کور / شعر / ميوند

ميوند

هغه ساقی هغه سور جام نشته
هغه رباب هغه ماښام نشته
په یوه چیغه یی میوند ازاد کړ
هغه سرتیری می د قام نشته
په رڼا ورځ ځان په پردو خرڅوی
هیڅ یی پروا د ننګ ونام نشته
ټولی کوڅی ټول ګودرونه شو ړنګ
په ټول هیواد کی مو جوړ بام نشته
چی په ډیوه باندی ځان وسوځوی
اوس نو پتنګ ته هغه شام نشته
چی د شمشاد په غره به نیغ روان وو
د پښتون هغه اوچت ګام نشته
چی ته باور په خپل دښمن باندی کړی
سرتوره تا غوندی بل خام نشته
۱۲/۱۱/۱۹۹۹ مسکو