طالبان:په بهر کي ددفتر پرانستلو ته تيار يو
طالبانو په لومړي ځل په رسمي توګه په قطر کي ددفتر خلاصېدل او د بهرنيانو سره د تفاهم خبره ومنله ، لراوبر ته د طالبانو لخوا په رسېدلې خبرپاڼه کي دوی وايي : موږ همدا اوس اماده یو چې په داخل کې دخپل قوي موجودیت سره په څنګ کې له نړیوالو سره دافهام او تفهیم لپاره په بهر کې سیاسي دفتر ولرو او په دې سلسله کې مو دقطر هیواد په شمول له اړونده لوریو سره ابتدایې تفاهم هم کړی دی .نوموړئ وايي همدارنګه اسلامي امارت دتبادلې په صورت کې دګوانتنامو دزندان څخه دخپلو بندیانو دخلاصون غوښتنه هم کړيده ، طالب وياند دا هم وايي چي له دې نه علاوه چې ځیني رسنۍ اوغربي چارواکې د مذاکراتو په اړه ډول ډول تشویش اچونکي خبرونه نشر کوي هغه هیڅ حقیقت نه لري .
طالبانو په دې اعلاميه کي د پخوا په نسبت ديپلوماتيکه ژبه کارکړېده او وايي چي دا یو څرګند حقیقت دی چې د طالبانواسلامي تحریک په افغانستان کې داسلامي نظام دنفاذ، دظلم دمخنیوي، دتوپک سالارانو دمحلي واکمنیو او دمخدره موادو دخاتمې، دامنیت دټینګښت او دملي وحدت دتامین په خاطرشروع شوی وو او دالله جل جلاله په نصرت او دملت په قربانیو او ملا تړ یې په کم وخت کې دافغانستان په مرکز او ولایتونوکې دفساد نه پاک اسلامي حکومت رامینځ ته کړ، تقریبا په ټول هیوادکې یې دکلونو ګډوډي او بې امنیتي ختمه او دهیواد ۹۵ فیصده برخه یې دمرکزي حکومت تابع وګرځوله، دافغانستان اسلامي امارت تل کوښښ کړی چې دمتقابل لوري سره معضلات دخبرو دلاري حل کړي .
دوی وايي چي دافغانستان داسلامي امارت له پیل نه دا دریځ دی چې دافغانستان اشغال ته دي دپای ټکی کیښودل شي، او افغانان دي پریښودل شي چي دخپلې خوښې یو داسي اسلامي حکومت جوړکړي چي دهیچا لپاره ضرر نه وي.