کور / کره کتنه / ناروغ لیکوال او انتقادي ليکنه!!

ناروغ لیکوال او انتقادي ليکنه!!


ژورنالېزم او ليکوالي هغه مقدسه او سپيڅلې دنده، چې له لارې يې عامه خلکو ته هغه ستونزې او مشکلات رابرسېره کېږي، کومې چې ديوې ټولنې د پرمختګ مخه نيسي، هر ژورناليست او ليکوال بايد خپله دنده په هغه شان مخته یوسي څنګه، چې لازمه وي، او څنګه چې په نورې نړۍ کې يې ليکوالان او ژورنالیست پرمخ بیایي.
مګر متاسفانه، چې له يوې خواء زموږ هېواد تېرو جګړوځپلی او له بلې خواء د ځیني قلم لرونکي داسې ليکنې کوي، چې په کې د يو شخص شخصیت ته ګوته نيسې، که څه زموږ هېواد په تېره لسيزه کې مطبوعاتي ډګر کې بې ساری پرمختګ کړی، او لاهم د پرمختګ په حال کی، هره ورځ انځوريزو، غږيزو، چاپي او برېښنايي رسنيو ډګر کې نوې نوې پرمختګونه ترسترګو کېږي، مګر په عين حال کې ځيني داسې اشخاص شته، چې د همدې فرصته يې ناسمه ګټه اخيستې خپلو مشرانو او په ځانګړي ډول پښتنو مشرانو پسې د انتقاده ډکې داسې ليکنې کوي، چې په سلو کې يې دوه خبرې هم واقعيت نه وي، یوازې غواړي د برېښنايي رسنيو له لارې خپلې لیکنې وېب پاڼو ته ورکړي، او د هغه چا شخصیت ته ګوته ونيسي د کوم سره چې څه مشکل لري، چې په عامه لهجه داسې ليکوالانو ته مریض لیکوالان ويل کېږي، او غواړي د خپل مرض علاج یوازې په انتقادي ليکنو سره وکړي او بس!!!
که له یوې خواء افغان دښمن،افغان مخور مشران په بې رحمۍ وژني، کور يې په بمونو الوزوي، پل او پلچک يې په ماين تخريبوي، افغان سرتيري شهيدانوي او د افغانستان نوم يې په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ د ځالې په نوم سره ياد کړی، او له بلې خواء د قلم لرونکي اشخاص د ځینو داسې مخورو مشرانو، شخصيت وژنه کوي، چې کلونه کلونه يې د خاروې، ملت او پښتنو ته خدمت کولو تېر کړي.
تېره ورځ مې د يو ترکمن ورور ليکنه وليده نویسندگان پشتون از تاجک، ازبک و هزاره یاد بګيرد، چې ټوله ليکنه يې د حقايقو پربنیاد ولاړه وه، ترکمن ورور هم پښتنوليکوالانو ته د پيغورپه ډول ويلي وه، چې تاسو وړه خبره هم لکه دغره لويه وئ او د عامه خلکو سترګې وراړوئ، د همدې ليکنې مخکې مې د هېواد په وېب پاڼه کې د حبيب الله غمخورصاحب ليکنه لوستې وه، چې پکې د همداسې ناروغه ليکوالانو په اړه ليکلي وه: ګاونډي هېوادونو کې داسې کړئ شته چې ستاسو د وړې خبرې غټ مطلب اخلي، بيا يې هغه ټولنو ته رسوي، کومې ټولنې چې  د ګاونډي هېوادونو د استخباراتي کړيو سره لار لري،  د وړو خبرو څخه داسې مطلب واخلي، او بيا پرې انتقادي ليکنې کوي او وروسته يې  په مستعر نومونو وېب پاڼو ته ورکوي، چې زموږ عامه خلکو اذهان مشوش کوي، او ناهيلي کوي يې.
په اخيره کې د قلم لرونکو څخه په درنښت هيله کوم، د دې پرځای چې په يو شخصيت، چارواکي او یا هم مسوول باندې انتقادي ليکنه وکړي، ښه به داوي چې له نږدې ورسره وګوري، او هغه تشې ورته معلومې او مشورې ورته ورکړي، چې دی یې په خپلو ليکنو کې ځای پرځای کوي.
هيله ده زما ليکنه په ناروغه ليکوالانو بد اثر ونه کړي.