افغانستان د فدرالي کیدو په درشل کې
په ویب پاڼو کې داسې رپوټونه خپاره شوي چې وایي ځیني افغان ټوپکسالاران په جرمني کې د افغانستان د فدرالي کیدو پر سر خبرو ته کیني. دا چې دغه رپوټونه تر کومه موثق دي او ددې خبرو اصلي موخه همدا د افغانستان فدرالي کیدل دي او که نه، دا به په څو ورځو کې مالوم شي.
خو دا د فدرالي نظام خبرې چې رامنځ ته شوي، ماته کومې بې بنیاده خبرې هم نه ښکاري. راځئ پر هغه قراینو نظر واچوو چې ددغه ستر بدلون په لور د افغانستان نژدې کیدل ښیي.
ټاکل شوې چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کاله پورې له افغانستانه ووځي. ځیني افغانان په دې نظر دي چې دا د وتلو پلانونه، هسې درواغ دي او لویدیځوال هیڅکله زموږ له ملکه نه وځي ځکه نه غواړي چې طالب او یا القاعده دې بیرته هلته راژوندي او واکمن شي. ددغې خامې مفکورې په اړه باید وویل شي چې:
امریکا او ملګري یې هغه وخت افغانستان ته پام ورواړوو چې د نیویارک پر دوه ګونو څلو یې برید وشو. د برید موخه یې غچ اخیستل او د القاعده شبکې له منځه وړل و، چې امریکا یې د دغو بریدونو عامله ګڼي. امریکا له جګړې وړاندې، په زغرده دا وویل چې طالبان دې اسامه په لاس ورکړي، د القاعده شبکې کمپونه دې وتړي، نور امریکا ورسره کومه دښمني نه لري. طالبانو دا خبره ونه منله او انجام یې دا وو چې خپله واکمني یې پرې بایلوده. امریکا ته د افغانستان جګړه، لس کاله وغزیده او په دې لسو کالو کې یې دغه پایلې وې:
۱-د اسامه بن لادن وژل کیدل
۲-په افغانستان کې د القاعده شبکې له منځه تلل
۳-د طالبانو د رژیم ړنګیدل
۴-په کابل کې په ظاهره د یو ډیموکرات حکومت منځ ته راتلل
۵-د ۱۸۷۲ امریکایي سرتیرو وژل کیدل
۶-د امریکا له خلکو څخه د لاسته راغلو مالیاتو ۴۴۴ میلیارده ډالره مصرفیدل
په پورتنيو پایلو کې، دوه لومړي، یانې د اسامه وژل کیدل او د القاعدې له منځه تلل، د امریکا هغه اهداف وو چې دا هیواد یې جګړې ته اړ کړی و او دا اهداف ترسره شول.
درییمه او څلورمه پایله چې د طالب رژیم له منځه تلل او پر ځای یې د ظاهراْ ډیموکرات حکومت منځ ته راتګ دی، دا د امریکا لومړني اهداف نه وو بلکې هغه حاشیوي اقدامات و چې لومړنیو اهدافو ته د رسیدو په خاطر، ناچاره عملي شول.
پنځمه او شپږمه پایله چې د ۱۸۷۲ امریکایي سرتیرو وژل کیدل او د ۴۴۴ میلیونو ډالرو مصرفیدل و، دا هم کوم هدف نه بلکې هغه زیانونه و چې لومړنيو اهدافو ته د رسیدو په موخه امریکا وګالل.
اوس نو راځئ ددغو پنځو پایلو په رڼا کې، د اوسنۍ جګړې د ختمیدو پر دلایلو وڅرخو:
۱-د بن لادن وژل کیدل د امریکا د غچ اخیستو اور سوړ کړ.
۲-په افغانستان کې د القاعده شبکې له منځه تلل، دا ویره له منځه یووړه چې بیا به د سپتمبر د یوولسمې نیټې د بریدونو په شان، د امریکا پرضد په افغانستان کې دننه ترهګریز پلانونه جوړ شي. وروسته له دې که د ترهګرو کومه ځاله هم جوړه شي، امریکا یې د پلیو سرتیرو پرځای، پخپلو توغندیو او الوتکو له منځه وړي، چې دا د مستقیمې جګړې او پوځي تلفاتو مخه نیسي.
