کور / علمي / افغان فزيک پوه پروفيسر ډاکټر نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ تقاعد سو

افغان فزيک پوه پروفيسر ډاکټر نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ تقاعد سو

 


دافغانستا ن وتلی فزیک پوه ښاغلی پوهنوال ډاکترنظرمحمدسلطانزی د1962 زکال څخه راپدې خواپه جرمني کې مېشت دی اوپه وروستي وخت کې دجرمني بایرن ولایت په یوه روغتون کې په کاربوخت وو. هغه دتېرکال په 31/12/2011 ‏ نیټه د 67 کالونوپه عمرتقاعدوکړ. دآلمان بایرن ولایت ورځپاڼې دهغه دتقاعدی اوعلمي کارونوپه هکله یومفصل مضمون خپورکړي دی .



سلطانزی په ملي اونړیواله کچه دهستې فزیک یوپېژندل شوی کارپوه شخصیت دی چې په جرمني، افغانستان اواتریش هیوادونوکې یې دفزیک اوطب په څانګه کې څېړنیز مسلکي کارونه ترسره کړي دي . سلطانزی له 1988 ز کال څخه راهیسي د طب رادیوتېراپې په برخه کې کار کړی دی خو ورسره جوخت د علمي کتابونو په لیکلوکې هم بوخت دی . دبېلګې په توګه ، هغه دطبي فزیک اودوینې سرطان په هکله دوه درسي کتابونه لیکلي دي چې   دلوړوزده کړووزارت له خوا چاپ شوي اوهمدااوس دهیوادپه پوهنتونوکې په رسمي توګه تدریس کیږي .


دلراوبر ويبپاڼي اداره  د افغانستان وتلي عالم ، ليکوال او د هستوي فزيک پروفيسر او په ډېره خوښۍ سره بايد ووايو چي د لراوبر ويبپاڼي د ساينس او تخنيک د برخي قلمي همکار درانه سلطانزي صاحب ته دهغه  67 کالونو په عمرکې دتقاعدي لمانځنې په اړوند دآلمان بایرن ولایت ورځپاڼې له خوا خپورشوي مضمون اودهغه دستروعلمي خدمتونوله امله دزړه له تله مبارکي وايي .


د لراوبر ويبپاڼي اداره د افغانستان دولت او ټولو هغو موسسو پروفيسر ډاکټر نظرمحمد سلطانزی ځدراڼاو ټولنو څخه هيله کوي چي د خپل هيواد د يوه ستر عالم او د هستې فزيک په برخه کي د نوميالي پروفيسر په ژوند کي د هغه قدر ، پالنه او ستاينه وکړي ، ښاغلي سلطانزي لسيزي د خپل هيواد څخه ليري په جلاوطني کي تېري کړې ، موږ په دې کار سره په افغانستان کي د اوسني حکومت په ګډون ټول نور حکومتونه ملامت بولو چي ددغسي سترو عالمانو له پوهي اوعلمي تجربو څخه يې د خپل هيواد او خلکو په پرمختګ کي ګټه نده پورته کړې او دوی ته يې هيواد ته د ورتګ او هيوادوالو د پاره د خدمت زمينه نده برابره کړې .


له بده مرغه زموږ زيات شمېر پوهان ، عالمان او په بېلابېلو برخو کي د پوهي او تجربې خاوندان په بهرنيو هيوادونو کي د جلاوطنۍ په تورتم کي شپې ورځي تېروي ، که دوی ته په هيواد کي دننه د کار زمينه برابره سي زموږ د هيواد او هيوادوالو لپاره ډېري ګټي لرلائ سي .


علمي او کلتوري ټولني دي ددغسي شخصيتونو په پاللو ، ستاينو او ددوی له پوهي څخه د هيوادوالو په خبرولو کي لاس په کار سي چي په دې توګه ددغو پوهانو درناوئ ددوی په ژوند کي ترسره کړو ، نه دا چي په ژوند کي يې څوک پوښتنه نکوي  خو کله چي په حق ورسيږي په اړه يې تلين غونډي او يادغونډي جوړوو .


د لراوبر اداره د ښاغلي پروفيسر ډاکټر نظرمحمد سلطانزي ځدراڼ څخه د ټولو همکاريو له امله ډېره ډېره مننه کوي چي په تېرو څو کلونو کي يې په علمي او ټولنيزو برخو کي د لراوبر ويبپاڼي له لاري د خپلو هيوادوالو لپاره کړي دي او له لويه خدايه د روغ صحت او اوږده ژوند دعا ورته کوو چي خپل ولس ته ډېر نور علمي خدمتونه تر سره کړائ سي .



