کابل: ٢٥٠ تنه پوليس د زدکړي له لنډمهال کورس څخه فارغ سول

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جنوري 8th, 2012


د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي شاوخوا ٢٥٠ تنه پوليس د ښووني او روزني له لنډمهال کورس څخه پرون دخاصو مراسمو په ترڅ کي فارغ سول.
په دې هکله د کابل د ١٠١ آسمايي زون په مرکز کي يوه غونډه جوړه سوې وه چي د کابل امنيه قومندان جنرال ايوب سالنګي فارغو سويو پوليسو ته د زدکړي شهادتنامې ورکړې.
سالنګي د نړۍ والي ټولني له مرستي مننه وکړه چي د پوليسو د ظرفيتونو د لوړتيا په خاطر له دوى سره مرسته کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024