کور / هراړخیز / ســـــا لم فـــکــرونـه

ســـــا لم فـــکــرونـه

ســـــا لم فـــکــرونـه
په دې ورځو کي چي د دوه زره دوولسم کال راتګ ته هرکلی او ښه راغلاست ویل کیږي سالم فکرونه په
دې هیله دي چي د زاړه کال دوسیې وتړي او د نوي هیلو سره یوځاي دنوي کال نوو بریاوو ته ځانونه
چمتو کوي ډیرخلګ فکر کوي چي په تیر کال کښي چي یې کومي لاسته راوړني درلودلې هغه باید نوري
هم پراخه شي چي راتلونکي ته لاډیر د خوشحالئ زیر ي ورسره وي خوځني بيا دتیر کال پر غلطیو او
مخته ځوړند مشکلاتو او پرابلمونو فکر اوغور کوي چي یوځل بیا تکرار نشي او یا سالمه دحل لاره ورته
ولټوي  سا لم فکرونه تل په دې هڅه کي دي چي د جهان د تکامل اوپیشرفت سره ځانونه عیار ګړي هغه
فکري کمبود والئ چي ورسره و اویا هغه زړې خیري چي په زړه کي پرتې وي هغه کاملا له منځه یوسي
اوپه یوه هوسا او فارغ عقل اوزړه د سبا په غم کي شي یعني دوي خپل فکرونه او دزړه اندیښنې دیوې نوي هیلي په امید پر یوه سالمه لاره چي دنیکئ او خوشبختۍ زیری پکښې نغښتی وي سمبالي اوتنظیم کړي
خو دهر چا فکرونه داسي نه وي لکه څرنګه چي موږ دانترنټ په څپو کښي هم ګورو په دې ورځو کي یو تعداد لیکوالان او دقلم خاوندان خورا په زړه پوري اوږدې او لنډې لیکني کوي  چي په لیکلواولوستلو سره
 یې نه یوازي زړونو ته هوساینه نه په برخه کیږي بلکه تا ثر اوره هم وي هر یو لیکوال په هره ډله پوري
چي تړلی وي خپل ښه او د بل بد په هنداره کښي ور معلو میږي  نو هرڅه چي یې زړه غواړي هغه نوشته
کوي بیله دې چي فکر وکړي د ده لیکنه ټولني جامعې وطن او دهیواد ارزښتونو ته کومه ګټه یا زیان لري
اویایې نلري ۰
زما په اند زموږ ګران هیواد اوس په یوه حساس تاریخي پړاو کي  توپاني بادونو پر سر اخیستئ  او دنجات طمع دهر افغان بچي څخه کیږي چي په پوره صداقت او سپیڅلتیا خپل دزړو نو او مغزونو څخه
پرتې خیري جلا او نور په ملامت او نا ملامت پسې ونه ګرځي او خپل دبام واوري دبل چا بام ته ور ونه غورځوي اونه هم ځان په صفا او نور په خیرنه هنداره کښي وګوري په دې حساس تاریخي پړاو کي چي  وطن دتباهي ګودال ته دلویدلوپه درشل کي دی څومره ښه کاربه واي چي دغه اوږدې لیکني دولس دنجات ملي یووالي اوملي هوسایني په اړوند لیکلي شوي واي اوهم یوه لازمي خبره ګڼل کیږي هر وخت چي په ګران هیواد کي دقانون حاکمیت پلئ کیږي هرڅوک مکلف دی چي دخپل عمل او کړو وړو جواب پخپله دقانون په مقابل کي ووایي  هغه لوړ لیکوالان شاعران او دسیاسي اند خاوندان چي لو ډبره ځانته ایږدي لومړی دوي بایدخپلی د زړه اندیښنې په سالم فکر ارایش کړې اوخپل د فکرونو نتیجه په یوه بیطرفانه افغان شموله روحیه دهیواد دنجات خواته وهڅوي اوعملي داسي بڼه ورکړي چي خلګ دعملي لاري او صداقت امید پکښې وویني  په یاد باید ولرو چي تاریخ  دهر شخص پر اعمالو ښه او بدو نیتونو قضاوت کوي۰ منـنه