۳-که چیرې د القاعدې خبره نه وي، نو د طالبانو پرضد جګړه هم د امریکا په اجنډا کې نشته، ځکه امریکا طالب د ځان سیال نه ګڼي او نه د داسې یوې ډلې په مقابل کې د مالي او ځاني تلفاتو حوصله لري، چې امریکا ته یې کوم ضرر ونه شي رسیدلای. په دې مانا چې طالب له افغانستانه بهر، د امریکا ګټو ته کوم ګواښ نشي پیښولای. طالب شعوري اسلامپال نه دی چې له خپله کوره بهر پښې وغځوي، هغه یواځې همدومره غواړي چې د کور دننه افغانانو باندې شریعت پلی کړي. په بله مانا، طالب اخوانی نه دی، ملا دی، نړیواله فلسفه نه لري.
۴-په افغانستان کې د ډیموکرات او یا غیرډیموکرات حکومت راوستلو مسؤولیت امریکا نه لري. امریکا د نړئ پولیس نه دی چې رژيمونه پرته له یو هدفه بدل کړي او بیا هغه وساتي. دا کار هغه ځای کې کوي چې خپلې ګټې پکې وویني. قذافي او بشارالاسد دیکتاتوران ګڼي، د نسکوریدو هیله یې کوي، خو په سعودي عربستان کې چې د سوريې او لبنان په پرتله پکې دیکتاتوري لسهاوو ځله ډیره ده او د بشر حقوق پکې اصلاْ پیژندل کیږي هم نه، هلته بیا د رژیم په دیموکراتیکه کیدو کې د امریکا کومه ګټه نشته. نو هیڅکله هم د سعودي په چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه یې دا هڅه کړې چې هلته دې کوم دیموکراتیک نظام ټینګ کړي.
امریکا په وار وار ویلي چې د افغانستان د حکومت انتخاب، د هغه هیواد په خلکو پورې اړه لري او په دې سره یې دا لاره هواره کړې چې هرمهال دغه په ظاهره ډیموکراتیک نظام نسکور او بل یې په عوض کې راشي، نو امریکا به وایي چې دا خو د خپلو افغانانو خوښه ده او زه یې درناوی کوم.
دغه ټول ټکي مې په دې راسربیره کړل، چې په افغانستان کې د ډیموکراتیک نظام ټینګول او ساتل، د امریکا کار نه دی او نه امریکا دې کار ته په اوس وخت کې کوم اهمیت ورکوي. نتیجه دا چې د کرزي د حکومت ساتل هم امریکا ته د جګړې د دوام کوم دلیل نه شي کیدای.
۵-په افغانستان کې تر اوسه کابو دوه زره امریکایي سرتیري وژل شوي او ورځ تر بله، دا شمیره زیاتیږي. امریکاییانو ته نور دا زغم نشته چې بچیان یې پرتله له کوم دلیله ووژل شي. هغوی له خپلو واکدارانو پوښتي چې که زموږ لومړني ټاکل شوي اهداف ترلاسه شوي، نو ولې اوس هم په جګړې بوخت یو، ولې مو اوس هم بچي په پردي ملک کې په ناحقه جګړه کوي او مري؟ د امریکا حکومت هم نه غواړي د خپلو خلکو ترفشار لاندې راشي او بل پلو همدا خلک دي چې دوی ته رایه ورکوي. نو ځکه باید ژر ترژره د لازیاتو تلفاتو مخه ونیسي او جګړه ختمه کړي.
۶-امریکا په منځنۍ کچه اوس مهال د میاشتې شپږ اعشاریه اوه میلیارده ډالره د افغانستان په جګړې کې مصرفوي. امریکا له مالي ستونزو سره مخه ده، خلک یې مالیات ورکوي، نه غواړي چې د مالیاتو پیسې یې د افغانستان په شان په یو بل ملک کې په نه څه ولګول شي. نو له دې امله هم په افغانستان کې د جګړې دوام، امریکا ته عقلاني نه بریښي.
اوس نو چې مو دا شپږ ټکي وڅیړل او ومو لیدل چې امریکا ته د افغانستان د جګړې دوام په هرصورت کې زیانمن دی، نو دا خبره به منو چې امریکاییان له افغانستانه په رښتیا وځي. (د دایمي اډو، ستراتیژیک تړون او له ایران سره د امریکا د ناندرو په هکله به په پای کې خبرې وکړم.)
