر ددې دومره پرمختګونو بار مو د تنقيد په وجود وربار کړنو باید داهم ووايو چې دنقد په نوم هر اختلاف نظر او یاهم یواځې شخصي ذوق په دې صف کې مونږ نه شو ودرولی بلکې زمونږ انتقادي بصیرت او تحلیلي بصارت به دوخت دغوښتنو په رڼا کې وي، مونږ به هله دخپل وخت تنقيدي غوښتنې پورته کړي وي چې زمونږ انتقادي معیارونه له خپل عصر څخه ساه واخلي، مونږ په دې هم پوهيږو چې زمونږ نړۍ له نورو خلکو ډيره وروسته ده او هغه تخلیقي معیارونه او ارزښتونه چې مونږ پرې نن غږېږو امکان دې ولري چې یوه پېړۍ او یاهم له دې نه کم مخکې دې پرې خلکو خبرې کړي وي خو زمونږ دنړۍ خپل سفر دی او له دې سفره هم باید وروسته پاتې نه شو بلکې ښه خو به دا وي چې دا یوه پېړۍ فاصله مونږ له نورې نړۍ سره ختمه کړو او هڅه وکړو هغه څه د یو ارزښت په توګه خپل کړو کوم چې دا وخت په هغه پرمختللې نړۍ کې ترسره کيږي او په کومو چې خلکو ایمانونه راوړي وي .
کله چې مونږ دخپل پښتني تنقيد مطالعه کوو چې هغه هم ډير زیات کم دی او بیا دنړۍ دنورو ژبو انتقادي ادب ګورو نو دا اندازه راته کېدلی شي چې مونږ اوس هم تر ډيره بريده په هغه ډګر ولاړ يو چې دنورو قافلې پرې ډير وخت مخکې تېرې شوې دي او آن تر دې چې اوس يې دپخو خاپونه هم په ورکېدو دي. زمونږ پښتنی تنقيد اوس هم تر ډېرې کچې په تاثراتي بنیادونو ولاړ دی، زمونږ دپښتون نقاد دلیک لاره اوس هم تر ډيره بريده له تحلیلي نه زیاته توضیحاتي ده مونږ دفن پارې د جاج پروخت له متنوع تفکر څخه کار نه اخلواو نه هم په ځان باندې مو دا زیار پېرزو وي چې مونږ دې دېو ې پاڼې پر ځای يوه کرښه توره کړو خو له سوچ او تحلیل وروسته،دا یوه خبره مونږ ډيره اورو چې پښتو کې تنقيد نشته دی ؟ زه په ډاډه زړه وایم چې مونږ دپښتني تنقيد دپاره خپل پاخه بنیادونه لرو خو یواځې دومره ده چې مونږ په هغې نوې ادبي تعمیرونه نه دې درولي .
مونږ اوس هم دادب په برخه کې دپخوا په څېر دتقليدي مفکورې خلک يواو دلیکونو جاجول پر هم هغې بنیادونو کوو په کومو چې له ننه سل کاله او آن له هغې هم ترمخه کېدل، زه چې همدا مهال هم په یو شمېر ادبي بنډارونو کې کښېنم او یاهم دخپل عصر دلیکونکو تنقيدي لیکنې لولم نو یو لورې ته خو تر ډيره حده یواځې په شاعرۍ لګیا وي او دشاعرۍ په اړه هم هم هغه زړې او پرسوده خبرې بیا بیا دخلکو په غوږونو کې لکه دګنجي دکړيکې په زور د ورننويستو هڅه کوي، تر ډيره بریده زمونږ تنقيد اوس هم په دې مسله کې راګیر دی ، چې ددې شعر کافیه ماته ده،په دې شعر کې يې دجانان دپاره ښه تشبه راوړې ده او آن بیا يې یوه یوه پڼه دهغه شعري تصویرونو په توضیحاتو هم توروو چې شاعر کمبخت ترې خبر هم نه وي او یواځې دهغه ژبني جوړښتونو له امله رامنځ ته شوی وي کوم چې زمونږ په لاشعور کې له پخوا جوړ دی.
هغه الفاظ چې یوه مانا ورکړي هغه به خامخا تصویر لري ځکه چې دا خبره لکه دلمر روښانه ده چې الفاظ دهغه تصوراتو هندارې دي کوم چې دانسان په ذهن کې دي، هر لفظ چې زمونږ په ژبه رابرسېره کيږي هغه په خپل ذات کې یوه تابلو وي او دهغې مانا یا تصور تصویر زمونږ په ذهن کې جوړوي دکوم دپاره چې دا لفظ غوره شوی وي او که داسې نه وي او لفظ مونږ ته کوم تصویر رانه کړي نو مانا هغه لفظ محمل دی او دمحمل لفظ له مقامه خو به تاسې هم خبر يې.
نو بیا اخر زمونږ نقاد ولې په دې خبره دومره زور راوړي چې په یو بیت ديوې جملې دترکیبې صورت په نتیجه کې یو تصویر راځي او هغه پرې پاڼې ډکوي آیا ديوې شعر ادبي ارزښت یواځې همدومره دی چې مونږ دې دهغه تصویرونو پسې وګرځو کوم چې دلفظ خپله ذاتي برخه وي نه اضافي.
