کور / روغتيا / دشکری ناروغانو ته یو په زړه پوری زیرۍ

دشکری ناروغانو ته یو په زړه پوری زیرۍ

ليکنه: پوهنمل حاجی محمد نوزادی 

دیابت یا د شکری ناروغی یوه دهغو شاهانه ناروغیو له ډلی نه ده چی دا مهال یی د یوی ایپیدیمی ( ډله ایزی ناروغۍ ) بڼه خپله کړیده . دا ډول ناروغۍ لکه دیابت ، نقرس او نوری پدی خاطر د شاهانه ناروغیو پنامه یادی شوی دی چی تر لویه بریده په هغو کسانو کی ډیری لیدلی کیږی چی نسبتا مرفع ژوند لری او فزیکی خوځندتیا یی لږ ده . البته پخوا به شاهانو او نورو شتمنو کسانو د ژوند دا ډول وړتیاوی درلودی ، خو اوس دعلم او تخنیک د پرمختګ او د ژوندنی اساتتیاوو د منځته راتلو سره سم ډیرو کسانو ته دا ښیګڼی ترلاسه شویدی . د دیابت ناروغی دوه ډولونه یا ( تیپونه ) لری . لومړی تیپ یی د ځوانۍ له وخته پیداکیږی چی خطر یی د دویم تیپ په پرتله زیات دی او که یی ټینګه درملنه و نشی ¸مرګونی پایله لری . دویم تیپ یی د عمر په تیریدو سره په ډیریو کسانو په بیلابیلو کچو لیدل کیږی . دغه دویم تیپ دداسی تابلیتونو په کارولو سره لکه میتفورمین ( Metformin ) تر کنترول لاندی راتلای شی ، مګر د پرمختللی لومړی تیپ ددرملنی په موخه په کار ده چی په وینو کی د شکری د کچی په پام کی نیولو سره د ورځی څو ځلی د انسولین ( Insulin) پیچکاری ولګول شی . انسولین هغه هارمونی مواد دی چی په وینو کی د ګلوکوز د تراکم کچه ټیټوی او د روغ انسان په بدن کی دا مواد پخپله تولیدیږی . که د انسان په بدن کی ددغو موادو تولید کمزوری وی ، نو د اړینو درملو لکه Amaryl په مرسته یی د تولید کچه لوړه بیایی او که چیری یی د تولید وړتیا په بدن کی بیخی له منځه ولاړه شی ، نو پکارده چی انسولین د پیچکاریو په مټ بدن ته ورسول شی . په وینو کی د شکری مجاز لوړ نورم ۶،۱ اړوند واحده  او ټیت نورم یی ۴ دی . که یی کچه تر لوړ نورم جګه ولاړه شی ، تدریجی خطر راپیښوی او باید دتابلیتو یا انسولین په مټ یی مخنیوی وشی . پرمختللی دیابت کیدلای شی د ړندیدو او ان دبدن دځینو غړو دغوڅولو لامل وګرځی . که چیری په وینو کی دګلوکوز کچه تر کښتنی نورم یانی ۴ واحده را ټیټه شی، فوری مرګونی خطر لری چی کیدلای شی انسان و مرګونی کوما ته ورننباسی . پداسی حالت کی پکارده ناروغ ته ډیرژر ګلوکوز یا شکره لرونکی توکی لکه شربت او نور ورکړل شی څو چی په وینو کی یی د شکری کچه جګه بوزی .  له همدی کبله ده چی ډاکتران د شکری ناروغانو ته سپارښتنه کوی څو تل د ګلوکوز تابلیت یا نرم چاکلیټ ورسره په جیب کی ولری .

      ددغه  لوړ مالومات یادوونه می د یوه مهم متن تر ژباړلو دمخه ځکه اړینه وبلل چی د نوموړی اصلی متن د ښه پوهیدلو دپاره مرستندویه ښکاری ، لدی نه وروسته راځم هغه په زړه پوری خبر ته چی په یوی ډنمارکۍ ورځپاڼی کی می تر سترګو شو او غواړم پښتو بڼه یی د لوستونکو سره شریکه کړم .