له افغانستان څخه د امریکا وتلو ته باید یوه طرحه موجوده وي چې هغه ته د وتلو ستراتیژي وایي. دا ستراتیژي باید په دې ډول وي چې په جګړې کې د شکست مانا ورنه کړي. لکه امریکاییانو چې په عراق کې وویل، باید بریالي وتل او یا ظفرمندانه راستنیدل وښودل شي. هغه څه چې امریکاییانو وران کړي، هغه باید که په موقته توګه هم وي، جوړ او ترې راووځي. په بله اصطلاح، لوټه کیږدي او پښه پرې راتیره کړي. که له راوتګ وروسته یې وشړیده، بیا نو یې مسؤولیت دده نه دی.
امریکا له څو کالو راهیسي د همداسې یوې ستراتیژۍ په لټه کې ده. څو لارې يې غوره کړې، ملي پوځ یې جوړ کړ، ملي پولیس یې جوړ کړل، د ډیموکراسۍ په نوم یې د هر ډول مفکورې افغانان په یو حکومت کې راګډ کړل او داسې یو آخور یې جوړ کړ چې پکې غوایی، آس، پسه، خر او ووزه ټول پر یوې رسۍ تړلي او له یوه ځایه واښه خوري.
چې د وتلو تابیا یې وکړه، ویې لیدل چې پاکستان په خزه کې ورته ناست دی او خپل حق ترې غواړي. دا حق، په کابل کې د لاهور په زړه د یو ګوډاګي حکومت واک ته رسیدل دي. سیمه ییز او نړیوال سیاستونه، سترې معاملې ترشا لري او امریکا هم باید دلته یوه سودا کړې وای. بیا امریکا په سوچ کې شوه چې څه داسې لاره پیدا کړي چې نه سیخ وسوځي او نه کباب، که د لنډې مودې لپاره هم وي، سوله او ثبات باید په افغانستان کې تآمین او بهرنیان په لوړه غاړه له هغه هیواده ووځي.
نوې لاره ورته ملګري هیواد، جرمني په ګوتو کړه. دواړه هیوادونه د طالب د پخلا کولو په هڅو کې شول، پخپلو پیسو یې ورته په قطر کې دفتر پرانیست او په غیر مستقیمه توګه یې د طالبان غورځنګ ته رسمیت ورکړ. طالبانو هم دا ځل دا وړاندیز ومانه او ددې خبرې پخلی یې وکړ چې دوی له امریکا سره په خبرو کې پرمختګ کړی.
اوس نو آیا تاسو ته دا پوښتنه راولاړه شوې چې دغه پرمختګ څه مانا او لویدیځ، طالبانو ته د کوم امتیاز د ورکولو ژمنه کړې؟؟؟؟؟
راځې څو فرضیي وټاکو:
۱-طالبانو ته یې ویلي چې ټول افغانستان دې ستا وي، زه درنه ولاړم.
۲-طالبانو ته یې ویلي چې زه له افغانستانه وځم، ته هم وسله کیږده مدرسې ته ولاړ شه.
۳-طالبانو ته یې ویلي چې په حکومت کې به دې شریک کړو، پر هماغه آخور چې مو نور تړلي، تاسو به هم وتړو، نیتې په کابینه کې د جهادي، ستمي، افغان ملت، پرچمي، خلقي، حزب اسلامي او تکنوکراتانو ترڅنګ، یو څو سپین لونګيه طالبان هم ناست وي.
۴-طالبانو ته یې ویلي چې د افغانستان ځیني سیمې به درکړو، د پاکستان له سرحدي سیمو سره چې هلته هم طالبان دي، یوځای یې کړه او ځان ته امارت جوړ کړه.
۵-طالب ته یې ویلي چې افغانستان به په ایالتونو وویشو، فدرالي نظام به شي، ته پوه شه او اړوندې سیمې دې او نور پوه شه د هغو سیمې، خو د مرکزي حکومت تابعداره به وئ.
ددغو فرضیو کومه یوه اوس ممکنه ده؟
۱-طالبانو ته د ټول افغانستان ورپریښوده امکان نه لري، د طالب په وړاندې ډلې څپړې هم شته چې د هغو پام هم باید وساتل شي. د هغو ورکول هم امکان نه لري او که امریکا هغوی دواړه سره بې سرنوشته پریږدي، نو جګړه به ونه دریږي.
۲-طالب چې له مدرسې راوتلی او د قدرت مزه یې لیدلې اوس یې بیرته په مدرسې د ننویستلو امکان نشته. طالب خپل نظام غواړي، نه دا چې ووایي جهاد ختم شو راځئ خپل سبق ته دوام ورکړو. نو دا لاره هم ناممکنه ده.
