کور / اسلامي / شعیه مذهب

شعیه مذهب

شیعیه په لغت کې د دوونفرو هماهنګی یا د یوې ډلې پلوي له بلې ډلې څخه  ته وايي ،هغوی  د حضرت علی (رض) په امامت اوخلافت باور لري
شیعیه مذهب ډیري مهمي فرقې اوډلې:
   شیعیه مذهب   په پېنځو فرقو ویشل سوی دی :


۱- زيديه ،۲- کيسانيه ،۳- اماميه (اثني عشريه)،  ۴-اسماعيليه، ۵- مبارکیه
 چې اوس زيديه ، اسماعيليه او اماميه پاته دی
۱-اثنی عشری یا جعفری یا امامیه:- په لغت کې د دولس مانا لری,هغوی په  دولسو امامانو باور لري
 ۱ ـ علی دابوطالب زوی    ۲– حسن دعلی زوی ۳– حسین دعلی زوی ۴– علی دحسین(سجاد) زوی۵ـ محمددعلی(باقر) زوی     ۶–جعفردمحمد (صادق) زوی ۷- موسی دجعفر(کاظم) زوی ۸–علی دموسی(رضا) زوی ۹ـ محمد دعلی(جواد)     زوی       ۱۰– علی دمحمد (هادی) زوی ۱۱– حسن دعلی (عسکری) زوی  ۱۲-حجت دحسن(مهدی) زوی.
ټول شیعیه مذهب پلویان  اټکلی د نړۍ د  مسلمانانو(  ۱۶) په سلو کې جوړوي چی لویه فرقه يي شیعه جعفری یا شیعه اثناعشری یا شیعه امامیّه ده چې ایران، عراق، آذربایجان، لبنان، افغانستان، پاکستان او د فارس په خلیج په څنډو کې ژوند کوي


 ۲-اسماعلیه:-یا(الدعوهً الهادیه)چې اهل سنت  یې باطنیان بولی.  هغوی اسماعیل  دامام جعفرصادق زوی امام بولی او اووه امامان  مني  او په اووه امامه  ډلې هم مشهوره ده
چې په دوو ډلو مستعلوی اونزاری ویشل سو  ې ده
دایران اوشام اسماعلیان نزاری دی او د مصر،  افریقاد شمال هغی مستعلوي دي،
د شیعیه مذهب دوهمه  ِغټه  فرقه ده   چې اقلیت دی  هغوی ډیر  په ايران ، عراق ، شام، يمن ، بحرين، افغانستان او شمالي آفريقا کې ژوند کوي
 کریم آقاخان یې حاضرامام دی
اسماعيليه ته يي باطنيه، سبعيه، تعليميه، ملحده، مزدكيه هم ویل سوې  ده
فاطميان، نزاريه مستعليه او آقاخانيه هم اسماعيليه فرعي فرقې دي
.ځینې فرعي فرقې یا ډلې دا دي  داسماعيليه
خالصه اسماعيليه:  د هغوی په باوراسماعيل نه دی مړ بلکی پټ دی او یو ورځ ظهور کوی
مباركيه: هغه وايي چې امانت له امام صادق  څخه وروسته د  اسماعيل زوی محمد ته رسیږي
قرمطيه دا له مبارکیه څخه جلا سوی ډله  ده، هغوی وايي محمد بن اسماعيل نه دی مړ سوی هغه اووم اواخیرین خلیفه دی.
 ۳  ــ زیدیه:د شیعیه درېیمه فرقي ده  چې په پېنځو امامانو(علی،حسن،حسین،علی بن حسین وزیدبن علی)باورلري .
زیدیه فرقه   څلورم امام  زيدبن علي(د امام سجادزوی ) بولی او خپله امام سجاد د علم او معرفت پیشوا بولی  او وايي داچې  امام سجاد  وسله وال قیام نه دی کړی هغه امام نه دی دددې فرقې پلویان  په خلیج فارس اویمن کې ژوند کوی
د زیدیه فرقې ډلې : جاروديه، سلمانيه يا جريريه، صالحيه او ابتريه دی.