کور / سياسي / آیا امریکا مستثنی ده ؟

آیا امریکا مستثنی ده ؟

بسم الله الرحمن الرحیم ـ ډیر امریکایان په دې ګروهه دي چی امریکا د مځکی پر مخ تر ټولو ستر هېواد ، آن د کایناتو مرکز دی . خو ډیر داسی حرکات ، اقدامات او مشکلات سته چی دا انګیرنه کورټ باطله او غلطه ثابتوی .


دا چی امریکا ځان د نړۍ د ټولو هېوادو څخه ماسېوا او مستثنی بولی ، علت یې څه دی او ولی داسی ادعا کوي ؟ دا ځکه چی :


لومړی ـ امریکا ( نعوذباالله ) ځان یوازینی ، بې جوړې او مطلق بولی ( که هغه مدنیت یا آزادۍ ګانی دي ، که دیموکراسي یا ترقی ده ، او که شتمني ، طاقت او نور دي… ) خو د سپټمبر د یوولسمی حملې دا پړسېدلې بوغۍ په یوه جټکه سره پنچر او سورۍ کړه او ټول باد یې ووت !


دوهم ـ وایی چی امریکا تر بل هر هېواد او هر چا « ښه » کوی . یعنی تر هر دولت ، هر ملت او هر هېواد ډیر خیرخواه ، سوله ناک ، معزز او معظم دی . ولی دا یې هیره کړې ده چی خورا ډیر او ظالمانه جنګونه یې هم کړي دي او تر بل هر هېواد یې زیات انسانان هم قتل کړي دي . لکه څنګه چی د ۱۸۹۹ ـ ۱۹۰۲ پر مهال یې د فلپین په جنګ کی څه نا څه درې لکه ( ۳۰۰۰۰۰ ) فلپینان ووژل چی بشپړ اکثریت یې ملکی وګړي وو . امریکا همدا راز ( د متحدینو په شمول ) د دوهمی نړیوالی جګړې پر مهال څه باندی درې لکه ( ۳۰۰۰۰۰ ) جرمنیان او ۳۳۰۰۰۰ جاپانیان په بم وریو سره ووژل چی تقریبأ ټول ملکی وګړی وو . همدا علت دی چی د دغو عملیاتو امریکایی قوماندان ( جنرال کرټیس لي مې ) چی د جاپان پر ضد د بم وریو مسؤل وو ، داسی وویل : « که امریکا دا جنګ بایلی ، نو موږ به د جنګی جنایت کارانو په توګه محاکمه سو . »


امریکا د هندوچین د جنګ پر مهال څه باندی شپږ ملیونه ټنه بمونه راوغورځول چی په هغو کی په ټنونو ناپالم او زهرجن بمونه هم شامل وو ، او ځکه نو د هغو یو ملیون ملکی انسانانو د مړینی مسؤل دي چی په دې جنګ کی له منځه ولاړل .


دا لا څه ، امریکایی پوځ په تیرو دیرشو کالو کی د هغو څه باندی دوه نیم لکو ( ۲۵۰۰۰۰ ) مسلمانانو د وژنو مستقیم یا نامستقیم مسؤل هم دی چی په عراق ، افغانستان ، لیبیا او نورو اسلامی هېوادو کی د امریکا د لاس وهنو او ننوتنو د ارتکاب قرباني سوي دي . آیا بیا هم امریکا تر بل هر هېواد او هر چا « ښه » کوی ؟


بل دا چی امریکا د « بشری حقوقو » او « نړیوال قانون » په هکله خورا غوړی خبری کوی ، خو پخپله یې د خورا مهمو بشری حقوقو اړونده تړونونو د لاسلیک او منلو څخه ډډه کړې ده . مثلأ : د نړیوالی جنایی محکمې د غړیتوب څخه ډډه . او هم یې دیکتاتوران او ظالم واکمنان پاللی ، هڅولی او ساتلی دي لکه حسن مبارک ، عبدالله صالح او نور .