۳-که څه هم په اوسني حکومت کې د هرډول مفکورې کسان راټول شوي، خو خبره دا ده چې یو خو هغو ټوله د سازش سابقه لري او دومره پخپلې مفکورې نه دي ولاړ لکه پر پیسو او ډالرو چې ولاړ دي، دویم دا چې دغه ګډوله حکومت هم نه دی توانیدلی چې په لسو کالو کې د یو ریښتیني حکومت بڼه ونیسي.
طالب د سازش سړی نه دی، که سمه مفکوره لري او که غلطه، پرې دریدلی او دا به ورته ستونزمن وي چې په دې ګډوله ورګډ شي. طالب د هغې نسبي آزادۍ زغم هم نه لري چې اوس افغانستان کې راپیدا شوې. نو دا لاره هم له عقله لیري ښکاري.
۴-دا چې د پاکستان ځیني سیمې دې د افغانستان له ځینو سیمو سره یوځای شي او امارت اسلامی دې جوړ شي، نه یې پنجاب مني او نه یې کابل. ددې کار انجام هم ناممکنه دي.
۵-د فدرالي نظام جوړیدو ته اوس مهال شرایط مساعد بریښي. پنځمه لاره هغه لاره ده چې که افغانانو په خوښه وي او که نه، ښایي د تاریخ جبر یې د ډیورنډ د کرښې په شان پرې ومني. (ولو په موقته توګه وي.)
اوس به ددې خبرې دلایلو ته راشو:
۱-شمالي ټلواله چې اوس هم په شمال ولایتونو کې فعاله واک او نفوذ لري، د همدې فدرالي کیدو هیلې پالي. هغوی دا تاکید کوي چې دافغانستان د تجزیې طرفداره نه دي او نه فدرالیزم د تجزیې په مانا دی. د هغو په آند، فدرالي کیدل کیدای شي د تجزیې مخه هم ونیسي. شمالي ټلواله د امریکا په نشتون کې د طالب د ټکولو او ورکولو ځواک نه لري، خصوصاْ وروسته له هغه چې د مسعود، جنرال داوود، او نور لسهاوو قوماندان یې ووژل شول او نور یې د پیسو او قدرت په مستۍ کې د مقاومت روحیه له لاسه ورکړه. شمال ټلواله به ونشي کړای کابل له طالبه وساتي اما کمزوری خو دوامداره مقاومت به یې جاري وي. طالب به هم پرینږدي چې په آرام زړه د افغانستان پر نیم شمال باندې واکمني وچلوي.
شمالي ټلواله هیڅکله پر ټول افغانستان د واکمنۍ خوبونه نه ویني. نو همدا ورته غوره ده چې خپلو سیمو کې واکمن اوسي. د شمال ولایتونو زراعتي محصولات، طبیعی زیرمې، له منځني آسیا، ایران او چین سره ګډې پولې، او له دې امله ستراتیژیک اقتصادي موقعیت ټول هغو ته د یوې ښیرازې راتلونکې زیری ورکوي.
۲-د کرزي په مشرۍ اوسني حکومت د سازشونو حکومت بللای شو. کرزي ته دا د منلو وړ ده چې ناراضي وروڼه یې د افغانستان پر ځینو سیمو واکمن شي. که افغانستان په ایالتونو هم وویشل شي، کرزی چې پر ټولو واکمن وي، همدا یې بس ده. د کرزي نظام په تیرو لسو کالو کې، خپلو اهدافو ته چې ثبات راوستل دي، هره لاره کارولې ده. د فدرالي نظام لاره، یوه له هغو پاتې شویو لارو څخه ده چې تر اوسه یې نه ده کارولې او په اصطلاح وروستۍ وسله ده.
۳-طالبانو ته هم د فدرالي نظام منل، په اوس وخت کې غوره لاره بریښي. طالبانو په تیرو لسو کالو کې په تدریجي توګه پرمختګ کړی او اوس دې ته رارسیدلي چې امریکا یې د دفتر د لګښت پیسې هم ورکوي.
