کور / کره کتنه / غز ل که هزل

غز ل که هزل

په یوه پښتو ویب پاڼه کې مې  یو روښانه عنوان ولید چې لیکل شوي وو ( غزل )  په کلیک کولو سره یې  صفحه راخلاصه شوه ، مګر چې  شعر مې ولوست  له عنوان سره یې هیڅ  اړخ نه لګاوه  .


عنوان  غزل لیکل شوی وو ، خو په معنون کې سرترپایه ټول داسې  موضوعات او جملې راغلې وې  چې له  هزل ( چټیاتو )  پرته  بل نوم نه ورسره جوړېده ، ددې شعر دعنوان ټاکلو لپاره مو که هغه  دملاصاحبانو په چم د ( تسمیة الکل باسم الجزء ) فارموله  کارولې وای  هم ، نونوم یې دغزل په ځای چټیات ( هزل ) راووت .


ځکه د دې هزل  له مطلع وروسته  دوهم بیت چې دغزلپوهانو په اصطلاح  د ( بیت الغزل ) ځای ورکړل شوی  وو ، څه  داسې وو . .


په کارونو کې بې کاره ګرځېدا
په خبرو کې چټیات خوند راکوي


ددې  په اصطلاح غزل یوازې دابیت بې معني یا هزل نه وو ، بلکې  شعر سرترپایه  هغه دشپون صیب په اصطلاح منځ ګوګی  اوپه توپه دویشتو وو ، شاعر صاحب یې په دې علاوه چې په خپل  دې ( اظهار مافي الضمیر ) کې یې کومه ددین یا دنیا دخیر خبره نه وه کړې ، اضافه یې په لوی لاس خبرې خرابې کړې وې ، مثلا شاعر په یوه بل بیت کې ویلي


اخوند جانه   ستا له لاسه خدای منې


که دا کلی او جومات خوند راکوي    ( العیاذ بالله )


شعر څه نورې  ناشولته او بې باکه خبرې هم لري ، چې رانقلول یې مناسب نه بولم ، خو دشاعر له لوړو بیتو او داسې نورو اشعارو نه چې هره ورځ په ازادو ویب پاڼو کې نشریږي ، سړی په اسانه دادرک لګولی شي ، چې زموږ شعر او ځیني  شاعران په کومه  خوا روان دي .


د پښتو غزل چې څو پیړۍ وړاندې  دخوشال خټک ، رحمان بابا او حمید مومند په  عصر کې  د لفظي جوړښت ، پیغام او محتوا له اړخه دنورو ژبو له  اشعارو او غزلونو سره  دسیالۍ جوګه وو ، ددې په ځای چې دوخت په تیریدو سره  تکاملي سیر وکړي  ، دځینو نا اهله شاعرانو له جوره دادی  په هزل بدلیدونکی دی .


 غزل  دشعري ژانرونو یو مهم فورم دی  ، چې دادب  دپراخې غیږې مهم توکی شمیرل کیږي ، دادب په اړه  لغت پوهان وایي ، چې له ( تهذیب ) څخه جوړ دی  ، چې (هاء یې په همزه ) او( ذال یې په دال ) واوښت او په دې توګه  تأدیب او أدب  ترې جوړ شو ، تهذیب عرب  دونو اصلاح او شاخبرۍ ته وایي ، خو وروسته دا ( ویي )  دکره ، بلیغو ، مؤدبانه او په تول پوره خبرو لپاره وضعه شو ، او دا ډول خبرې که دشعر یا نثر په هر فورم کې وي دادب  اطلاق پرې کیږي .


مګر اوس د نړیوال هراړخیز  عصیان او بغاوت په تورتم کې دادب او ادبیاتو له اصلي معنی څخه هم بغاوت پیل شوی دی ، د ادب په نامه په شعر او نثر کې تردې حده بې ادبي کیږي ، چې لوستونکی یې په مطالعه شرمیږي  .


که موږ دنړۍ او افغانستان دپخوانیو شاعرانو شعرونه وګورو، نو هغو په خپل ټول ادبي ژوند کې دادب لوړو آدابو او مفاهیمو ته ژمن پاته شوي دي ، هغو کله هم   دانساني ژوند  اخلاقي ، ټولنیزې او عقیدوې پولې نه دې زیانمنې کړې .


نن سبا هم زموږیوشمیر  مسلکي او نوموتي شاعران دادب او شعراخلاقي اصولو ته  په ډیر درنښت  او اهمیت ګوري ،  اوکله هم  کوښښ نه کوي چې دنوښت یا جدت پسندۍ په نامه خپل ټاکلي دیني او ټولنیز اصول زیانمن کړي ، چې له همدې امله دې ډلې شاعرانو ته په ټولنه کې هم په درنښت کتل کیږي ، او رښتیني  شاعران ورته وایي .


د پورته هزل غوندې  منظومې لیکني  زیاتره هغه  څوک لیکی چې فطري شاعران نه ، بلکې   متشاعران ( تکلفي شاعران ) دي ، او هغه دمولوي خالص خبره( شعرونه  نه ، بلکې  معرونه ) لیکي .


اوس متاسفانه ددې متشاعرانو او هزلګویانو  تعداد دومره زیات شوی ، چې قریبه ده ، زموږ دادب دمیدان درښتینو نمایندګانو سټیج خپل کړي  ، دغه وزګار مخلوق  چې فیسبوک ، ټویټر ، بحث فورمونه ، ازادې ویب پاڼې ، چاپي مطبوعاتو او د راډیوګانو ادبي خپرونې یې په سر اخیستي دي ، درسته ورځ  هغه بې معني نیمه منظومې جملې سره تبادله کوي ، چې حتی دنظم اطلاق هم پرې نه شي کیدای .


څو کاله وړاندې کاروان صیب ویلي وو چې  (دپښتو معاصره کره کتنه  دبې ځایه وصف ( غوړمالۍ ) او عقده پالنې په پښو ولاړه ده ) دهمدې  تریخ حقیقت په پایله کې اوس ددې متشاعرانو له جملې هغه  چې لږ دلوړ منصب ، دریځ او شهرت خاوند وي ، په عامه ارزونه کې په خورا درانه کاڼي تلل کیږي ، چې دا له ادب سره لویه جفا ده .


المهم  په پای کې مې له دغه ډول متشاعرانو څخه  تمنا ده ، چې که اوزګاري او چټیات خوند ورکوي دابه یي شخصي سلیقه وي ، خو مهرباني دې وکړي خپلو دا ډول  هزلیاتو ته دې د (غزل )عنوان نه ږدي .