        د ( Urban ) پنامه ډنمارکی ژبی ورځپاڼی په ۲۲ / ۱۲ / ۲۰۱۱ نیټه د « د دیابت ( شکری ناروغۍ ) په باره کی د ډنمارکی څیړونکو لاسته راوړنی » تر سرلیک لاندی یو خبر خپور کړی چی نوموړو ناروغانو ته یی پایلی ډیری په زړه پوری ګڼل شویدی . دا تاسی او دا هم د نوموړی ورځپاڼی څخه پښتو ته را ژباړل شوی متن :

         د Hvidovre په روغتون کی څیړونکو په یوه بریالی څیړنه کی یو ډول مصنوعی پانکراس Pancreas (۱ ) یا ( لوزالمعده ) د شکری پرناروغانو باندی د خوب په وخت کی په بریالیتوب سره ټست کړیدی . تاسی سره لدی چی که دشکری ناروغی سره لاس او ګریوان هم اوسی ، سترګی مو پټی کړی او بیله ډاره چی څومره مو زړه غواړی شکره لرونکی خواړه وخوری . دغه هیجانونکی پیغام په ډنمارک کی دشکری دناروغی څیړونکو ته دنوموړی روغتون لخوا چیری چی څیړونکو یی د مصنوعی پانکراس غدی په اختراع کولو کی لومړی بریالی ګام اخیستی دی ، واورول شو .

         څیړونکو تازه هغه هیجانونکی څیړنیز  ټست پای ته ورساوه د کوم له مخی چی تر څیړنی لاندی دشکری ناروغۍ درلودونکو کسانو د یوه کمپیوټر د لاری وکولای شول د شپی پروخت په خپلو وینو کی د شکری کچه د بیخی روغو کسانو په اندازه وساتی .

      د امپوټیشن (۲) سره خدای په امانی  :

         په بریالیتوب سره نوموړی ترسره شوی ټست دا امکان برابروی چی د شکری ناروغان دیوه مصنوعی پانکراس په مرسته کولای شی د پنځو څخه تر لسو کالو پوری بیله دی ډاره چی ممکن دشکری اندازه به یی تر ټاکلی نورم ټیټه راولویږی یا د نورم څخه د ډیر لوړوالی له کبله دسترګو دید له لاسه ورکړی اویاهم لدی کبله یی دبدن د ځینو غړو و پری کولو ته اړشی ، دیوه نورمال انسان په توګه ژوند ته دوام ورکړی . اغلی دوکتور Kirsten Nørgaard   د روغتون سرطبیبه چی پخپله هم دشکری ناروغی لری ، پدی هکله وایی : « ددغو نوو لاسته راوړنو په مټ باید په بدن کی هرڅه پخپله تنظیم شی. نوره به دا اړتیا نه وی چی په خواړو کی د کاربوهایډرایټ ( قندی مواد. ژباړ ) په هکله تشویش ولرو . داتشویش به هم لیری شی چی څومره انسولین باید واخیستل شی . نوی سیسټم دا ټول شیان پخپله تنظیموی » . نوموړی ډاکتری د خپل څیړونکی ګروپ سره د ریاضی یو پرمختللی موډل جوړ کړی کوم چی په وینو کی دشکری د کچی د نورمال ساتلو په موخه د انسولین اړینه اندازه په ګوته کولای شی .

        په اتومات ډول د انسولین اخیستل :

        د ګلوکوز ( شکری . ژباړ ) یوه اتومات کنترولونکی اله د ناروغ د ګیډی په پوست کی ایښودل کیږی کومه چی دبدن په وینو کی د شکری د کچی په هکله منظما یوه کمپیوټر ته مالومات لیږی . په دی توګه یوه پمپ ته سیګنال استول کیږی چی د اړتیا وړ اندازه انسولین د انسان بدن ته ور ولیږی .دلته دخبری اصلی ټکي دادی چی کمپیوټر د ګلوکوز د کنترولونکی الی د مالوماتو سره سم عمل کوی او بدن ته په اتومات ډول بیله دی چی پخپله انسان په خبر شی ، د ضرورت په اندازه انسولین رسوی چیری چی دناروغ اراده اومرسته پدی کار کی رول نلری . تر اوسه پوری داتجربی یوازی پر ناروغانو باندی دشپی اواستراحت پر مهال ترسره شوی چی نتیجه یی د پام وړ ده . څیړونکی په نظر کی لری چی د نوی کال په پسرلی کی داکار د ورځی لخوا هم پر ناروِغانو باندی وڅیړی .