همدا ډول زمونږ نقادان اوس هم په دې خبره کې راګير دي چې که دددې قافیې په ځای يې دا قافیه راوړی وی نو داسې به واو که ددې قافیې په ځای یې دا قافیه راوړی وی نو خوند به یې داسې وی.زمونږ نقاد باید په دې خبره پوي شي چې دا یویشتمه پېړۍ ده او دیویشتمې پېړۍ غوښتنې له دې نه ور اخوا نورې هم دي، اوس دساینس دور دی دنويو انکشافاتو دور دی مونږ ولې اوس هم په زړو ديومالايي قیصو کې راګير شو؟ ولې زمونږ نقاد دیو شعر دیوې نثري لیکنې ادبي مقام  دنويو ارزښتونو له مخې نه ټاکي. ولې زمونږ نقاد اوس هم یواځې په دې عقیده دی که دجانان سره يې دقربان قافیه وتړله نو دا به ښه شعر وي ؟
زمونږنقاد دې ځان له نوي تنقيدي اقدارو نه خبر کړي که غواړي په ريښتیا یوه مسولانه دنده ترسره کړي نو هغه دې ادبیات له نفسیاتو له مخې وڅيړي، هغه دې په ساختیاتوخبرې وکړي،او له ټولو نه مهم خو دا چې باید هغه په کوم شاعر یا لیکوال چې انتقادي مسولیت ته اوږه ورکوي دهغه حسیات دې څيړي او په ځای ددې چې دلیلا دشین منګي په غمیو کې يې سترګې نښتې وي دشاعر اندرون ته دې کوز شي، لوستونکو ته دې  هغه تصویر وړاندې کړي له کوم څخه چې پنځګر دتخلیقي عمل په وخت کې تېر شوی دی . زمونږ نقاد دې دیوې فنپارې جاج له جذاتي اندازه زیات دتعقل له مخې واخلي ودې ګوري چې زمونږ شاعر دخپل جانان په مرۍ کې اوبه ګوري څومره معقول دی آیا شعري منطق هم لري که زمونږ شاعر خپل لوستونکي دوکه کول غواړي،په دې اړه یوه کیسه را په زړه شوله يوانځورګر شاعر ته ويل ستا هغه شاهکار نظم راوړه چې زه یې نن تصویري کړم او یوه تابلو جوړه کړم ، شاعر خوشاله شو او په يوه شنه اورشو کې دواړه کېناستل، شاعر په سپینو اوبو کې پخې زوړندې کړې وې او خپل نظم یې پېل کړ، په نظم کې شاعر دخپلې لیلا دزلفو ساتینه کوي او وايي ستا ماران ماران زلفې، بیا ورته وايي ستا غټې غټې سترګې، ستا کږې وږې وريځې. ستا دنګه پوزه لکه چنار،ستا دنګه غړۍ ستا نرۍ ملا لکه ویښته، لنډه دا چې شاعر بېچاره چې  څه په خپل زړه کې درلودل هغه ټول يې دخپل جانان ځنې قربان کړي دي، چې نظم خلاص شوی دی او انځور ګر ته یې مخ ګرځولی دی نو هغه په سپين کاغذ دیوې ښکلې ښایسته پلاستيکې ډولې جینۍ پر ځای بلا ته ورته يو څه جوړکړي دي شاعر ورته په دوه دوه لګي چې زما جانان به همدومره بدرنګ وي لکه دا تا چې جوړ کړی دی ؟ انځورګر ورته ویل چې ما له ځانه څه هم نه دي رسم کړي بلکې زما قلم په هغه څه پورته شوی کوم څه چې تا په خپله شعر کې ويلي دي. نو همدې ته شعري منطق وايي او دې انځورګر هغه څه وکړل کوم یې چې دهغه نظم له شعري منطقه اخیستي و.
نو اوس که زمونږ نقاد په دې خبره سر ونه ګرځوي او لیک بېښ ته ورکوز نه شي نو هغه به څه ډول ديوې لیکنې یا يوې فنپارې جاج واخلي. او تاسې څه فکر کوۍ ترکومه به يې دهغه پنځګر سره انصاف کړی وي ؟ آیا دا ویره نشته چې دهغه انځورګر غوندې به يې هغه څه له فنپارې نه جوړ کړي وي چې دتخلیق کونکي دذهن په اوم اسمان کې يې هم څرک نه وي ؟
دا ټولې هغه اندېښنې دي چې زمونږ دنني تنقيد ي بهیر په مخکې ولاړې دي او په شعوري او لاشعوري ډول زمونږ نقاد ورسره مخ کيږي خو دومره خواري هم ترې نه کيږي چې اوس دا خنډ له خپلې لارې لري کړي بلکې هڅه کوي چې ګام ترې واخلي او هغه په لاره کې هم هغسې پريدي چې زیاتره وخت یې دتخلیق کونکي سره نا انصافي کړي وي او دتنقيد پخې يې د بې اصولۍ په ازغو سورۍ سورۍ کړي وي .نوځکه زه وایم مونږ دنوې نړۍ خلک يو او مونږ باید نوی ادب تخلیق کړو او نوی ادب مونږ نه نوی تنقيد غواړي ، او انتقادي عمل دنويو غوښتنو په رڼا کې ترسره کول هغه څه دي چې زمونږ زوړ ادب ته نوی روح او نوی بعد ورکوي او نوي ادب ته دپختګۍ هغه لباس ورپه غاړه کوي چې ترې دا څرګند شي (دا دنني عصر دانسان تخلیق دی )