كندهار د بې سوادو _ بې خبرو خبريالانو ځاله

د لراوبر اداره | جنوري 7th, 2012


دا خبره اوس ډېره مشهوره ده چې رسنۍ د يوه حكومت څلورمه قوه ده، د رسنيو له زوره هيڅوك سترګې نه شي پټولاى، خو له بده مرغه چې په افغانستان كې رسنيو لكه څنګه چې په كار وه، خپل مسوليت ترسره نه كړ او د روانې لس كلنې جګړې په لا ګرمولو كې يې مهم رول ولوباوه.


د رسنيو د نورو دندو تر څنګ يوه مهمه يې ټولنيز مسوليت يا Social Responsibility ده، چې بايد په ډېره ټينګه په پام كې ونيول شي، رسنۍ مكلفي دي، تر دې وړاندې چې يو خبر خپور كړي، وګوري چې د دې ګټه عامو خلكو ته څومره ده، ايا د دوى يو لنډ راپور خو به د افغانستان په يوه كونج كې يوه افغان اوسېدونكي ته زيان نه ور اړوي، ټولنيز او سيمه ييز تاوانونه خو لا هلته پرېږده چې كېداى شي د يوې رسنۍ د بې پروايي له لاسه رامنځته شي.


په افغانستان كې رسنيو ته د ملي ګټو پته هم نه لګي، بېسوادي په كې اوج ته رسېدلې، او بس يوازې همدا يوه خبره د هر چا پر خوله ده ( د بيان ازادي) او بس.


كندهار چې د افغانستان لپاره يو برخليك ټاكونكى ولايت دى، له بېسوادو ژورناليستانو ډك دى. د دې بې خبره ژورناليستانو مركز په كندهار كې شهيدانو چوك ته نژدې نورجهان هوټل دى، چې كله هم يوه جرئت نه دى كړى چې له خپلو كوټو راكښته شي، او ښار ته سر ورښكاره كړي ولسوالۍ او كلي خو لا هلته پرېږده.


د دوى لپاره تر ټولو په زړه پورې خبر دا دى چې كله د دوى په وينا ځانمرګى او بمي بريد (په لاره واچول شي) دا ډول خبر د دوى ټولو په استازيتوب يو خبريال تياروي او همدا يو خبر بيا ټول خپلو رسنيو ته لېږي.


دوى د مركو لپاره خلك همدې هوټل او يا هم (هندارې مركز) ته ور غواړي او ورسره مركه كوي، هيڅكله يې دا تكليف نه دى كړى چې لږ د ښار واټونو ته ور ووځي او د خلكو ږغ واوري.


د بيا رغونې چارې، سپورټ، پرمختګ، اقتصاد، شخصي پانګه اچونه، پوهنه، كرنه، مالداري، لاسي صنايع، كلتوري او فرهنګي هڅې دوى ته خبري ارزښت نه لري، او موږ كله هم و نه ليدل چې په دې اړه دې كله هم دوى كوم خبر وركړى وي، په داسې حال كې چې په لوړو يادو شويو برخو كې ډېر پرمختګ شوى ، او د دې تر څنګ ډيرې ستونزې هم لري چې بايد همدا دوى يې راپيدا خلكو او چارواكو ته يې ورسوي.


د ايران او پاكستان کونسلګرۍ، د شاه ولي خان كرزي بيټك او منډيګك ماڼۍ د دوى د مېلمستياوو او بنډارونو مركزونه دي، كله كله خو په كې يو نيم کونسلر هم په نورجهان هوټل کي د ويدو خبريالانو سلام ته پېښه ور وكړي .


زه له ټولو خبريالانو او د دوى د مسولو رسنيو څخه تمه كوم، چې سم دې شي، او دا وركړل شوې پاكه دنده دې په ايماندارۍ سر ته ورسوي كه يې نه شي كولاى بل چا ته دې پرېږدې هسې هم د دوى جېبونه نور ډك شوي، كه نه په بله ليكنه كې د هر يوه نوم او كارنامې ليكم بيا يې مسوليت پر خپله غاړه.








په افغانستان کي د مطبوعاتو د حالت په اړه د پژواک خبري اژانس له مشر سره د لراوبر ځانګړې مرکه


Copyright Larawbar 2007-2024