کور / خبرتیا او پيغامونه / په کندهار کښي د کتابونو، لاسي هنرونو او… يوه لويه ننداره

په کندهار کښي د کتابونو، لاسي هنرونو او… يوه لويه ننداره

افغان نوښت مشورتی دفتر يو ځل بيا د کندهار په تاريخی ښار کښی د کتابونو، لاسی هنرونو او خپرونو يوه لويه ننداره وړاندی جوړوی. د نوموړی ننداری موخه و زدکړی، مطالعی او عامه پوهاوی ته وده ورکول دی.    په دغه ننداره کښی به د پښتو، دری، انګليسی او نورو ژبو بيلا بيل کتابونه و ننداری او پلورولو ته وړاندی سی.


په نوموړی ننداره کښی به د ښکلو کتابونو تر څنګ ډول ډول خپرونی لکه ورځپاڼی، مجلی، اوونځی او داسی نور هم وړاندی کيږی. انځور ګری، خطاطی او داسی نورو لاسی هنرونه لپاره څانګړی برخه غوره شوی ده. دغه لونه ننداره به په ښکلو مشاعرو، علمی، تاريخی، ادبی څيړنو او تمسيلی پارچو باند رنګه او خوندره وی.


نوموړی ننداره به د روان کال د ثور د مياشتی په وهمه اوونی کښی د کندهار ښار په زړه کښی جوړه سی.


افغان نوښت مشورتی دفتر ټولو خپرندويه (مطبوعاتی) ټولونو، اړوند ادارو، علمی، کلتوری او ادبی ټولونو څخه غوښتنه کوی چی پهمدغه ننداره کښی همکار وکړی او په پوره توګه برخه پکښی واخلی.


د لا زيات معلوماتو لپاره په لاندی شميرو تماس ونيسی:


احمد جان نظری:   ۷۰۰۳۳۰۲۴۷    (۰)    ۰۰۹۳
 نصیر احمد:      ۷۹۹۱۵۲۴۷۱      (۰)    ۰۰۹۳


exhibition.aicb@gmail.com
info.aicb@gmail.com