درېیم ـ د امریکا برﺉ د هغه د ځانګړې نبوغ علت بولی . خو د امریکې طالع ځکه پخوا ښه وه چی اروپایی لوی قدرتونه به په لویو او بربادونکو جګړو کی راګیر سول خو امریکا به یې سیل کاوه ، او د خپل طبیعی بهترین موقعیت له امله به د هغوی استعدادونه ورتښتېدل او هلته به یې پانګه او صنعت پلی کاوه تر څو چی یو لوی قدرت یې کړ چی نن یې هر برﺉ د همدې پوځی او صنعتی برلاسي توب نتیجه ده .


څلورم ـ وایی چی امریکا په نړۍ کی د ټولو سمونونو او ښه چارو مسؤلیت لری . خو همدا واشنګټن و چی په تیره پیړۍ کی د جنوبی افریقا د اپارتاید ټینګ ملګری او مدافع و . د اسراییلو د تیریو ، ظلمونو او وحشت یو اړخیزه ملاتړ په ملګرو ملتونو او صحنه کی د همدې امریکا ذمه وه او فعلأ هم ده . په افغانستان کی هر چا د هغوی دا « ښه اعمال » د ۱۸۷۰ پوځیانو په تلفاتو او پنځه نیم بلیونو ډالرو په ضایعاتو سره عملأ ولیدل . په بغداد کی مو هم ولیدل چی امریکایی پوځیان د ګلونو پر ځای په ماینونو او راکټونو سره بدرګه سول او ۴۴۸۴ پوځیانو یې ککرۍ وخوړلې . د نړۍ وژونکي وسلې هم هر ځای امریکایی دي او خطرناکه جنګونه هم د دوی په وسلو او روزنه سره کیږی . د افغانستان پوځی نیونه او پر سومالیا ، پاکستان ، یمن…. د بې پیلوټه طیارو بم ورۍ هم د دوی د « ښه کړنو او ښه چارو » د مسؤلیت ژوندۍ بیلګې دي !


پنځم ـ وایی چی خدای زموږ پر خوا دی ! امریکایی چارواکي او سیاست وال ادعا کوی چی خدای موږ ته دا مسؤلیت راسپارلی دی چی نور ( یعنی نړۍ ) راهنمایی کړو . ریګن او بوش په دې هکله ډیر افراط کاوه . همدا نن د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریت غوښتونکي ګوند کاندید ( میټ رومنی ) داسی وویل :


« امریکا باید ټوله نړۍ رهبری کړی… دا پیړۍ باید ځکه د امریکا پیړۍ وی چی امریکایی پوځ په ټوله نړۍ کی قوي ترین پوځ دی… امریکا ولی باید په نړۍ کی د ډیرو هېوادو څخه فرق ولری ؟ زما په فکر موږ یو استثنایی هېواد یو چی یو مطلق تقدیر او په نړۍ کی منفرد رول لرو… دا د امریکا عصر دی… زه به هیڅکله د امریکا لخوا کومه بخښنه و نه غواړم… کله چی امریکا پیاوړې وی نو نړۍ به ژغورلې او ساتلې وی . »


په دې ډول رومنی امریکا د خدای سره تړی او پر مځکه یې د خدای نماینده بولی . نو چی داسی ده ، خدای ولی په یوه لسیزه کی خزانه ورتشه کړه او شپږ نیم زره پوځیان یې ور ووژل ؟ په بدل کی یې څه حاصل کړل ؟ خو پیښو ، پرمختیاوو او تجربو ثابته کړې ده چی واشنګټن عملأ د خدای د ارادې برعکس روان دی .


پخوانیو سترو ځواکونو هم عینأ ادعاګانی کولې ، آیا خدای وساتل ؟ که پخواني فرعونیان خدای ذلیل کړل ، نو ننني فرعونیان به هم ضرور د الهی غضب ، عذاب او عتاب سزاوار وی او دا د زوال خدایی قانون دی ، والسلام ( ن . صمد )