دپښتووتلی سندرغاړی رسول بادشاه ومړ

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جنوري 5th, 2012


دازادۍ راډيو د خبر له مخې له نن څخه کابو پينځه پنځوس کاله وړاندې د ګلونو سیمې بنو په پيرخیلو کلي کې د لال بادشاه کره یو ماشوم نړۍ ته سترګې پرانيستې، چې وروسته پرې مور و پلار رسول بادشاه نوم کیښود.
رسول بادشاه له ماشومتوبه له موسيقۍ سره مینه لرله او ډیرې مهال به یي کلیوالۍ سندرې تر خپلو نازکو شونډو لاندې زمزمه کولې،خو دا چې هغه د یوې مذهبي کورنۍ د سترګو تور و نو تر ځوانۍ پورې یې خپله دغه مینه په زړه کې پټه وساتله.پله پلرنۍ سیمه کې یې تر لسم ټولګي پورې زده کړې وکړې او همداچې له لیسې فارغ شو نو په ښکاره یې خپلې محبوبي ته درسیدو او د کور کلي له دود دستوره بغاوت اعلان کړ. د ارواښاد کشر ورور د هغه وخت کیسه په دې ډول کوي :(رسول بادشاه لا د دویم ټولګي زده کوونکی و، چې په ښوونځي کې به یې نظمونه او ترانې ویلې، تر لسم ټولګي پورې به یې په پټه سندرې ویلې،خو کله چې له لیسې څخه فارغ شو نو له موسیقۍ سره مینه یې د جنون تر بریده رسیدلې وه او په زغرده یې کورنۍ ته وویل چې نور نو نشي صبریدی.پلار،ورونو،ترونو او نورو خپلوانو په کراتو وواهه ځکه چې موږ سیدان یو او له دې وړاندې مو په ټوله کورنۍ کې چا سندرې نه وې ویلې.
خو رسول بادشاه پلار او نورو مشرانو ته وویل،چې که په دې لار کې ووژل شي نو هم ورته تیار دی خو له موسیقۍ نه صبریدی‏‏)رسول بادشاه په خپل هنري ژوند کې د پاکستان په ملي راډیو تلويزيون کې ګڼ شمېر سندرې ثبت کړې او بې شمیره پيتې یې بازار ته راووتلې.د هغه د سیمې اوسیدونکی غازي سیال چې د پښتو سینما له پيل راهیسې یې ګڼ شمېر فلمونو ته سندرې لیکلي او هم یي د رسول بادشاه په ګډون ډیرو سندرغاړو شعرونو ته سندریز رنګ ورکړی د نوموړي د هنري ذوق په اړه داسې وايي: ( رسول بادشاه یو داسې سندرغاړی و، چې نه یواځې په بنو بلکې په ټوله پښتونخوا کې او پښتني خاوره کې یې ساری نه درلود، هغه ته خدای پاک هغه ټول صلاحیتونه ورکړي و کوم چې د یوه ښه سندغاړي لپاره ضروري وي.ده به د شعر په انتخاب کې له ډیر دقت څخه کار اخیسته،خو تر کومې چې د فولکلوري سندرو خبره ده نو دا صنف ډیر قید و بند نه مني،خو دومره به ووایم چې د رسول بادشاه مړینه د پښتو موسیقۍ لپاره یوه ستره ضایعه ده او کمی به یې تل محسوسیږي)د نوموړي نژدې ملګری او د دانش خپرندویې ټولنې مسوول اسد الله دانش ساپی وايي ارواښاد رسول بادشاه هغه سندرغاړی و چې د زړه له تله یې له موسیقۍ سره مینه لرله:
(که تاسو د رسول بادشاه ویډيو ګانو ته پام وکړئ نو له شونډو هر راوتوکی توری یې دزړه مینه څرګندوي، هغه له موسیقۍ سره بیسارې مینه لرله او تل به یې هڅه کوله چې یو معیاري شعر ووايي،داسې شعر چې هم موسیقۍ او هم پښتنو ته ګټه ورسوي. ېیوه خبره چې ما په هغه کې نوټ کړ وه هغه له افغانستان سره دده بې کچې مینه وه او په ډیری سندرو کې به یې د افغانستان یادونه کوله)رسول بادشاه سره له دې،چې د ژوند له ډيرو ناخوالو او تنګسیاو سره لاس و ګریوان و تر پينځه دیرش کاله زیات پښتو موسیقۍ ته خدمت وکړ،دی د ژوند په وروستیو اتو کلونو کې د شکرې په ناروغۍ اخته و.د دې ترڅنګ له تیرې څه مودې راهیسې تور زیړي یا هيپاټايټس هم را لاندې کړ تر دې چې د چهارشنبې په ورځ د جنوري پر څلورمه یې د پينځه پنځوس کالو په عمر سا ورکړه او په همدې ورځ په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.خو د رسول بادشاه غږ لا هم پاتې دی او تل به د خپلو مینه والو تنده خړوبوي.

Copyright Larawbar 2007-2024