یو افغان عسکر دوه فرانسوي پوځیان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 29th, 2011


اسوشیټیډ پریس د فرانسې د ولسمشر د دفتر په حواله راپور ورکوی چی نن یو افغان عسکر پر فرانسوي پوځیانو ضربه وکړه چی له امله یې دوه فرانسوي پوځیان ووژل او بل یې زخمی کړ . منبع زیاتوی چی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ورته ویلی چی دا حمله موږ د کاپیسا په شمشادکی وکړه او هغه عسکر محمد ابراهیم نومېدﺉ چی وروسته نورو فرانسوي پوځیانو له منځه یووړ .
په دې سره د فرانسوي پوځیانو تلفات ۷۸ ته ورسېدل .
بلخوا ، پنتاګون د طالبانو دا ادعا رسمأ ومنله چی پروني درې وژل سوي خارجی پوځیان امریکایان وو او پیښه هم په پکتیا کی وه .

Copyright Larawbar 2007-2024