       نوموړی سرطبیبه وایی چی دلته د پام وړ خبره داده چی موږ همدارنګه د ورځنی فعالیت پر مهال مثلا کله چی ناروغ ډوډۍ خوری اویا بایسکل چلوی ، داکار ترسره کولای شو .

         په ډنمارک دا مهال ۲۷۱۰۰۰ دوه سوه یو اویا زره کسان په دیابت اخته دی ( د ډنمارک ټول نفوس څه باندی پنځه میلیون تنه دی . ژباړ ) . د دیابت ناروغانو د اتحادیی د احصایی له مخی هره ورځ په منځنی توګه ۱۲ نفره ددغی ناروغی له کبله خپل ژوند دلاسه ورکوی او دغه ناروغی هره ورځ پر ټولنه باندی په ټولیز ډول ۸۶ میلیون ډنمارکی کرونه لګښت راولی ( داګړی یو امریکایی ډالر څه کم شپږ ډنمارکی کرونه دی . ژباړ ) . برسیره پر دی یی عواقب لدی کبله هم خطرناک دی چی په دقیق ډول په منظمه توګه د ګلوکوز اندازه تنظیمول مشکل کار دی .

        د دیابت ناروغانو اتحادیی د څیړونکو لوړ یاد شوی بریالیتوب پدغه اړه یوه تاریخی.لاسته راوړنه ګڼلی ده او دعامی روغتیا مسؤلین یی د ډنمارک دپاره لیرلید په زړه پوری او د پام وړ بولی او زیاتوی : « دغه لاسته راوړنه به هم د دیابت ناروغانو د ژوند کیفیت لوړ بوزی او هم به دهیواد اقتصاد ته ډیره ګټه ورسوی . داځکه چی ددغی لاسته راوړنی په برکت به د ناروغی د پیچلتیاوو ، د درملو د جانبی عوارضو ، بستری کولو او نورو ناخوالو څخه چی همدا اوس ډیری د دیابت ناروغان ورسره لاس او ګریوان دی ، مخنیوی شی » .  د ژباړی پای

د ژباړونکی یاددونه :

( ۱ ) – د پانکراس Pancreas  غده دا دهاظمی جهاز سره تړلی د بدن یو ارګان دی چی د ګیډی په پورتنۍ برخه کی د معدی شاته پرته ده . ددی ارګان منځنی وزن تر ۱۰۰ ګرامو پوری رسیږی . د پانکراس غده هم داخلی او هم خارجی ترشحات لری . خارجی ترشحات یی لکه انزایمونه چی کولمو ته ځی او هلته دداسی موادو لکه پروتین ، غوړین ( چربی ) او کاربوهایډرایتی موادو په هظمولو کی مرسته کوی . داخلی ترشحات یی چی یو ډول هارمونونه دی ، راسا د وینو جریان ته ورداخلیږی . ددغو داخلی ترشح کیدونکو هارمونونو د ډلی څخه تر ټولو مهم یی انسولین دی چی په وینو کی دشکری د کچی دلوړوالی مخه نیسی او پدی توګه د دیابت د ناروغۍ څخه مخنیوی کوی . که چیری تخنیک وکړای شی چی مصنوعی پانکراس جوړ او د انسان په بدن کی تری نه د غیرفعال شوی پانکراس پرځای داسی کار واخلی چی داړتیا وړ انسولین وینو ته ورسوی ، دا به په طب کی رښتیا هم یوه تاریخی لاسته راوړنه وشمیرل شی . دا به داسی لاسته راوړنه وی چی هم به د میلیونو کسانو ژوند وژغوری او هم به د سترو لګښتونو مخه ونیسی .

(۲) –  امپوټیشن  – دعلاج او درملنی په موخه د انسان د بدن دیوه یا څو مصابو غړو غوڅولو ته په جراحی ترمینالوژۍ کی امپوټیشن وایی .