غزل

د لراوبر اداره | جنوري 2nd, 2012


 


 لکه  د درد  د زړه په څړیکو کې اوسیږي مینه
د  چا  د  سترګو  په  الهام  تر ما رسیږي مینه
 دومره   اسانه  هم   کیدلی   نشي   داسې   نده 
په  مینه  مینه  شي ، په  مینه  پیدا  کیږي  مینه
د مات  ګلدان په شان د ګل  خاورې  ساتلی نشم
د  تن په  خاورو مې د ګل په شان ټوکیږي مینه
کلونه  وشول د  غلا شوي زړه په درد اخته یم
کلونه  وشول  په  هر یاد دې تازه  کیږي  مینه
څومره  ساده  یم، میلمنې  ته  ست د مینې  کوم
دا څه حاجت دی چې په سترګوکې پوهیږي مینه
عجیبه  نده  چې  وصال  وي د وصال  ارمانجن
هجران وصال،وصال هجران باندې بدلیږي مینه
کابل اراکوزیا راډيو
۳۰/۱۲/۲۰۱۱

Copyright Larawbar 2007-2024