دافغانستان د وتلي فزیک پوه په اړه دجرمني يوه ورځپاڼه  Neumarkt opf  داسي ليکي : .


په نوی مارکت ښارکې افغانستان پوره نږدې دئ


طبي فزیک پوه ډاکترنظرمحمدسلطانزی دتقاعدپه موخه رخصت واخیست .


خوځښتناکه ژوندلیک يې :


دهغه نیکه دافغانستان په جنوب کې یوقومي مشر وو،پلاريې پوځي منصبداروو. هغه دخپل ځان په هکله   وايي چې هغه په ټول ژوند کې تل په زده کړه بوخت وو اوغواړي چې همداسې دوام ورکړي . دطبي فزیک متخصص ډاکترنظرمحمدسلطانزی د۶۷ کالوپه  عمرکې اوس  د تقاعد ناآرامه ژوندته ځي داځکه چې هغه په خپل درېیم کتاب باندې کارکوي .   متحرک ژوندته یوه کتنه


نوی مارکت :- نظرمحمدسلطانزي دورځپاڼې په دفترکې وویل .‎: نوموړی کتاب دطبیعي علومو آلماني – پښتوقاموس څخه عبارت دئ . ددې په څنګ کې یې داهم څرګنده کړه چې هغه دڅه لپاره دغه ډول علمي کار کوي . ډیردخواښینی ځای دئ چې دځینووتلو پوهاندانو اوساینس پوهانو پوهه دکاغذپرمخ نه لیکل کیږي اوپه دې توګه  عام ولس ته نه انتقال کیږي . دهغه په وینا، تحصیل یوازنۍ رښتونې مرسته ده چې زماهیواددنورومرستوپه پرتله ورته ډیره اړتیالري . هغه وویل چې په اوسني وخت کې  بېرته افغانستان نه ّځم ،داځکه چې په یوه داسې وخت کې لکه همدااوس سړی ډېرزردمنځه ځي . بلخواددې خطرهم زیات دئ، چې ماڅوک ودې ته مجبورکړي، ترڅو خپل  علم دناوړواشخاصوپه خدمت کې وکاروم .


دتیږوڅخه ډکه لار:


نظرمحمدسلطانزی په لوړه کچه تحصیل یافته عالم دئ . دلسوکالوراپدې خواپه نوی مارکت ښارکې، دډاکټرفرانک موکلباور،رادیوتېراپي په معاینه خانه (کتنځی) کې کارکوي . دجرمني هیواد بایرن ولایت سیمې   Oberpfalz ته درسېدلولارډېره خنډنه اودډبروډکه وه . اوه شپېته کلن نظرمحمدسلطانزی په ۱۹۶۴ زکال دفرانکفورت په پوهنتون کې دفزیک په لوړوتحصیلاتوپیل وکړاوپه ۱۹۷۶ زکال کې دبوخوم په پوهنتون کې دډاکتری په  اخیستلو بریالی شو. دنوموړې مودې په ترځ کې دبوخوم پوهنتون دنویروفزیولوژي په انستیتوت کې دعلمي غړي په صفت کارکولو.ورپسې یې د بوخوم پوهنتون  طب  پوهنځی کې په تحصیل پیل وکړاودتحصیل لومړی برخه physikum   یې سرته ورسوله . خوپه ۱۹۷۹ زکال کې یوه پېښه وشوه . دروسانوجنګې آلوتکو دهغه دوطن په یوه کلي باندې بمباري وکړه چې په پایله کې دهغه مورخپل ژونددلاسه ورکړ. سلطانزی دخپلې شهیدې موردخښولوپه موخه خپل هیوادته راغی ،خوهلته بندپاتې شو. سلطانزی دکابل په پوهنتون کې داستادپه توګه اوبیاوروسته دافغانستان داتوم انرژي درئیس په توګه مقررشو. خوکله چې داپریل میاشتې په ۲۶ نیټه ۱۹۸۶ زکال کې دچرنوبل هستوي بټۍ هواته والوته ، نوپه دې وخت کې سلطانزی دهیواد یواځینی هستوي فزیک پوه  وه .  په اتریش هیوادکې دنړیوال اتوم انرژی سازمان له خوا سلطانزي ته دنده وسپارل شوه چې په افغانستان کې په رادیواکټیوموادو دهوااوځمکې ککړتیااندازه کړي اونتیجه یې دوین په ښارکې نوموړي سازمان ته وړاندې کړي . خوکله چې سلطانزی داتریش هیواد،وین ښارته راغی نویې دسیاسي پناه غوښتنه وکړه . داځکه چې سلطانزی په هیوادکې دواکمن کمونست ګوندمخالف وو، کوم چې دروسانوله خواکینول شوی وو. په پایله کې سلطانزي داتریش هیوادتابعيت ترلاسه کړ. لږڅه څوارلس کاله سلطانزی دطبي فزیک متخصص په صفت دوین ښارپه یوه روغتون کې په کاربوخت وه . سلطانزي غوښتل چې دخپلې پاتې کورنۍ سره نږدې ژوندوکړي  چې دډیرې مودې راهیسې په جرمني کې میشته وه .  هغه دکارپیداکولوپه موخه دجرمني ډیروښارونولکه میندن ،ولفزبورګ اونوی مارکت ښار ته غوښتنلیکونه واستول . په  ۲۰۰۱ زکال کې سلطانزی دخپلې میرمنې اوڅلوراولادونوسره  دجرمني هیواد بایرن ولایت نوی مارکت ښارته کډه وکړه .


