کور / سياسي / طالبانوډیپلوماسي برسیره کړه،اوس پاکستان دملاعمرڅخه ویږي

طالبانوډیپلوماسي برسیره کړه،اوس پاکستان دملاعمرڅخه ویږي

د فرانکفورتر روندشوو ویپاڼه



لیکوال : ویلي ګرموند


ژباړڼ  :   سراج الحق ببرک زی ځدراڼ  


بڼسټپال وسله وال طالبان په قطر کې  دفتر خلاصوي او خبرو اترو ته چمتو شوي دي . سره له دې تر اوسه په افغانستان کې د جګړې پا ی څرګند شوي نه دی .


دولسمشر کرزي د ملي  امنیت مشاور  رنګین دادفرسپنتا وايي ،دا ورستي هیله ده .                                                            د تیرکال د نوامبر میاشتي په پیل کې د برلین او واشنګټن مرکچیانو له خوا د طیب اغا سره برسیرنې اړیکې  ټینګې شولي . طیب اغا ځان د ملا عمر شخصي لیږل شوي استازي معرفي کوي .د لومړنیو شکونو څخه ورسته لویدیځوال مرکچیان اوس ډاډه شوي دي ،چې دې په ریښتیا سره د طالبانو مشر په استازيتوب خبري کوي .له همدې  ارتباطي سړی سره  اوس  د افغانستان په کورني پیچلي کړکیچ کې بدلون را څرګند شو.


د طالبانو مشرانوپه رسمي ډول منلي،چې دوی د دې میاشتي په پای کې د خلیچ په عربي دولت قطر کې خپل استازي ولري . په لومړۍ ځل اسلامي بنسټپالو غیر مستقیم او په رسمي  ډول ومنل چې له مخالفینو سره خبرو اترو ته کیني .


د واشنګټن څخه تر برلین اوبیا تر کابله پوري حکومتونه په دې توانیدلي، چې پرته د پاکستان  له اوږدې لارې ،دخپلواستخباراتي کړیو او پرته له شکمنو منځګړي  مرکچانو څخه  د وسله والو طالبانوسره اړیکې ونیسي . په ورستيو جزیاتو باندې باید خبري اترې وشي ،لکه د ګونتنامو په محبس  کې دافغان طالب بندیانو په اړه څه وشي .ددوی خلاصون اویا افغانستان ته ولیږدول په اړه پریکړه وشي ،دغه مسله د خبرو اترو لپاره یومهم شرط دي .اوس داسي انګیرل کیږي ،چې دوی به قطر ته انتقال شي . دغه ارتباتي دفتر به دطالبانو په لاس کې  د دوو کالونو څخه را په دېخوا د یوامریکایي سرتیري برخلیک هم وټاکې .


تر اوسه د افغانستان د سولې په اړه کوم  اسان او جوت لرلید راڅرګندشوي نه دی . افغان دولت به په قطر کې د ټولو اړیکو او خبرو اترې څارنه له لري  څخه په ډیر ځیر سره کوي . د امنیت مشاور سپنتا دلایل راوړي ، وايي ، موږ  غواړو د دې مخه ونیسو، چې نور دولتونه زموږ به نامه خبري اترې ونه کړي . دي یواځي  د المان ډیپلوماسي تر یوحده پوري د خپلو موخو لپاره نږدي ګني .


د المان دبهرنیو چارو په دفتر کې مامورین په دې انددي ،چې د سولې رواني هڅي هغه مهال بریالي شوني او مثبتې  پایلې لرلي شي، چې د طالبانو مشرانو  د پاکستان له سیاسي ولکې څخه ځان وباسي او طالبان د اسلام اباد سیاست په وړاندې خپل سیاسي  موقف او دریځ جګ  او جوت وساتي . 


  پاکستان دملاعمرڅخه په ویره کې شوي


په قطر کې دفتر خلاصول په دغه لاره کې لومړنۍ ګام دی . وسله وال طالبان مجبور نه دي ، چې د افغانستان په اوږده پوله کې خپل د ژوند مهم پټانځایونه له لاسه ورکړي .                                                                                                                کله چې د طالبانو دارتباتي دفتر  خبر په ډلیزورسنیو کې خپور شو،د پاکستاني مشرانو جسارت  او حراست یوځل بیا راویښ شوي دی . د اې اس اې مشر احمد شجاع پشه په ډیره بیړه سره د قطر پلازمینې دوحې ته ورسید، چې د جزیاتو په اړه مالومات راټول کړي .


پاکستان غواړي په قطر کې د خبرو اترو د پیلیدو مخه ونیسي . دخبرو اترو پایلې به د پاکستان  ګټي او انترس  زیانمن  او له ګواښ سره مخامخ کړي .


په دې ورستیو کې ملا عمر په قبایلی سیمه کې یوکوچني بم وچادوو. ده په لیکل شویو پاڼوکې اعلان وکړ ، چې ملا عمر پس له دې د ټولو  لراوبر طالبانو لوی مشر دی . ملا عمر په نویموکالونو کې د افغان طالبان بڼسټ کیښود، دی اوس د پاکستاني طالبانو مشر هم دی .


د طالبانوله اسرار ډک مشرد خپلي فتوا سره ،دې اوس د پاکستان په کورني سیاست کې  ورورو د یو مهم فکتور په څیر وده کوي . د یوې بل اعلان پورې اړه لري ،چې طالبان  نه یواځي خپل پام افغانستان ته وراړوي  بلکې دوی خپل ستر ګاوندي ته هم پام ورواړوي اوپه نښه کړي . 
 
 


پای