کور / کره کتنه / د پښتو ژبي د د رنو لیکوالانواوڅیړونکو څخه هيله

د پښتو ژبي د د رنو لیکوالانواوڅیړونکو څخه هيله


که چیري خلګ خپلو خبرو عملونو  اوورځنیوچارو ته ځیرشي  وبه ویني چي ا نسا نا نود ژوند ا نه پههـــرپړاوکي خورا ډ یري پخې تجــربې  ترشا  پرې ایښي دي چي نـن ورځ موږپه هـــراړخیزه تـــوګهګـــټه ځني اخـــلو۰


 په  دې  اړونـــد پوري رنګـــارنګ د مشرانوقصې مشورې اوپاخــه پاخــه  تر اوسپنیزوکورو وتليمتلونه سته که په سمه توګه توجه ورته واړول شي خورا ډیر  په درد خوړلکيږي د


 بیلګي په توګه که موږ یو متل راواخلو  (چي نه کا ر په هغه دي څهکا ر  ) ویې څیړو او نوکئ ډ ېر ورته ځیر شوپه دې  وړې  کرښي کي خورا ډ یرپه زړه پوري څه لیدل کیږي چي لږ ورته پام اړول  اړین ښکاري


  لکه څرنګه چي وینو ليکنه او د خپلنظرټکو څرګندول ډیر ښه کار دی  هرڅوک حقلري او دنده لري
چي خپلي تجربې او د پوهي معلومات د نوروسره شریکي کړي  څه نا څه پر وليکي  اونور اړوند خلګ چي ضرورت ورته لري ګټه ځنيواخلي مرسته ورسره وشي خو د دې په بغل کي ځني خلګ سته چي دیو موضوع په اړوند مسلکيزده کړي نلري دځانه څیړونکي جوړوي او خپل د ګیډي داسي نوي شیان اولغاتونه لیکي چياصلا  ترګـــټي  یې تاوان ډیـــروي  د مثا ل په توګه د پښتو ژبي ځني غیرفـــنياوغیرمسلکي څیړونکي چي ليکنه کوي له خپله ځانه ډير نوي کلمات یالغاتونه جوړوياواستعمالوي یه ټوله دقلم خاوندان یې ویني چي په انترنیټي صفحو یا د مطبوعاتوپه ډګر کي ځیني نوي داسي لغا تونه دوري دوري  کیږي چي بیخي رواج نلريډيرخلګ یې په مفهوم اومعني نه پوهیږي فکرکوم چي خودساخته ابتکارونوته اصلا هیڅضرورت نه  ليدل کيږي که چیري غيرفني خلګ لهځانه دپښتو ژبي څیړونکي جوړ کړي  په دې صورتکي نو دادبیاتو فاکولتي ته ضرورت نسته باید وتړل شي او نورمسلکي څیړونکي اوژبپوهانبایدمسلک پریږدي بینوا صاحب دې موضوع ته په اشاره سره ويلي اولیکلي یې دي چي دخپليګيډي د دوو معني دارو کليمو ترکیبول یا یو ځای کول او نوی لغات ځني جوړول سترهغلطي  او د پښتو ژبي په زیان ده په یوهليکنه کي مي لوستي وه چي۰۰۰۰۰۰


لوی استادحبیبي صاحب په یوه مستدلهليکنه کي، دې روښانه حقيقت ته ګوته نيسي، چي په ژبه او ادب کي د ژبپوهانو،شاعرانو، ليکوالو او نورو هونرمندو کسانو هر ډول ذهني، عندي او پر خپلسر لاس وهني،د ژبي د ښايست او شتمنۍ پر ځای، کراهت او بد خوندي را منځ ته کوي


 هيله لرم چي په دې لاره کي نه دخپل سرياو سرزوري  بلکه د پوهېاوسموکړنلاروپراصولو دخپل صلاحیت او مسئو لیت په چوکاټ کي توجه وشي زما په اندلیکني بايد عام فهمه  لنډي  او رواني وي چي ویونکۍ په اساني سره وکولايشي  مطلب ځني واخلي


په ټولو سیا سي تبصرو کي یو ه خبره موډګرځید لې چي څرنګه ملامتي پرنورو واچوي او نور انتقاد کړي خویو سړی مي هم ونه لیدیچي یو سالم انتقاد په خپل اصلي مفهوم او معني سره وړاندي کړي


ځکه چي یوسالم انتقاد ځانته جلا فنياصول لري که چیري په دې لاره کي یعني د ادبیاتو په ډګر کي


څوک دعــقدې بد بینئ اویا نورو شخصيملحو ظاتو څخه ګټه اخلي ستره ګناه بلل کیږي
زماهیله دغه ده چي ګران لیکوالان پهنثري او نظمي لیکونکو کي ډير فشار پر هغو مطالبو واچوي چي په اوسني عصرکي زمانوطن  اوولس ضروت ورته لري


زه دپښتوژبي د مسئولومسلکي څیړونکو اوژبپوهانو څخه هيله لرم چي په دې اړوند خپل علمي او مسلکي د نظر ټکي څرګند کړي.