کور / روغتيا / دخوړو لیبل ( Food Label)

دخوړو لیبل ( Food Label)

ليکنه: سید محمد نعیم خالد

د خوړو مصؤنیت (Food Safety) نن ورځ په نړۍ کی یو تر ټولو لوی ګواښ بلل کیږی. د امریکی په متحده ایالاتو کی هر کال کابو ۴۸ میلیونه د خوړو څخه پیښدونکی نارغۍ او ستونزی ثبتیږی.  معمولا دا ستونزی او ناروغۍ د تولیدونکی کمپنیو لخواد ناسمه او یا نا مکمله معلوماتو له کبله منځ ته راځی. ددی تر څنګ کله ناکله مصرف کوونکی یا مستهلکین هم خپل خواړه ښه نه پیژنی، د خوراک لپاره یی چمتو کولی نشی، ذخیره کولی یی نشی، صحی معلومات او ځینی نور اړوند موارد په پام کی نه نیسی نو د هغوی د ناروغیو او حتی تر روغتونو پوری  د رسیدو لامل هم کیږی. نن ورځ زه غواړم چی ددی ستونزی په پام کی نیولو سره یوه مقاله د خوړو د لیبل په هلکه برابره کړم ترڅو محترم لوستونکی د ددی ټکو په پام کی نیولو سره خپل ځان او کورنۍ د ځینی خوړو پوری اړوند ستونزو څخه مصؤن وساتی.

لیبل څه ته وایی؟ لیبل عبارت د هغه معلوماتی ټوټی څخه دی چی د محصول په هکله د هغه په بسته یا package باندی قانون ته په پام  کی لګیری. په بل عبارت لیبل د مستهلک او تولیدونکی تر منځ یو ارتباطی پل دی چی د هغه په بنسټ مستهلک کولی شی د محصول په ارزښت ، د استعمال په طریقه او دساتنی په لارو چارو باندی وپوهیږی.

دنړۍ په اکثر هیوادونو کی په بسته بندی شویو خوړو باندی لیبل لګول اجباری دی، او د لیبل لګولو لپاره یوه خاصه اداره وجود لری. د امریکی په متحده ایالاتو کی د خوړو لیبل د 21 CFR part 101  قانون په مرسته کنترولیږی. هغه هیوادونه چی خپله کومه خاصه قانونی مرجیع ونلری بیا د FAO او WHO په مرسته تهیه شوی لارښود چی د Codex Alimentations په نامه یادیږی، مراجعه کوی او د اړتیا وړ معلومات تری اخلی. د اوروپایی اتحادیی لخوا هم یو قانون د  Directive 90/496/EEC په نامه سره چمتو شوی وو چی بیا په ۲۰۰۸ کال کی دیو نوی قانون په چوکاټ کی د ځینو تغیراتو سره په تصویب ورسید چی ورته  Directive 2008/100/EC ویل کیږی.
په افغانستان کی په خواشینۍ سره داسی معینه اداره نشته چی دخوړو صحی او کیفی کنترول لپاره کار وکړی او نویو قوانینو په طرح کولو سره په هیواد کی  د خوړو د مصروفونکو صحت څخه پاملرنه وکړی. نن ورځ د روغتیا وزارت او د کرنی وزارت ځینی جزیی کارونه پدی برخه کی کوی مګر په واقعی توګه سره د یو دولت په شان د خوړو د مصؤنیت په هکله یی کوم ګام ندی پورته کړی. نورو برخو ته ورته چی تر اوسه کوم قانونوه او رهنما ګانی ندی ورته ندی جوړی شوی ، د لیبل کولو برخه هم همغه شانته پاتی ده.

د لیبل دندی (functions of label):
د محصول نوم ښودنه
دمحصول انرژیکی ارزښت په ګوته کول
د محصول د تولید او د انقضا نیټه ښودنه
د محصول د استعمال لارښونه
د محصول د خوړو ورځنی مقدار ښودنه ( daily intake)
د محصول په هکله د صحی معلوماتو ورکول
د محصول د ذخیری کولو معلومات

د لیبل ځای:
دلیبل ځای په بسته یا package باندی په دوه طریقو سره ممکن دی :

ټول د لیبل اړوند معلومات د بستی په مخ یا principal display panel (PDP) چی معمولا د مصروف کوونکی لخوا لمړۍ د لیدو وړ منبع ده، باندی ځای په ځای کړی او یا
ځینی خاص د لیبل اړوند معلومات ورباندی ځای په ځای کړی او نور فرعی معلومات د هغه تر څنګ په معلوماتی برخه یا information panel labelling  چی د PDP په ښۍ برخه کی قرار لری ، ځای په ځای شی. په information panel labelling کی معمولا د تولیدی کمپنۍ نوم، انګریدینت ، آدرس  ورپکښی شامل وی.

