کور / سياسي / که پښتانه ونه غواړي څوک افغانستان نسي تجزيه کولائ

که پښتانه ونه غواړي څوک افغانستان نسي تجزيه کولائ

دا خبره د پوهېدو وړ ده چې د امریکا د ولسي جرګې یو شمېر غړو سره د افغانستان د شمال د یو شمېر سیاسي ډلګیو په اصطلاح مشرانو غونډه د جرمني په برلین ښار کې جوړه شوېده .


دې غونډه ته د افغانستان د یوې برخې څخه د ملي ايتلاف په استازیتوب عبدالله عبدالله ، د ملي اسلامي غورځنګ لخوا جنرال عبدالرشید دوستم ، اسلامي وحدت ګوند څخه عبدالکریم خلیلي، ملي جبهې څخه احمد ضیا مسعود، د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د بلخ والي محمد عطانور، د ولسي جرګې پخوانی رييس یونس قانوني، د ملي امنیت پخوانی رييس امرالله صالح، د افغانستان د ورځپاڼو د جالګې مشر ډاکتر حسین یاسا او د ملي جنبش مرستیال فیض الله ذکي بلل شوي دي .


همدارنګه په دې غونډه کې د امریکا له لوري د استازو د جرګې د کلیفورنیا د ۴۶ یمې حوزې غړی ډانا روهرابکر، د استازو د جرګې غړی لاریټا سانچیز(د کلیفورنیا) چې د وسله والو خدماتو د کمېټې غړیتوب لري، د ټکساس ایالت استازی لويي ګوهمرت چې د استازو جرګې د عدلي کمېټې مرستیال رييس دی، او سټیف کینګ چې د لوا د سیمې استازی دی، برخه اخلي.


د غونډې موضوع  ( افغانستان ۲۰۱۴ ، فرصتونه او ستونځې ) تر سرلیک لاند  ټاکل شوې او د برلین ښار په اسپين انستیتیوت کې يي د جوړېدو تیاري نیول شوې .


 په رسنیو کې ویل کیږي چې افغانستان څخه نوموړي کسان په یوه بلنلیک سره دې غونډې ته غوښتل شوي ، خو دا خبره ګونګه پاتې ده چې ایا دا غونډه د نوموړو افغانانو په غوښتنه جوړه شوې او که غوښتنه لومړی د امریکا او المان له لوري شوې ده .


ویل شوې چې غونډه به دوه ورځې وي او د جنوري په ۹ مه به پایته رسیږي . د غونډې د پریکړې په اړه چې تر اوسه رسنیو او باخبره کړیو ته نه ده رسېدلې ، نیاو ( قضاوت ) مخکې له مخکې ناسم بريښي ؛ خو خپله د غونډې د مهال ، ځای او ترکیب په اړه د نظر څرګندتیا ، څېړنه او شننه شونې ده.


که د غونډې غوښتنه د نوموړو افغانانو لخوا شوي وي ، ایا د غوښتنې منځټکي به څه وي ؟


ــ د ریاستي نظام پرځای پارلماني نظام ؟


ــ د مرکزي غښتلي دولت پرځای فیډرالی سیستم ؟


ــ دا چې امریکا په قطر کې طالبانو سره د افغانستان دولت له مشورې او ګډون پرته چې نوموړي کسان او د دوی سیاسي ډلګګۍ هم د افغانستان د موجوده دولت واکمن غړي دي ، ولي خبرې کوي ؟


ـــ او یا دغه کسان له پورته خبرو سربېره نورې غوښتنې هم لري ؟


ــ ایا د افغان دولت ولسمشر کرزي سره په دې اړه دواړه خواو ، امریکا او المان او هم دغو افغاني ډاکوانو سلا او مشوره کړې ، که څنګه ؟


بلخوا که د مهال عنصر راواخلو ، امریکا او المان په عینې وخت کې په قطر کې له طالبانو سره هم د خبرو زمینه برابروي او په دې اړه له افغان دولت سره سلا او مشوره نه کوي . که طالبانو لپاره قطر د خبرو وړ ځای په نښه کیږي ، نو د شمال د ډاکوانو لپاره بیا ولې د برلین ښار اسپين انستیتیوت په نښه نه شي !؟


که د طالبانو ډاکوان د افغان دولت څخه پرته ، د خپلو ستونځو د حل لپاره امریکا سره مخامخ خبرې کولای شي نو بیا ولې د شمال ډاکوان د افغان دولت له خبرتیا او ملتیا پرته امریکایانو او لوېدیځوالو سره خبرې ونکړي ؟


طالبان چې ځان د پښتنو استازي بولي افغان دولت سره د مخامخ خبرو په انکار او د هغې پرځای په قطر کې له امریکایانو سره په مخامخ خبرو ، په حقیقت کې شمال ډاکوانو ته پلمه په لاس کې ورکوي چې دا ملي غداران هم له مرکزي دولت څخه واټن ونیسي او د خپلو ستونځو د حل لپاره د افغان دولت پرځای پردیو پلازمېنو او تکاویو ته پنا یوسي او له افغانانو په پټه د دوی د برخلیک خبرې له نااشنا موجوداتو او کړیو سره پر مخ بوځي !


پکار خو دا دي چې د شمال ولس د سرونو سوداګرو ، خپلې ټولې خبرې او غوښتنې په رڼاورځ د ملي شورا ، حکومت ، دولت  او ملت سره شریکې کړي وای ! همدارنګه طالبانو هم لکه د اسلامي ګوند په شان مرکزي دولت سره مخامخ خبرې کړی وای .


داسې ښکاري چې ستونځه له یوخوا نه ده .


هغه روشنفکران او رسنۍ چې د هغې او یا دغې خوا په ګټه ، لوری نیسي او د مرکزي دولت پرځای د تنظیمي ډاکوانو په ملاتړ سنګرونه نیسي ، دې حساس وخت کې د افغانستان ملي ګټو او د افغان ملت له شتون سره لویه جفا کوي !


افغانان د ملت پتوګه د هر ډول توپیر پرته ، یو موټی او پیاوړی افغانستان غواړي . د افغان ملت دوښمنان چې د شمال او جنوب په تنظیمونو کې يي ځای نیولی او په پردیو مرکزونو د هیواد د سوداکولو لپاره ګرځي راګرځي باید په دې وپوهیږي چې د ملي خاینینو پتوګه به د افغانانو لخوا وګڼل شي او په دې نوم به مجازات شي .


په داسې مهال چې تنظیمونو کې پټ ناست مجرمین ، مرکزي دولت څخه د تېښتې په حال غواړي دا  دولت له پښو راوغورځوي ، د افغانانو دنده ده چې ویښتیا له لاسه ورنکړي ، د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره په مرکز راټول شي .


که مرکز او دولت نه وي د سولې ، امنیت ، پرمختګ او دیموکراسۍ خبرې ځای نه نیسي .


د افغانانو یووالي د ټولو دوښمانانو په سر کلک ګوزار او د هیواد په وړاندې د ټولو چلوټو او توطیو مخې ته خنډ دي .


ژوندی دې وي افغان ملت !


تل دې وي افغانستان !


د ۲۰۱۲ کال د جنوري ۹ مه