دخلکوسپېڅلتیاسره اشناکیدل :


دکارکولوپه موخه دنوی مارکټ ښارځکه وټاکل شوچې کله سلطانزی دلومړي ځل لپاره آلمان ته راِغی دبایرن ولایت فراسډورف په کلي کې دیوې آلمانی کورنۍ په کورکې اوسیده .نوموړي په ګویتې انستیوت کې دآلمانی ژبې په زده کړه پیل وکړ اودمیلمه کورنۍ  مهرباني اوسپېڅلتیایې وپيژنده . همدارنګه دنوی مارکت ښارخلک په زړه سپین اواخلاصمنددي .  یانې په خپله خبره ولاړدي . دبېلګې په توګه هويې هودئ اونا یې نادئ .  اوس هغه ددسمبرمیاشتې په یودیرشمه نیټه  ۲۰۱۱ زکال کې تقاعدته ځي  خوبیاهم هغه آرام نه پاتې کیږي . دلیکوالی په څنګ کې غواړي چې ډیره مطالعه وکړي اودالپ غرونواتحاديې ملګروسره په پښووګرځي . دډاکټرفرانک موکلباورکتنځي سره هم  وفادارپاتې کیږي . په دې ماناچې داړتیاپه وخت کې کله چې دکتنځی کوم ملګری  ناروغ شی  نوپرځای یې پخپله  کارکولوته چمتودي . دیوه درسي پښتوژبې طبي کتاب اودسرطاني ناروغیود درملنې پښتوژبې کتاب  دلیکلوڅخه  وروسته اوس  ډاکترنظرمحمدسلطانزی دیوه درېیم کتاب په لیکلوبوخت دئ . دکتاب عنوان دئ : دطبیعي علومو آلماني –  پښتوسیندګی .


دلیکوال ژورنالیست نوم : ارنوهایدر.Arno Heider


دپوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزي پرلیکه شوي علمي اوفرهنګي آثارپه لاندې ډول دي :
لیکل شوي علمي کتابونه :
۱۰- دوینې سرطان درملنه ، پېژندنه اومخنیوی(Leukemia, therapy,diagnosis and preventation) ، 2009 زکال ، جرمني  ، دهیوادپوهنتونونودطب پوهنځی رسمي درسي چاپ شوی کتاب
۹- سرطان اودچاپېریال رادیواکــټـیـویتي(Cancer and environment radioactivity) ، 2008  زکال ، جرمني ، دهیوادپوهنتونونودطبیعي علوموپوهنځی اوطب پوهنځی رسمي درسي چاپ شوی کتاب
۸- داولتراسونډ طبي کارول     (Ultrasound medical application) ، 2007   زکال ، جرمني ،ناچاپ
۷- دالبرت اینشټاین نسبي تیوري (Albert Einstein“ Theory of Relativity“) 2006    زکال ، جرمني ،ناچاپ
۶- داټومي فزیک اساسات (Basic of Atomic physics) ، لکچرنوټ ، 1985   زکال ¸ساینس پوهنځی ، کابل پوهنتون  
۵-  دالکټرونیک اساسات (Basic of Electronics) ، لکچرنوټ ، 1984   زکال ، ساینس پوهنځی ، کابل پوهنتون 
۴- دلمرانرژي پروژه (Solar collector)   ، 1982-1986 ، لکچرنوټ 1984   زکال ، ساینس پوهنځی ، کابل پوهنتون 
۳- داکسریزفلوریسینس (X-ray fluorescence ) کړنلارې په مرسته دهیوادمعدني ډ بروپېژند نه او تحلیل
، کابل پوهنتون ،  1983، ساینس پوهنځی مجله ،  کابل پوهنتون     
۲- دکوبالټ شپيته رادیوتیراپي دستګاه therapy equipment  ) Cobalt-60 (، لکچرنوټ 1984 ، کابل پوهنتون  
۱- الکتروفیزیولوژي (Electrophysiology) ، 1985 ، لکچرنوټ ،  طب پوهنځی ، کابل پوهنتون


