کور / کره کتنه / غروب که دعبدالحي مطمين سباوون

غروب که دعبدالحي مطمين سباوون

ښايسته ډېره موده وشوه چې د پښتو شعر خپل او د بل چندان خوند نه راکوي نه پوهېږم چې زما ذوق او مينه پيکه شوې او کنه دشعر په بڼه مې ځينو مبتذلياتو يو مخ خوا را ګرځولې ده ٠
کله نا کله د انټرنټ په بېلابېلو پاڼو کې ډېره هڅه وکړم چې يو داسې څه را پيدا کړم چې لږه تنده مې پرې ماته کړم ، خو بيا هم نه پوهېږم چې زموږ ښه او خواږه شاعران چيري دي چې ډېر نه ښکاري ٠ په هرحال بيا هم وايم ښايي زما ذوق خراب شوی وي چې له هر شعره شعري کيف او خوند نه شم اخيستلای ٠
تېره ورځ مې په بېنوا کې پر (غروب ) سترګې ولګېدې د مبتذلياتو له وېرې مې زړه نا زړه ټس ورکړ ګورم چې د طبيعت له رنګينيو او د ادبي فنونو د هنري نوښتونو او د نن ورځې د حالاتو او ټولو ادبي او سياسي نزاکتونو يوه ډکه او پوره ماموره ښکلې زړه راښکونکې تابلو ده ، زما جلوهلې تنده او د غروب په لمن کې دا سړه او رڼه چينه ، غروب نه و د حميد بابا خبر د مړي له خولې دستي وتلی دم وو٠
د غروب د ژور فکر خوږلن دومره راښکلم چې د هر توري او بيت په لوستو کلونه کلونه مخکنيو وختونو ته ولاړم او بيرته راغلم ٠ غروب خپل پاک سپېڅلی کليوال ژوند را ته نيغ سترګو ته ودرولو٠ د غروب هر بيت لکه خنجر او ملهم ، لکه د جانان درد او غم چې درد يې تر غم او غم يې تر درد خوږ وي٠
په غروب کې دراک شاعر ننني خړ پړ حالات دومره هنري او په نازکخيالۍ انځور کړي لکه د مرچو او مسا لو نه ډکه تنده او خوندوره ډوډۍ ، چې عين الحال کې يې هم سړی له خوړو خوند اخلي او هم يې غير ارادي له سترګو اوښکې څاڅي ٠
هيله لرم چې همداسې خوږمن ، حساس او دراک شاعران د پښتو سپېڅلی ادب له هزلياتو او مبتذلياتو وژغوري٠
غروب
زېړمازيګردى سيلۍ تونده اوبيا ودريږي
دچنارپاڼوته تړک ورکړي رو رو وبوڼيږي
دګڼو ونو دڅولښتو مينځ کې زيړه وړانګه
دځنګله غولي کې دشمې په څير وځليږي
تونده سيلۍ لښتي پر يو بل راسپرې غوندي کړي
خوځنده وړانګې ځي راځي پريوځاى نه دريږي
ددنګ چنارپه ورستۍ څانګه خوري ټالونه بلبل
ستړى ستومانه اوخوب وړى دى رو رو چغيږي
دپاڼوشور ورته اسانه موسيقي چوړوي
بلبل سندره وايي پاڼې په هرلور کږيږي
چنارپه ټول قامت سر ښکته اوبياپورته يوسي
څانګې پرمخ کړي راخورې اوپريوه پښه ګډيږي
شفق له سرو ګلونو ډګه لمن رو رو راځي
ګلابي وړانګې داسمان په کنارو خوريږي
هرسيلاني ددې تابلو بس څوګړۍ وي دلته
دخوږ ژوندون خوږې شيبې وي ډيري ژر تيريږي
ددې کوتا محفل دپاى شيبه دلمر غروب وي
چې لمر رخصت شي ددې بزم ګډونوال ستنيږي
دمازيګر رنګين ترکيب کې لمردروح په څير دى
چې لمـر ترې لاړشي نورله يوبل سره نه اوسيږي
زموږ دخوږ ژوندون مثال دى دغه زيړ مازيګر
چې روح ر خصت شي نور له هرچا نه هرڅه پاتيږي
عبدالحی مطمین