د لیبل ساختمان او دهغه اجزا:
نوم (Name)– پدی بره کی باید د محصول نوم ولیل شی، تر څو مستهلک ورڅخه په اسانی سره استفاده وکړی. د بیلګی په توګه د یو محصول نوم ( افغان جوس ) ایږدو. دا نوم دوه معنی ګانی ورکوی یو خو د افغان کلمه ده چی جوس د نړی یوی خاصی ساحی ته راجع کوی . ضمننا د جوس کله د میوی او یا هم د سبو باندی دلالت کوی. نو مستهلک په آسانۍ سره کولی شی د خپلی خوښی محصول انتخاب کړی.

انګریدینت یا علاوه شوی توکی (Ingredients and additives) – خوړو ته ټول علاوه شوی توکی (رنګونه ، ساتونکی یا preservatives ، غلیظ کوونکی مواد یا thickening agent ) باید د انګریدینیت تر عنوان لاندی ذکر شی. کله چی په یو محصول کی د ۲٪ څخه زیات وی نو د وزن په اساس باید په نزولی توګه سره ولیکل شی. او که چیری تر ۲٪ څخه یی مقدار کم وی نو په سعودی او یا نزولی توګه یی لیکل ممکن دی. په ځینی هیوادونو کی د ځینی علاوه کیدونکی موادو لپاره یو نمبر جوړ کړی د بیلګی په توګه په اورپایی اتحادیه کی ورته E نمبر وایی. چی په آسانۍ سره د تعقیب وی. د بیلګی په تو ګه سوربیک اسید چی یو خوړو ته د ساتونکی یا preservative په توګه استفاده کیږی د E 200 نمبر لری.

الرجی لرونکی مواد یا محصولات (Allergens) – نن ورځ د علمی ځیړنو په بنسټ یو تعداد خواړیزه محصولات او یا هم علاوه کیدونکی مواد الرجی منځ ته راوړی. ددی په خاطر چی زموږ مستهلک د الرجی د ستونزی څخه په امن کی وی نو باید ټول الرجی راوړونکی یا پیښوونکی محصولات او یا مواد باید په لیبل باندی په ځرګنده توګه ولیکل شی. په اوروپایی اتحادیه کی ۱۴ الرجی لرونکی محصولات په ګوته شوی دی او د هغه لیکل په لیبل حتمی دی. الرجی راوړنکی مواد چی په اروپا کی یی لیکل حتمی دی عبارت د د حګییو ، سلیری، مغرباب، شیدی، بحری خواړه ، سویا بین او ځینی نور.

تغذیوی معلوما (Nutritional info)– حال دا چی دا برخه په قوانینو کی حتمی نده مګر بیا هم د مستهلک لپاره د محصول په انتخاب کی خورا ګټه رسولی شی. دا معلومات کیدای شی چی د انرژی غوندی ورته مواردو په هکله معلومات ورکړی.

صحی تغذیوی معلومات (Medicinal Nutritional claims) –  دا هغه برخه ده چی په ډیره دقیقه توګه سره تر ځارنی لاندی نیول کیږی . څکه دا هغه برخه ده چی یو مستهلک کیدای شی د هغه د غلطو معلوماتو په تر لاسه کولی سره له منځه ولاړ شی. دبیلګی په توګه که چیری په یو لیبل باندی لیکل شوی وی چی د دی ناروغۍ مخه نیسه ، شکر ته ګټه لری، یا د چاغښت لامل کیږی او په حقیقت که په هغه شکل سره نه وی او یا هم ناوړه اغیزه ولری نو د خطرناکو پایلو لامل کیدای شی.

تاریخ ( Date) – تاریخ عموما په دوه طریقو سره لیکل کیږی:

الف : د انقضا د تاریخ څخه د مخه استعمال ( Use by date) – پدی صورت کی باید کوشش وشی چی محصول مخکی د انقضا د تاریخ څخه استعمال شی.

ب: د انقضا د تاریخ څخ مخکی استعمال توصیه کیږی یا Best before date ) ) – دا هغه حالت دی چی څینی محصولات ډیر خطرناک نه وی نو پدی صورت کی کولی شو چی هغه ورسته د انقضا د تاریخ څخه هم استعمال کړو مګر د هغه څخه مخکی استعمال یی توصیه کیږی.