خپاره شوي  علمي اثاراومقالې :


‏۲۶- دکیهان مصنوعي پیدايښت تجربه (۵- برخه) ، دلراوبر،  ویبپاڼه   2011-12-19‏
۲۵-   دجاپان هستوي بټۍ غمیزه اودسرطان ناروغۍ ، دلراوبر ویبپاڼه ، : 2011-04-05  زکال
۲۴-  دکیهان (Universe) پیدايښت هستوي تجربه ترسره شوه، دلراوبر، ا وبینوا، ویبپاڼه   2010   زکال
۲۳- دوينې سرطان ناروغۍ پیژندنه ،درملنه اومخنیوی ، لراوبر ویبپاڼه    2009-01-27
۲۲-   دایران اټومي بم ټکنالوژي  ،  دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه ، 2009 زکال
۲۱-  دسرطاني ناروغیو د پېـژندنې فزیکي کړنلارې :   دلراوبر، ویبپاڼه 2009-07-16
۲۰-  په هیوادکې داټومي پاتې شونوخبرتیا ، دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال
۱۹-  اټومي بمونه اومذهبي نومونه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه     2008   زکال
۱۸-  دسږکال فزیک نوبل جایزه جاپاني فزیکپوهانوته ورکړه شوه ، دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال
۱۷-  دکیهان (Universe) مصنوعي پیدايښت تجربه وځنډیده، دلراوبر، ا وبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال
۱۶-  دسرطاني ناروغيودپېژندنې کلینیکي فرمول (TNM) ، دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال
۱۵-   هېماتولوژ ي ( دداخله طب لکچرنوټ ): دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال
۱۴-  د اټوم بم  دکارولو ٦٣ تلین غميزې په یاد ، دلراوبر اوبینواویبپاڼه   2008   زکال
۱۳-  دمسلمان پښتون اواټوم بم کارپوه عبدالقدیرلنډه پېژندنه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال
۱۲-  دگاونډ يوهیوادونوهستوي ازموینې ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال
۱۱-  د طبيعي وړانگوسرچينې ، دلراوبر ،اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال
۱۰-  دسږ کال نوبل طبي جایزه اعلان شوه  ، دلراوبر ، ویبپاڼه   2008   زکال
۹-  دپښتوژبې يوملي تلويزيون ته اړتيا ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2007   زکال
۸- دنــــــــړۍ لومــــړی اټــومي بــــــــــم ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2007   زکال
۷-  طبيعي راديواکټيو يټي ، دټول افغان ویبپاڼه ،  2007   زکال
۶-  دچرنوبیل هستوی پېښې شل کل تلین ، دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه     2006   زکال
۵-  د پولونيوم (Polonium) زهراودروسي جا سوس مړينه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2006   زکال
۴-  د اټوم انرژۍ بنسټيزفرمول ، دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه   2006   زکال
۳-  دافعانستان داټوم انرژۍ پـيښليک ، دټول افغان ویبپاڼه ،  2006   زکال
۲-   پښتانه او د پښتو ژبې غميزه ، دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه   2005   زکال
 ۱-   په کابل کې بايد دپښتوژبې پوهنتون جوړشي ، دلراوبر، اوبینوا، ویبپاڼه   2005   زکال
— ————————————————————————————————–