کور / خبرتیا او پيغامونه / ولسي شاعر وزير محمد څمکنئ په حق ورسېدئ

ولسي شاعر وزير محمد څمکنئ په حق ورسېدئ

د غمرازۍ پيغام!
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبې خوږ ژبی ولسي شاعر وزيرمحمدڅمکني له دې نړۍ سترګې پټې کړې ارواښاد څمکنی چې د پښتو ژبې يو ولسي شاعر او قومي مخور هم وو. دی سوله پرست وو ده همېشه د سولې او يووالي نارې د شعر په ژبه ترنورو رسولې. د لويې پکتيا فرهنګي او حپرندويه ټولنه  د ارواښاد کورنۍ سره په دې غم کې ځان شريک بولي . د ده مړينه د پښتو ادب په ډګر سر بېره د پښتون په قوم کې يوه لويه تشه ګڼي اود الله ج په دربارکې د دعا لاسونه لپه کويٍ، چې دا ډول شملور پښتانه اوپوی کسان د هرپښتون په کورکې پيداکړي چې د پښتون قوم د يوالي او سولې سندره تر نړيوالو ورسوي ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جميل صبر غوښتنه کوي.                                                                                                      


اروا يې ښاده او ياد يې تلپاتې لرې


د لويې پکتيا فرهنګي او خپرتدويه ټولنې اداره