د ذخیری شرایط ( storage conditions ) – په هغه صورت کی چی د ذخیری لپاره خاص شرایط موجود وی نو باید په لیبل باندی په صراحت سره ولیکل شی.

تجارتی نوم او آدرس (business name and address) – ځینی محصولات وی چی تجارتی نمونه یی توپیر لری نو هغه هم باید په لیبل باندی ذکر شوی وی. ددی تر څنګ د تولیدونکی کمپنۍ نوم د هغه د آدرس سره په ګوته شی.

د محصول منشأ ( Place of origin) – د محصول او یا د هغه د ترکیبی مواد منشأ باید لیکل شوی. معمولا Bar code په شکل سره ښودل کیږی چی دمحصول د خرابیدو او یا هم کومی صحی ستونزی په صورت کی پا آسانۍ سره تعقیبریږی. علاوتا منشأ محصول ته یو ځایی ارزښت ورکوی. د بیلګی په توګه د وردګو مڼی، د قندهار انار، د تخار خربوزی چی هر یو یی خاص ځایی ارزښت لری.

د استعمال لپاره هدایات ( Instruction for use) – دا په هغه صورت کی حتمی ده چی د محصول استعمال خلکو ته ښه نه وی معلوم او یا نوی محصول مارکیت ته وړاندی کیږی او یا هم یو خاص مصرفی ګروپ ته لکه YOPI چی ځوانان (Young) ، زاړه (Old) ، حامله داری ښځی (Pregnant) او یا هم هغه خلک چی معافیتی سیستم چی ضعیف  (Immuno-compromised) وی.

د لیبل ظاهری بڼه ( presentation) – لیبل باید په ټولنه کی قابل قبول وی. کوم خاص دینی ، مذهبی او یا قومی ستونزی منځ ته رانه وړی. ددی ترڅنګ لیبل باید جذاب او ښه رنګ ورته انتخاب شی او په بسته کی د لیدو وړ وی. مذهبی مثالونه یی د مسلمانانو لپاره په لیبل باندی په غربی نړۍ کی د حلال کلمه لیکل کیږی او دی ته ورته د یهودو لپاره په لیبل باندی د K حرف چی د Kosher دکلمی څخه اخستل شوی دی او د تقریبا عین د حلال د کلمی غوندی په یهودی نړۍ کی ورڅخه استفاده کیږی.

سمبولونه (symboles) –  ځینی وخت کمپنۍ نه غواړی چی د هغوی د ډیزاین ، شعار او یا نورو معلوماتو څخه بل  څوک یا تولیدی ځیرمه استفاده وکړی نو دوی ځینی سمبولونه لکه © چی د کاپی کولو د حق څخه محفوظ معنی ورکوی او یا هم ® چی د محصول د په تجارتی توګه راجستریدو معنی ورکوی.

 د تولیدی دوری نښان (Batch identifier ) – دا کود یا نښان ددی لپاره مهم دی که چیری یو محصول چی تولید شوی او په مارکیت ته وړاندی شوی دی او یا هم په ګودامونو کی دی مګر د هغه د خراب جوړښت او یا هم کوم بلی صحی او یا کیفی ستونزی په منځ ته رتلو سره د محصول پیژندنه آسانه کوی. که چیری وغواړو چی خپل محصولات د مارکیت څخه راټول (product recall) کړو نو دا به ډیره آسانه وی چی ددی کود په شتون سره هغه په اسانۍ سره پیدا کړو.

خالص مقدار ( Net quantity) – د لیبل په آخری برخه کی باید د محصول خالص مقدار ذکر شوی وی. کیدای شی چی وزن او یا حجم وی.

علاوه د پورته ذکر شویو مواردو سره نور کیمیاوی ، مایکروبیولوژیکی خواص هم پکښی په ګوته شی.  هیره د نه وی چی کله نا کله د تولیدونکی څخه رانیولی آن د مصرفونکی تر دروازی پوری ټولو اړونده خلکو ته پکښی اشاره کیږی، مګر معمول ندی.

اخځنی :

http://www.bedford.gov.uk/environment_and_planning/env_health__trading_standards/food/food_labelling__composition/food_labelling.aspx
http://www.fda.gov/downloads/Food/GuidanceComplianceRegulatoryInformation/GuidanceDocuments/FoodLabelingNutrition/FoodLabelingGuide/UCM265446.pdf
http://www.ext.colostate.edu/pubs/foodnut/09365.html
http://www.cfs.gov.hk/english/programme/programme_nifl/programme_nifl_02.html
http://www.cspinet.org/new/pdf/global.pdf