طالبان اوس مهال دې سوچ کې دي چې اول نوک ځای کړه بیا سوک. د طالب ترشا د آی اس آی هغه کارپوهان ناست دي چې د شلو راتلونکو کلونو ستراتیژي او سیاست طرحه کوي. هغوی په دې پوهیږي چې امریکا له افغانستانه د وتلو آبرومندانه لاره لټوي او که له وتلو څو کاله وروسته یې په افغانستان کې بیا د جګړې اور بل شو، نو امریکا به ترې ځان د یو څو بشري اعلامیو په خپرولو، ګوښه وساتي. هغه مهال دی چې طالب به له خپل فدرالي ایالت او یا ایالتونو څخه پښې اوږدوي او کابل به غواړي.
دغو ټکیو ته په نظر سره دا جوتیږي چې په افغانستان کې د یو فدرالي نظام جوړیدو ته سیاسي بستر هوار شوی او هره غاړه پرې راضي ښکاري. دا نظام که د افغانانو په ګټه وي او که په زیان، دا مهمه نه ده، که عام وګړي یې ومني او که نه، مهمه نه ده، لویه جرګه هر وخت راغوښتل کیدای شي، فقط څو زره ډالره مصرف غواړي، کسان یې هم پیدا کیدای شي، اساسي قانون هم بدلیدای شي، او که فدرالي نظام راغی، نو د یو څو محدودو کلونو لپاره به افغانستان کې آرامي او ثبات هم رامنځته شي. دا سوله او ثبات به، د عراق په شان، له افغانستانه د امریکا د ظفرمندانه وتلو بیلګه وي.
د وتلو خبره مې وکړه، مخکې مې وویل چې د ستراتيژیک تړون او له ایران سره د امریکا د ناندرو په هکله به په پای کې وغږیږم.
ځیني خلک په دې فکر کې دي چې افغانستان ستراتیژیک موقعیت لري او امریکا به هیڅکله ترې ونه وځي. حد اقل، دایمي اډې به ولري. خبره دلته ده چې ددغو اډو هدف به څه وي؟
د کابل حکومت وایي امریکا ته په شرطونو، د پوځي دایمي اډو لپاره ځای ورکوو خو له دې اډو څخه به د ګاونډیو هیوادونو پرضد کار نه اخیستل کیږي. اول دا ډیره بې منطقه خبره ده، ځکه پوځي اډه همدې ته جوړیږي چې د ضرورت په وخت کې پر یو نژدې هیواد حمله وکړي، هغه خو به هلته د قرآن ختمونه نه جوړوي!!
دویمه خبره دا چې، افغانستان په رښتیا هم ستراتیژیک موقعیت لري خو له پوځي اړخه، یو ستراتيژیک موقعیت باید د هغه د بدیل او قیمت په نظر کې نیولو سره وارزول شي. که چیرې امریکا تل په افغانستان کې د بریدونو لاندې وي، که چیرې دا شرط پرې کیښودل شي چې پر ګاونډیو هیوادونو به حمله نه کوي، که چیرې یې مالي مصرف تر پوځي ګټې زیات وي، که چیرې د افغانستان بدیل ولري، نو بیا افغانستان ورته خپل ارزښت له لاسه ورکوي. امریکا کولای شي د ضرورت په صورت کې، د خلیج له هیوادونو پر ایران حمله وکړي، په منځني آسیا کې همدا اوس اډې لري او که وغواړي، د افغانستان په پرتله، په کم زیان سره، په نورو هیوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، قیرغزستان، ګرجستان او ارمنستان کې اډې ولري. ولې موږ داسې فکر کوو چې امریکا به هرو مرو افغانستان په ولکه کې ساتي؟ که ګټه یې وي او که نه؟
موږ افغانان ددې پرځای چې پر واقعیتونو وڅرخو، تحلیل وکړو، هغه څه چې په اوس زمانه کې په سیاست کې تیریږي هغه ته پام وکړو او د زمان له ګامونو سره چابک شو، د فیل په غوږ کې ویده پاته یو. زموږ سیاسي شننه هم د پخوا په شان، د خپلو پښو ګامونو ته لیدل دي، د نه لارې سر ته کتل.
دا بهیر چې را روان و، پنجاب یې لس کاله وروسته لا سنجولې، خو زموږ افغانان اوس راویښیږي او نارې وهي چې مه پریږدئ، افغانستان ته فدرالي نظام راځي. ځیني ددې پړه ټوله پر امریکا اچوي، ځیني پکې ټوپکسالاران سوچ ملامت راباسي او ځیني هم پاکستان ته ګوته نیسي. خو په پښتو کې یو متل دی چې وایي:
پلار دې چا وواژه، ځواب یې ورکړ چې هرچا وواژه، زما له ښه یې وویست!!!